دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهملا برادر د بریښنا له پوروړو څخه د امنیتي ادارو په زور...

ملا برادر د بریښنا له پوروړو څخه د امنیتي ادارو په زور د پيسو ټولولو امر وکړ

تاند:( دوشنبه، د حمل ۲۲ مه) د طالبانو د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون د دوی امنیتي ارګانونو ته دنده وسپارله، څو له دولتي ادارو او زورواکانو څخه د «افغانستان برېښنا شرکت» د پورونو په راټولولو کې له برېښنا شرکت سره جدي همکاري وکړي.

د طالبانو د ادارې يوه وياند انعام الله سمنګاني ویلي، چې طالب چارواکو د خپل اقتصادي کمیسیون په غونډه کې پر ځینو نورو موضوعاتو هم خبرې کړي دي.

د طالبانو له واکمنیدو سره ډېرو خلکو د اقتصادي ستونزو له امله د بریښنا لګښتونه نه دي ادا کړي او پوروړي شوي يې دي.

طالبانو نه دي ويلي، چې له « زورواکو» څخه يې هدف څوک دي؟

د دولتي ادارو او ټولو خلکو د بریښنا پورونو د نه ورکولو اصلي دلیل په هېواد کې حاکم اقتصادي ناورين ګڼل کېږي.

له طالبانو څخه د بریښنا مشتریان شکایت لري، چې له واکمنیدو سره یې د برېښنا بیلونه ورباندې زيات شوي.

بريښنا شرکت بيا په شفاف ډول د خپلو مصارفو په ټولولو ټینګار کړی او ویلي، چې که پخواني چارواکي یې میلیونونه افغانۍ پورونه ورنه کړي، کورونه او شتمنۍ به یې ور خرڅ کړي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان لویه برخه بریښنا له نورو هېوادونو څخه وارده شوې او د طالبانو له واکمنیدو وروسته بریښنا شرکت له دې اړخه په لسګونه میلیونه ډالره پوروړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب