Homeسپورتد فوټسال ملي لوبډلې تاجيکستان او ازبکستان نه ماتې وخوړه

د فوټسال ملي لوبډلې تاجيکستان او ازبکستان نه ماتې وخوړه

تاند:( دوشنبه، د حمل ۲۲ مه) د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې پرون او نن د اسيايي هېوادونو په لومړنيو سياليو کې له تاجیکستان او ازبکستان هېوادونو څخه ماتې وخوړه.

دا سيالۍ د قرغیزستان په پلازمېنه کې تر سره شوې، چې ویل کیږي افغان لوبډلې پکې همدا دوه لوبې لرلې.

د افغانستان د المپيک ملي کمېټې او بدني روزنې رياست لپاره د طالبانو ټاکل شوي رييس انجنير نظر محمد مطمین په دې اړه په خپله ټويټر پاڼه کې خواشيني ښودلې او لیکلي:« زموږ تمه ورته زياته وه، لاملونه به يې څيړم ان شاء الله، کمزورياني به په نښه کوو او د ملي ټیمونو د قوي کېدو لپاره به په بېلابېلو حلارو غور کوو.»

د ورزشي چارو کارپوهان وايي، چې طالبانو له واکمنیدو سره د افغانستان ورزشکاران هم په رواني لحاظ سخت ځپل شوي او د بایلې یو اصلي دلیل یې ممکن همدا وي.

پرون له ننګرهار ولايت څخه په یوه راپور کې وويل شول، چې انجینر نظر محمد مطمئن د ننګرهار د ورزش آمر نور احمد حبيبي، چې د افغانستان د سوک وهنې ملي لوبډلې غړی او د ګڼو بهرنيو سیالیو ګټونکی و، له دندې ګوښه او پر ځای یې د طالبانو یو مطبوعاتي مبلغ عبدالسلام وزیر وال ټاکلی دی.

وزيروال د نوې دندې په اړه د مننې پیغام کې، پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې د طالبانو د ادارې دفاع او ساتنه به کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...