Homeخبرونهبدخشان کې د ط او مخالفو ځواکونو تر منځ يې درنه جګړه...

بدخشان کې د ط او مخالفو ځواکونو تر منځ يې درنه جګړه شوې ده

تاند:( دوشنبه، د حمل ۲۲ مه) ‏د بدخشان په کوهستان ولسوالۍ کې د طالبانو او پر ضد یې د مقاومت کوونکو ځواکونو تر منځ د درنې جګړې خبر ورکړل شوی دی.

د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي د دې جګړې په اړه ویلي، چې هلته یې ځواکونو د عملیاتو په پایله کې ۷ تنه شر اچوونکي وژلي او څو تنه نور يې نيولي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې د بدخشان د يادې سيمې يو شمېر اوسېدونکو د ډېرو جزییاتو پرته په دې ولسوالۍ کې د درنې جګړې خبر ورکړی.

د طالبانو کومې مخالفې وسله والې ډلې تر اوسه د دې جګړې په اړه څه نه دي ويلي.

خبري سرچینې شکايت کوي، چې د طالبانو د سختو قیوداتو له کبله د دوی خلاف د جنګي فعاليتونو سمه خبر رسونه نه شي کولای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...