دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeسیمه - نړۍشهباز شريف د پاکستان نوی صدراعظم وټاکل شو

شهباز شريف د پاکستان نوی صدراعظم وټاکل شو

تاند:( دوشنبه، د حمل ۲۲ مه) د پاکستان په پارلمان کې نن د نوي لومړي وزير د ټاکلو لپاره رایه اچونه وشوه، چې شهباز شريف پکې د يوازيني کانديد په توګه لومړی وزير وټاکل شو.

د هغه پر وړاندې پرون د عمران خان د تحریک انصاف ګوند مرستيال او مخکينی خارجه وزير شاه محمود قريشي کاندید و، خو نن د یاد شوي ګوند اړوندو غړو له پارلمان څخه ډله ییزه استعفا اعلان کړه.

تمه کيږي، چې ‏‏شهباز شریف به نن ماښام اته بجې د نوي لومړي وزير په توګه د لوړې مراسم ترسره کړي.

پرون د عمران خان په غوښتنه د هغه لسګونه زره پلويان لاریونونو ته ووتل او د نوموړي د بې واکه کیدو خلاف یې اعتراضونه وکړل.

عمران خان تور لګوي، چې حکومت یې د امریکا په فشار د ده د مخالفو ډلو په وسيله ختم شو.

تمه کيږي، چې د شهباز شريف د کابینې ۱۲ وزارتونه به د نوموړي د اړوند ګوند ( مسلم لیګ نواز) ۷ وزارتونه د بینظیر بوټو د پیلپز ګوند، ۴ وزارتونه د مولانا فضل الرحمن د جميعت علمای اسلام او نور وزارتونه د عمران خان ضد ایتلاف د نورو ډلو ترمنځ ووېشل شي.

ويل کيږي، چې د پارلمان د غړي او د ملي جمهوري غورځنګ ګوند د مشر محسن داوړ نوم هم د کابینې د غړو په نوملړ کې شامل دی او بلاول بوټو ممکن د بهرنيو چارو نوی وزیر وټاکل شي.

له دې سره، د پاکستان د نوي ولسمشر په توګه د مولانا فضل الرحمن د ټاکل کیدو احتمال هم موجود دی.

نوی حکومت به په هغو سيمو کې د سره ټاکنې برابروي، چې د عمران خان د ګوند اړوندو غړو پکې له پارلماني غړیتوب څخه استعفاوې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب