دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهافغانستان کې د ایران خلاف لاريونونه، ایراني سفیر کرزي سره لیدلي

افغانستان کې د ایران خلاف لاريونونه، ایراني سفیر کرزي سره لیدلي

تاند:( دوشنبه، د حمل ۲۲ مه) په کابل، خوست او هرات ولايتونو کې نن د افغان کډوالو پر وړاندې د ایراني ځواکونو د ناوړه چلند خلاف بېلابېل لاریونونه شوي.

په کابل کې دا لاريون محدود او د ايران د سفارت مخې ته تر يوې اعتراضیه را ټولېدنې محدود و، خو په هرات کې قهرجنو معترضانو د ايران د کونسلګرۍ يوې دروازې ته اور اچولی او« مرګ پر ايران» شعارونه يې ورکړي.

په خوست کې بيا پراخ لاريون شوی او د افغان کډوالو پر ضد د ایراني ځواکونو د ناوړه چلند غندنه شوې ده.

له دې سره، هم مهاله په کابل کې د ایران سفیر نن له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي او ویلي، چې ځینې کړۍ د افغانستان- ایران اریکو د خرابيدو لپاره د افغان کډوالو خلاف د تاوتریخوالي جعلي اسناد برابروي.

حامد کرزي ایران د افغانستان ورور او تاریخي ملګری بللی او ورسره د ښو اړیکو په ساتلو یې ټینګار کړی.

ایراني ځواکونو په وروستيو کې پر یو شمېر افغان ماشومانو جنسي تېری او د نورو د شکنجې تر څنګ ټولو افغانانو ته سپکې سپورې ویلي، چې په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شويو ویډیوګانو یې توند غبرګونونه پارولي دي.

1 COMMENT

  1. د ایران – افغان د وروستی کړکیچ په هکله به د حوصلې او وخت د موندلو په صورت کی یوه لیکنه ترتیب او تاند ته ولېږم چی هیله ده له خپرېدو څخه ئې ډډه و نه سی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب