دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد بامیان والي د ښځينه معترضانو د نيولو ادعا رد کړه

د بامیان والي د ښځينه معترضانو د نيولو ادعا رد کړه

تاند:( دوشنبه، د حمل ۲۲ مه) د باميان ولايت لپاره د طالبانو والي عبدالله سرحدي په يوه ويډيويي پيغام کې ويلي، چې په دې ولايت کې د طالبانو د ښځينه معترضینو د نيولو خبر بې بنسټه دی.

نوموړي زياته کړې چې د طالبانو له استخباراتو سره یې هم په دې اړه خبرې کړي او هغوی د ښځينه معترضینو نیول رد کړي دي.

دغه طالب والي دا هم ويلي، چې په بامیان کې به بيا هم څوک ښځینه معترضانې ونه نیولی شي.

د طالبانو دغه مقام په داسې وخت دا څرګندونې کړي، چې يو شمېر افغانان طالب چارواکي په پراخو دروغ ویلو تورنوي.

د بامیان يو شمېر اوسیدونکو ویلي، چې د کورنۍ غړې یې په نيول شویو ښځينه معترضانو کې شاملې دي، خو د طالبانو له ډاره څه نه شي ويلای.

ويل شوي، چې ۱۱ ښځینه معترضانې له هغې وروسته طالبانو تېره اونۍ په بامیان ولایت کې بندیانې کړې، چې د طالبانو یوې ملاتړ غونډې ته په دې نوم بلل شوې وې، چې د نجونو د تړل شويو ښوونځيو د پرانيستلو لپاره غږ پورته کیږي.

دغو ښځو د غونډې له پای ته رسیدو وروسته، د اعتراض په توګه هغه بینر شلولی و، چې د باميان د ښځو له ادرسه د طالبانو ملاتړ پکې اعلان شوی و.

2 COMMENTS

  1. دا بي فرهنګ او بي ناموس نا مسلمان طالبان دومره دروغ وايي چي اسراييل او بي بي سي يي هم نه وايي، دوي د دروغو د ماشين دي. دوي نه انسانان دي نه حيوانات، نه پوهيږو دو څوک دي.

  2. طالب چې واک ته رسيدلی سم د پنجاب غوندې حکمومت په افغانستان کوي لکه په پښتونخوا کې چې په پښتنو کوي،دوی د بل هیڅ کار او عمل لپاره نه واک ته نه دي رسېدلي بلکې د افغانانو وهلو او کمزوري ته يي مخه کړې…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب