یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهملي امنیت ځواکونو په جلال اباد ښارکې د انسان تښتوونکو یوه ۴...

ملي امنیت ځواکونو په جلال اباد ښارکې د انسان تښتوونکو یوه ۴ کسیزه ډله نیولې

تاند ( سه شنبه، د سنبلې ۴) د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، چې د ملي امنیت ځواکونو په جلال اباد ښارکې د انسان تښتوونکو څلورکسيزه ډله نیولې ده.

د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وایي، یاده ډله د جلال اباد ښار اوومې ناحيې په مربوطاتو کې د ځانګړوعملياتو پرمهال نیول شوې ده.

خوږیاڼی زیاتوي، چې په نيول شويو کسانو کې د شمشير، سردارخان، قياس خان په نوم درې تنه یې د حصارک ولسوالۍ اوسېدونکي او د سراج په نوم یو یې د شيرزادو ولسوالۍ اوسيدونکى شامل دي.

د نوموړي په خبره نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او تر نورو څېړنو لاندې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په جلال اباد ښار او یو شمېر ولسوالیو کې د غلاوو او انسان تښتوونو پېښې زیاتې شوي او خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.

خو امنیتي مسولان بیا ډاډ ورکوي، چې ژر به د دوی اړوند نورې هغه ډلې هم ونیسي، چې په غلاوو او یا نورو ورانکاره پېښو کې لاس لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب