پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeخبرونهامریکا کې یوځل بیا د حکومت ضد لاریونونه پيل شوي

امریکا کې یوځل بیا د حکومت ضد لاریونونه پيل شوي

تاند ( سه شنبه، د سنبلې ۴) د امریکا په ویسکانسن ایالت کې یو ځل بیا داسې مهال د لاریونونو نوې څپه پيلیږي، چې پولیسو پر یوه غیرمسلح تورپوستي له شا ډزې کړي دي.

په رسنیو کې د دې صحنې خپره شوې ویډیوکې لیدل کیږي، چې « تورپوستی شخص موټر ته د ننوتو په حال کې دی، پولیس ورباندې ډزې کوي، هغه رانیسي جامې یې څېرې کوي او څو نورې ډزې هم ورباندې کوي.»

دې ویډیو یوځل بیا د تورپوستو سخت غبرګونونه را پورته کړي دي او دحکومت ضد یې پراخ لاریونونه په لاره اچولي دي.

د یادولو ده، چې له دې وړاندې هم د امریکا په ټولو ښارونو کې د یوه تورپوستي د وژل کېدو په تړاو سخت لاریونونه وشول او لاریون کوونکو ګڼو تاسیساتو ته اور ورته کړ.

https://taand.net/%d9%bc%d8%b1%d9%85%d9%be-%db%8c%d9%88%da%81%d9%84-%d8%a8%db%8c%d8%a7-%d9%84%d8%a7%d8%b1%db%8c%d9%88%d9%86-%da%a9%d9%88%d9%88%d9%86%da%a9%d9%88-%d8%aa%d9%87-%da%ab%d9%88%d8%a7%da%9a-%da%a9%da%93%db%8c/

د امریکا حکومت هغه مهال زرګونه لاریون کوونکي ونیول خو؛ د ټرمپ حکومت تراوسه هم د لاریون کوونکوغوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب