یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهمسولان: هلمند کې د کوکنارو د کښت د مخنیوي هڅې بریالۍ روانې...

مسولان: هلمند کې د کوکنارو د کښت د مخنیوي هڅې بریالۍ روانې دي

تاند ( سه شنبه، د سنبلې ۴)  د هلمند د کرنې ریاست مسولان وایي، چې په دې ولایت کې  د دوی څېړنو ثابته کړې، چې ګڼ بوټي له اقلیم سره توافق لري او کرکېله یې د دې ولایت لپاره ګټوره ده.

د هلمند د کرنې او مالدارۍ د ریاست د مسولانو په خبره خرما، اینجه، د ستروس میوه او نور هغه بوټي دي، چې په دې ولایت کې یې کرنې ښه پایله لرلې ده.

دوی وایي تمه ده، چې سلګونه کروندګرو ته په راتلونکو کلونو کې د دغه بوټو د سمې کرنې، پالنې د روزنې ترڅنګ پر زرګونه جریبه ځمکه ازمایښتي باغونه جوړ شي.

دوی وایي یاد بوټي په هلمند کې د کوکنارو د کرکېلې ښه بدیل دی او هیله من دي، چې په دې سره به د کوکنارو کرکېله په پوره توګه بنده شي.

کرنیز پوهان وایي په هلمند کې د نویو بوټو د کرکېلې دودېدل به د دې سبب شي، چې د نشه يي توکو له کښت او کاروبارڅخه خلک ډډه وکړي.

هلمند د هېواد یو له هغو ولایتونو څخه شمېرل کیږي، چې په کې کروندګر ډیر د کوکنارو په کرکېله بوخت دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب