سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهولسمشرټرمپ وایي د امریکا راتلونکې ټاکنې به له درغلیو ډکې وي

ولسمشرټرمپ وایي د امریکا راتلونکې ټاکنې به له درغلیو ډکې وي

تاند ( سه شنبه، د سنبلې ۴) د امریکا راتلونکو ټاکنو ته نوماندان په دې وروستیو کې د یو بل ضد سختې څرګندونې کوي.

ولسمشرټرمپ تازه د خپلو پلویانو یوې غونډې ته ویلي، چې  د دې هېواد را روانې ټاکنې به له پراخو درغلیو ډکې وي.

نوموړي زیاته کړې: «سیال ټیم یې هڅه کوي، چې ټاکنې د پست له لارې وشي خو، دا به له درغلیو ډکې ټاکنې وي.»

ټاکل شوې راتلونکې نومبر میاشت په امریکا کې ولسمشریزې ټاکنې ترسره شي.

په دې ټاکنو کې د ولسمشر ټرمپ ستر سیال جوبایډن دی.

https://taand.net/%d9%88%d9%84%d8%b3%d9%85%d8%b4%d8%b1%d9%bc%d8%b1%d9%85%d9%be-%d8%af-%d8%ac%d9%85%d9%87%d9%88%d8%b1%d9%8a-%d8%b1%db%8c%d8%a7%d8%b3%d8%aa-%d8%af-%d9%bc%d8%a7%da%a9%d9%86%d9%88-%da%81%d9%86%da%89%db%90/

په امریکا کې ټولې ترسره شوې نظرپوښتنې ښيي، چې ټرمپ تر جوبایډن ډېر شا ته دی او د دې احتمال شته، چې راتلونکو ټاکنوکې جوبایډن بریالی شي.

https://taand.net/%d8%ac%d8%b1%d8%af-%da%a9%d9%88%d8%b4%d9%86%d8%b1-%d9%88%d8%a7%db%8c%d9%8a-%da%a9%d9%87-%d9%bc%d8%b1%d9%85%d9%be-%d8%af-%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7-%d9%88%d9%84%d8%b3%d9%85%d8%b4%d8%b1%db%8c/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب