نعمت الله صدیقي
موږ چې د کومې روښانفکرۍ د سقوط او د هغې د عواملو خبره کوو، دا یې باید په سر کې واضحه کړو، چې له روښانفکرۍ مو مقصد او هدف همغه روښانفکره مشروطیت غورځنګ او اماني دوره ده، چې خواوشا سل کاله وړاندې یې د لفظ روښانفکرۍ په اصلي مانا هم له فکري او نظري پلوه او هم یې د عملي سیاست له مخې په افغاني ټولنه او سیاست کې تر دوه لسیزو زیات د فکري او عملي سیاست کامیابه مبارزه او جدوجهد وکړ، چې هم د ننني سیاست په اصطلاح پوزیسیون او اپوزیسیون دواړه دورې یې تېرې کړي دي.
پوښتنه دا ده، چې کومو مبارزو او سیاستونو ته کامیابه مبارزې وویل شي او اساس یې هم له روښانفکرۍ سره تړلی وي؟ یعنې فکري او نظریاتي اډانه او بنسټ یې عقلاني وي، هغه مبارزې او غورځنګونه څنګه سقوط شي یا شول؟ تر دې هم زوروره یې دا، چې بیا له سترو امپراطوریو د جګړو ګټیالي هم وو، حاکمیت یا په اصطلاح حکومت او د خپل دور مډرن او جدید نظام خوا ته یې تمایل او تکمیل هم بې سارۍ و، څنګه د یوه داسې نالوستي، بې علمه او له سیاسته ډېر لرې د غله او رحزن په لاس او فتوا په څو ورځو کې په هر حواله د هغه وخت نسبتاً پياوړی سیاسي او روښانفکره نظام او سیاست له منځي ځي؟
ښايي دا پوښتنې کلیشوي هم وي؛ خو هغسې لکه لازمه چې وي، موږ عموماً ځواب ځکه نه دی اخیستی، چې له هغې نظام وروسته د سلو کلونو په اوږدو کې مو ګڼ نور سیاسي او روښانفکري نظامونه هم په لږ و ډېر توپيرونو له منځه تللي او له پښو غورځول شوي دي. دا شاید زموږ د سیاسي او اجتماعي علومو څېړونکیو ته هم ځکه سخته وي، چې زموږ د سیاسي بازارونو او دوکانونو فکري او نظرياتي ایډیالوژۍ دومره دي، چې په دې وروستیو کې یې له پوهانو او روښانفکرانو هم لار خطا کړې ده او د دوی نقش هم اوس هغه نه دی پاتې، کوم یې چې اصل مسوولیت او رسالت دی.
د مشروطیت روښانفکره غورځنګ چې دوه دورې لري، لړمړی یې د امیر حبیب الله خان په واکمنۍ کې پېل او د همدې امیر په حکم يې د غړیو او مشرانو په وژلو او زنداني کولو پای ته رسېږي. دویم هغه یې هم د همدې غورځنګ له پای ته رسیدو لږ وروسته بېرته د همدې امیر په وخت کې پېل او د امیر له وژنې وروسته یې د اعلیحضرت امیر امان الله خان په مشرۍ د واکمنۍ او حکومت چارې په لاس کې اخیستنې او بېرته د همدې امیر امان الله له تبعید سره پای مومي.
سره له دې، چې د ځينو څېړونکیو په اند اماني دوره د مشروطیت له غورځنګ سره یوازې په هغو مواردو کې شریکه وه، چې د حکومت او نظام په چلونه کې یې د دې غورځنګ له کلي نظریاتو او افکارو یې سرچینه اخیسته، چې دا په خپله هم یو بېل او پېچلی بحث دی؛ خو هغه څه چې زموږ لپاره مهم دي، هغه د همدې دواړو مشروطیه دورو او د امیر امان الله خان د واکمنۍ ځینې هغه مغالطې او تېروتنې دي، چې له مخې یې د هغه وخت روغ ملي او روښانفکره غورځنګونه سقوط شوي دي او باید د دې عواملو او مغالطو یادونه او عتراف ځکه هم په زغرده وشي، چې په خپله اعتراف او د ماتې منښته هم د روښانفکره او ملي غورځنګونو یو مهم اصل او اخلاق وي.
موږ دغه عمومي عوامل او لاملونه په لاندې ډول رااخلو:
۱ ـ د مولوي سرور واصف او د هغه د روښانفکره ملګریو په مشرۍ د لومړی مشروطیه غورځنګ سره له دې چې ډېر محتاط هم وه؛ خو د وخت له مستبدو واکمنو سره یې مصلحت ونکړ؛ بلکې لکه څنګه چې د روښانفکرۍ اصل و؛ په همغه اساس یې نظام او واکمنۍ ته په اصطلاح ایغه نیغه وویله. په دې برخه کې د دویم مشروطیت کمال همدا و، چې د همغه د لومړني مشروطیه د وخت د واکمنو په شتون او شرایطو کې یې فعالیتونه داسې پیل کړل، چې نه سیخ سوی او نه غوښه!! یعنې د امیر حبیب الله خان په نظام او واکمنۍ کې یې دویمه مشروطیه پېل کړه؛ خو له واکمنو سره چلن او مصلحت یې دا و، چې که د واکمنۍ د طبیعت برعکس خبره به یې هم ورته کوله؛ نو د واکمنۍ له ښیګړو او امیر ته د یو لړ صفتي القابو له ستاینو وروسته به یې پرې خپله خبره تېره کړه. مطلب د لومړي مشروطیه والو خپل جديت یا خبره دومره جدي او د سر په بیه نېول نه وو پکار او بیا یې دا هم چې امیر ته د دربار یو شمیر چاپلوسو او غوړمالانو سرګوشۍ او ذهنیت ورانۍ هم کاوه او واکمني هم ظالمه او مستبده وه او د دوی فعالیتونه هم پټ او خاموشه وو.
۲ ـ دویم مشروطیت سره له دې، چې مبارزه یې تر لومړني هغه د تجربې په اساس هم یو څه ډېره وه او په نظام دننه هم خاصو ځایونو او شخصیتونو ته ټولمنلي وو، خبرو او د کار نتایجو او پوهې او افکارو یې هم په کافي اندازه خلک متاثره کړي وو؛ نو چې څومره ژر او تدبر یې حکومت او واکمنۍ ته لار وکړه، په همدومره اجله او بېړنیو اقداماتو یې واکمني هم له لاسه ورکړه. سره له دې چې د امیر حبیب الله خان د وژنې لاسوندونه مختلف دي؛ خو اماني دورې یا مشروطیه هم واکمني پر یوې سرې ورځې اخیستې ده. چې دا د هغه وخت؛ بلکې له پخوا راهیسي د اکثریت نظامونو او واکمنیو د ادلون او بدلون یو معمول و. دا اوسنۍ واکمنۍ، حکومتونه او نظامونه هم په زور او سرو سترګو اخیستل د همغه معمول یو روایت دی.
۳ ـ دویم مشروطیت چې اقتدار او واک ته ورسید، د ځوان او مستعد امیر ټاکنه که له یوې خوا بهترین انتخاب او ټاکنه وه؛ نو بل خوا یې مجبوري هم وه، ځکه د هغه وخت مشروطیه غوښتونکيو د همدې امیر امان الله خان سره د فکري او نظریاتي تړاو بندونه پېیلي وه، خو د امیر ځېنو خودسریو او نرګسیتونو مشروطیه غوښتونکي هم ناراضه او هم سره وپاشل. علامه حبیبي، چې د مشروطیت غورځنګ تر ټولو مستند ماخذ او روایت دی، په خپل کتاب کې په همدې باب څو اعتراضونو ته اشارې کوي:
(په (۲) ماده کې د لومړي وزیر یوازې د نامه یادونه کېږي، چې که شاهانه ذات نه وي، لومړی وزیر د مشرتابه دنده ترسره کولای شي؛ خو بیا په (۲۸) ماده کې وايي: (لومړی وزیر او نور وزیران د پاچا د لورینې او وړتیا له مخې ټاکل کېږي) په داسې حال کې چې د ټولو وزیرانو مسوولیت د یوه غېر مسوول پاچا په وړاندې په (۳۱) ماده کې په ډاګه شوی دی، چې په داسې حال کې مسوول سړی په هېواد کې نشته، ځکه خپله پاچا چې د لومړي وزیر او وزیرانو ټاکونکی ټول اجراْئیه ځواک له هغه سره دی او هغه هم په خپله غېر مسوول دی، که څه هم په خپله امان الله خان د خپلې واکمنۍ په لومړیو کې د قوانینو ډېر پابند و، په دغسې اساس قانون کې هم عامه حقوق، لکه دا لیکونو خوندي ساتل، (۷۳ ماده) ځای کړی شوی دی، چې دا پخپله د افغانستان په تاریخ کې یو په زړه پورې او د پاملرنې وړ ګام و، خو دا چې مسوول نظام د دغه قانون په اصل کې نه و؛ نو یوازې د پاچا ښه نیت او پېرزوینې ونه شوای کولای، چې د رژیم د ناولتیا وو او فسادونو مخنیوي وکړي او له ترڅو کالو وروسته موږ ولېدل، چې څه ډول ناپوهو او فسادګرو کسانو د دربار په شاخوا کې ځای وموند او هېواد یې د (۱۳۰۷) کال د ژمي د اړدوړ منګولو ته وروسپاره او لېدل شو، چې هغه هېوادپال پاچا په دربار کې د خپلو غرضي او فاسدو درباریانو د ناوړو کړو وړو قرباني شو، هغوی په هغه چاپېریال کې په چاپلوسۍ او غوړمالۍ د هغه د نبوغ والي چغې او نارې پېل کړې، چې هغه یې له روحي پلوه تر اغېز لاندې راغی. دا چې انسان خطا کوونکی دی، هغه غرور چې د ده له ښه نیت او هېوادپالنې سره نه جوړېده، د ده په برخه شو.
د بېلګې په توګه اروښاد داوي ویل په (۱۳۰۳ش) کال د جنوبي قبایلو شورش د ګوډ ملا عبدالله په مشرۍ پېل شو، د درنو او ملا ماتوونکو خرڅونو او زیانونو په پای کې غلی شو، په خپله پاچا د اشرارو د (۵۴) تنو سرغاړو د اعدام حکم د ملا عبدالله او ملا عبدالرشید په ګډون (۱۳۰۴ش د جوازا ۴ مه) ورکړ، داوي چې په هغه وخت کې د سوداګرۍ وزیر او د دربار له نژدې کسانو څخه و، وویل:
(ښه به دا وي، چې دا په اعدام محکوم خلک محاکمه شي او د قاضي په حکم ووژل شي، پاچا په قهر او غرور وویل لکه چې نه پوهېږئ، چې زه د امیر عبدالرحمان لمسی یم!!!)
هغه هېوادپال پاچا چې له اروپا څخه بېرته کابل ته راغی او په ځېنو ګټورو (خو له وخت مخکې) کارونو یې لاس پورې کړ، د هغوی انعکاس په ځوانه طبقه کې، چې د ده نژدې ملګري هم وو، په زړه پورې نه و او موږ ولېدل چې د پغمان په لویه جرګه د شیر ارتي زوی د هغه وخت وزیرانو د محاکمې خبره وکړه، د ستوري ماڼۍ په غونډه کې عبدالرحمان او عبدالهادي چې د ده د مشروطیت او د واکمنۍ د دورې ملګري وو، د روا او کټور مخالفت (خو په بېړنۍ توګه) په لاره ولاړل. ( په افغانستان کې د مشروطیت غورځنګ، ۲۰۷ـ ۲۰۸ مخونه، لیکوال: پوهاندحبیبي. ژباړه: پوهنمله رحیمه)
اماني دوره که څه هم مشروطیت غورځنګ ته منسوبه دوره ده، خو له دې پېښو معلومېږي، چې د مشروطیت د غورځنګ د روښانفکرانو ونډه او نقش وروسته ورو ورو په کې پیکه شوی او بې خونده شوی دی.
۴ ـ په مشروطیت غورځنګ کې چې ځينې ډېر نظریاتي یا فکري ژمن وو، د اماني دورې یا حکومت په راتلو د ځېنو مشروطیه والو په څوکیو او منصبونو اخیستو هم ناراضه او معترض ول، دغې ناراضۍ او لږ و ډېر د پاچا خودسرۍ د مشروطیه غورځنګ انسجام او همغږۍ ته د نفاق یو سبب جوړ کړ، چې په لویه کې یې خپل فکري او نظریاتي تړاوونه هغسې پاتې نه شول، لکه پخوا چې وو یا لازم وو. د یادونې وړ دا ده، چې نارضه مشروطیه والو ناراضي کله هم د څوکیو یا منصبونو پر وجه نه وه؛ بلکې پر نظریاتي او فکري تړاوونو د کمرنګي تمرکز او لومړیتوب وه. دا هم د علامه حبیبي د خولې روایت دی، چې:
(دلته به بې ځایه نه وي، چې د هغو خبرو یادونه وکړو، چې د دویم مشروطیت یو شمېر کیڼ پلوو ځوانانو به له خپلو ملګریو سره د واکمنۍ تر ترلاسه کولو وروسته کولې، دغې ډلې واکمن ځواک د بدمرغۍ او د اماني دولت د رانسکورېدو مسوول باله.
ښه مې په یاد دي، چې پر ۱۳۰۶ش) کال یوه ورځ د کندهار ښار د لودنیانو په کوڅه کې د عبدالرحمان لودین او تاج محمد بلوڅ ترمنځ د ملګرتیا خبرې پېل شوې، دوی دواړه له یوې خوا د دویم مشروطیت ملګري او له بلې خوا یې د خپلوۍ اړیکې هم سره درلودې(دلودین خور د بلوڅ د زوی مېرمن وه) لودین په خپل ځانګړي ظریفانه لهجه خپل ملګري ته ویل: (دا تاسې یې چې ځوان او نیکي غوښتونکی پاچا چې له پلار سره یې ډېر توپیر لاره، ورک لاری، ګمرا کړی او د هغه د خپلسریو مخنیوی نه کوئ، اخر موږ د مشروطیت او د مشروطیت په نامه قرباني ورکړې، په نتیجه کې مو یو زورواکۍ(مطلق) پاچا رامنځته کړ، تاسې دا دی حکمران شوئ، هغه بل چې فرشباشي و، وزیر او سفیر شو او هغه بل سرجماعه بیا د بهرنیو او حربیې وزیر شو، آیا زموږ هلې ځلې او قربانۍ د همدغو څوکیو لپاره وې؟ اخر مشروطیت چېرې دی؟ یو ناخبره ځوان مو راوست د هېواد ټول مادي او مانوي شتمنۍ مو د هغه په لاس کې ورکړې، که څه هم ښه نیت لري. هېواد ته رښتینی او وفادار دی، بیا هم انسان خطا کوي، مشروطیت دا دی، چې هغه باید خلکو ته مسوول لومړی وزیر وټاکي، د خلکو له استازیو څخه باید انتخابي جرګه جوړه کړي، دی دې غېر مسوول وي؛ خو خلک باید مسوول صدراعظم او د هغه کابینه د خپلو غوښتنو او سر ټکونو ځواب ورکوونکې ومومي.
لودین زیاته کړه: زه له دغه رژیم سره، چې د یو شمېر ناپوهو غرض لرونکیو د ناوړو کړو وړو له امله ورکېدونکی دی، څه موده د هغه ژمنو له مخې چې ما ګوند ته درلودې، همکاري وکړه، دغه ټکی مې پاچا او درباریانو ته ویلی او رسولی دی، دا چې وایې نه ورېده، کابل مې هم پرېښود او دا دی، په پلرني کور کې په نوم ورکې کوڅه کې ناست یم؛ خو تاسې چې له پاچا او د هغو له درباریانو سره اړیکې لرئ، زما له خوا ورته ووایاست، چې:
ګر این مکتب و این ملا کار طفلان خراب می بینم) (همغه پورته ماخذ، ۲۱۵ـ ۲۱۶ مخونه)
۵ ـ اماني دورې له مقدسو ارزښتونو سره تامل یا په دغه برخه کې بېړه یې هغه څه وو، چې د افغاني ټولنې زماني او مکاني بستر یې ورسره لا هم نه و جوړ، سره له دې چې هېڅ کره لاسوندونه یې دغو ارزښتونو ته په سپکاوي څوک نشي ثابتولی؛ خو هغه لږ و ډېر ازادانه څرګندونې او عمل یې هغه څه وو، چې دغه پر ولس او ملت میین پاچا ته یې د تکفیر د تبر لاستی جوړ کړ، بیا هم د علامه حبیبي په قول:
(په همدغه حال کې د ښکېلاک د لاسپوڅو هلې ځلې د اماني رژیم پر خلاف په پټه راپيل شوې، د پاچا د تکفیر لپاره یې ملا ډوله څېرې راوپارولې، د ملکې ثریا نیم لوڅي او مصنوعي مونتاژ شوي انځورونه یې د ساده او ناپوهو قبایلو په منځ کې خپاره کړل، چې څو سترګې کښته پورته کېدې، خبره تودې وسلې ته ورسېده او له شینوارو (ننګرهار) او کابل له شمال څخه د پارېدنې غږ راپورته شو او هم هغه و، چې زیارکښو بزګرانو له کلیو په شورش لاس پورې کړ، هغه چې په خپله د دولت کارکوونکیو د هغو لپاره د رامنځته کېدو لاره برابره کړه او پردیو بیا بیا هغه اور ته د زړه له کومې لمنه ووهله) (همغه پورته ماخذ، ۲۱۵ مخونه)
د مشروطیت غورځنګ روښانفکران چې پر دغه ملي او اسلامي نزاکتونو او پر هغې د ولسي عکس العمل پر اساسیت درک کولو هم پوهېدل، دا یې ښه نه ګڼله؛ حتی کله چې د پغمان جرګې ته ملکه ثریا لوڅ مخ راځي، مشروطه وال پرې د ولسي حساسیت له مخې اعتراض کوي، پر سبا یې له دوی د استعفی غوښتنه کېږي، چې د عبدالرحمان لودین، عبدالهادي داوي او میر قاسم خان، چې د مشروطیت مهم غړي او د حکومت د وزیرانو پر کچه خلک وو، له دولت ویستل کېږي؛ خو په خپله امیر امان الله خان بیا هم د واکمنۍ او قدرت سرزورۍ او بیړنۍ هېودانۍ مینې ډېر کله داسې خودسره او خپلسره فېصلو کولو ته اړ کړی و. مانا دا چې که یو غورځنګ یا حکومت هر څومره د لوړو ملي، روښاني او حقوقي چوکاټونو او نظامونو ادعا هم کوي؛ خو چې ولسي، ملي او په شرقي ټولنو کې عقیدوي حساسیتونه او سرې کرښې درک نکړای شي، دا ممکن خوب او خیال وي.
۶ ـ اماني دوره چې د لنډ مهاله مشروطیت یا روښانفکرې مبارزې په اساس رامنځته شوی نظام او واکمني وه؛ زماني واټن یا د ارتقا مراحل او مزل یې بېخي کم او لږ دی، ځکه په عمومي ډول د داسې فکري یا نظریاتي تحریکونو او غورځنګونو نتایج د اوږد مهاله ښونیزو، تهذیبي او ثقافتي ویښتیا او روښانتیاوو په پایله کې رامنځته کېږي، چې ریښې يې خورا مضبوطې او نه ایستونکي وي، مشروطیت غورځنګ چې د اماني واکمنۍ دورانیه هم ورسره ملګرې کړې ایله خواوشا دوه لسیزې مبارزوي دورانیه یې وه او موږ په دې پوهېږو، چې په دوه لسیزو کې حتی د ابتدايي روښانفکرۍ او مشروطیو زړي هم په خورا سخته کرل کېږي، دا له زماني او مکاني دواړو پلوه خورا سخته وه، چې په داسې یوه استبدادي او جنګ وهلې ټولنه او خلکو کې دې یو دم په دغسې مهمو او فکري ریفورمونو او اصلاحاتو یوه نه پاېیدونکې او نه بایلونکې معرکه ګټلې وای.
په هر صورت دا او داسې ګڼ نور عوامل هم شته، چې زموږ د سیاسي او اجتماعي علومو څېړونکي او محقیقن یې باید د ښه نیت په اساس تحلیل او تفسیر کړي، چې د نن او سبا ورځې روښانتیايي او فکري تحریکونه او غورځنګونه یې له هغو اشتباهاتو او مغالطو ځان وساتي، چې زموږ د همدې غورځنګونو او خلکو د ناکامیو او سقوطونو سبب شوي دي.
له نورې دنیا سره شاید زموږ یو ډېر ښکاره او څرګند توپير همدا وي، چې د تنقیدي شعور دراوزې مو په پرلپسې توګه د همدې روښانفکرو کړیو په روایت او مسیر کې هم بندې ساتلي دي، غربي مفکر فوکو یاما چې د تاریخ د خاتمې یا پای اعلان وکړ، لږ وروسته یې درک کړه، چې زما ادعا غلطه وه او ښکاره یې د خپلې مغالطې د سموونې اعتراف وکړ، موږ چې عملاً پرلپسې د همداسې ګڼو فکري او روښانفکرو نظامونو او تحریکونو د ناکامیو او سقوطونو شاهدان یو، یو علت یې همدا د غلطیو او مغالطو نه اعتراف هم دی، چې دا د معاصرې نړۍ له هېڅ علمي او منطقي ژبې او استدلال سره سمون نه خوري.
کالم / رنسانستان
ګران صدیقی، دغه لیک لاندې، درې کاله پخوا په فیس بوک کې وستول شو ، وروسته له دې چه زما د پلار سوانح مې چه کلونه پخوا لیکلی ؤ د نادر، وروسته نادرشاه مرزا، د طاهر او ظاهر استاد، طاه یې په چه ډېر هوښیار او ویښ هلک ؤ په فرانسه کې مړ شو، زما په اڼډ ؤوژل شو او هوشبرک او بې عقل ظاهر یې په ۱۸ یا ۱۷ کلني کې پاچا شو! زما پلار ټینګ مشروطیت باندې یې کار کاؤ او بې ډار سړی ؤ! مشوطیت په افغانستان کې غربي اروپا نه غوښته او د غربي اروپا له خوا غلامان یې لکه مجددیان د تخریباتو لاره جوړه شوه او زما د پلا ؤرکول هم د صبغت الله مجددی ماما له خوا ؛ فاروق عثمان د وزیر داخلې له خوا په وزارت داخله کې ټوټې او د شمالي په ګلدره کې په لسګونو سوریو کې واچول شول او آوازه د تښتېدو ورپسې او موږ پلخمري ته وسړل شولو!، اوږده قصه ده او ټول مشروطه خواهان له مینځه یوړل شول، ۸۳ کلن یم او ذره په ذره خبر، د نادر شاه کورنۍ سره تربور د خپلې مقدسې مور له خوا چه سخته دښمني یې وه د نادر شاه او کورنۍ سره یې!.:
جناب کاسی صاحب بزرگوار سلام فراوان خدمت تان تقدیم می نمایم
مقالهٔ علمی ٫ تحقیقی و تاریخی شما را اندر باب کارنامه ها و شخصیت نامدار سیاسی دورهٔ زمامداری امان الله غازی را که در
ویبسایت پیام وطن نشر شده بود خواندم
من از ولسوالی آقچه ولایت جوزجان هستم. پدرم با انتباه از شهره و شخصیت بی بدیل تاریخ سیاسی کشور ما شهید مرزا شیراحمد
خان ٫ نام منی ناقابل را نیز شیراحمد گذاشته بود . پدر مغفورم که به سن ۱۰۰ سالگی وفات نمود از مردانگی ٫ شجاعت و شیوهٔ
اداری بر عدالت استوار آن فاضل نامور را همیشه برای ما حکایت می کرد . باعث مزاحمت و خستگی شما نمیشوم . خدای منان
پشت و پناه شما باشد
احمد
یو وارې بیا ګران صدیقی ته، هېر مې شو چه ؤلیکم چه پلار مې د امان الله خان منشي او آخر دوه ؤ کلو کې مشاور تر هغې ورځ چه امان الله خان له کابل نه خدای پاماني وکړه!
مننه جناب کاسی صاحب کاش ستا او ستاسې د پلار خاطرات ولیکل او خوندي شي، زه خوښ یم چې د مشروطیت دورې ته د یوه نسبتاً نږدې روایت سره مکالمه کوم
ګرا نعمت صدیقي، دلته کوز تاسو ته خپل د ایمیل پته لیکم، که چېرې غواړی، ټوله سوانح او خدماتو دوره او څرنګه ټوټې ټوتې شو مکمل او مستند سوانح به یې تاسو ته ؤلېږم:
[email protected]
ستاسې له مهربانی مننه کوم
ستاسې له مهربانی مننه کوم