شنبه, مې 11, 2024
Homeخبرونهد طالبانو له کړنو د یو شمېر دیني عالمانو شکایت

د طالبانو له کړنو د یو شمېر دیني عالمانو شکایت

تاند ( شنبه، د دلوې ۱۴ مه) په داسې حال کې چې طالب چارواکي له دیني عالمانو د دوی پر رژیم د علني نیوکو په نه ترسره کېدو ټینګار کوي، تازه پر ټولنیزو رسنیو د دوی له رژیم څخه د یو شمېر دیني عالمانو د شکایت ویډیوګانې خپرې شوي.

یوه شیعه دیني عالم پرون د جمعې په ورځ د یوې موعظې پر مهال شکایت کړی، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوند زاده د شیعه دیني عالمانو د شورا استازو سره لیدل نه دي منلي، خو  یوه پاکستاني ملا( فضل الرحمان) سره یې لیدلي.

هغه زیاته کړې، چې دوی د طالبانو په شان د ده په باور« اسلامي شریعت» او واکمني غواړي، خو د توند چلند خلاف دي.

په ورته وخت کې، د کندوز ولایت د یوه دیني عالم مولوي عبدالشکور د یوې وینا ویډیو خپره شوې، چې د طالبانو د رژیم کړنې پکې نقد شوي او توندې نیوکې پرې شوي.

د هغه په وینا، طالب رژیم پر خپلو مخالفانو اول« ټاپه» وهي، له مقاومت ډلې او نورو سره په تړاو یې تورنوي او بیا ورباندې« چاپه »اچوي.

مولوي شکور د قسم له یادولو سره ادعا کوي، چې په دې او د طالبانو د رژیم د نورو بې عدالتیو په اړه کره معلومات لري.

هغه په دې تړاو نور جزییات نه دي ورکړي.

د طالبانو چارواکو د دغو دیني عالمانو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

څو ورځې مخکې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي له دیني عالمانو وغوښتل، چې د ده په خبره د دوی پر رژیم نیوکې ونه کړي او « تخریب» یې نه کړي.

په دې اړه دلته نور لوستلی شئ:

یو طالب وزیر دیني عالمانو ته؛ په نیوکو به زموږ نظام نه تخریبوئ – تاند (taand.net)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب