Homeخبرونهد خپل رژیم له کړنو د سراج الدین او خلیل الرحمان حقاني...

د خپل رژیم له کړنو د سراج الدین او خلیل الرحمان حقاني دفاع او پر مخالفانو نیوکې

تاند ( شنبه، د دلوې ۱۴ مه) د طالبانو د کورنیو او کډوالو چارو وزیرانو( سراج الدین حقاني او خلیل الرحمان حقاني) پرون په خوست کې د یوې مدرسې د فراغت غونډې پر مهال بېلابېلې څرګندونې وکړې.

سراج الدین حقاني په دې غونډه کې له یوه لوري د « اسلامي شریعت او حدودو» د تطبیق په نوم د خپل رژیم د کړنو ننګه وکړه او ویې ویل: څه چې د اسلامي شریعت د تطبیق په مخالفت ویل کیږي، دا زموږ اختراعات نه دي، چې موږ یې کوو، دا الهي احکام دي او موږ یې عملي کوو.

هغه د دې تر څنګ له طالب چارواکو وغوښتل، چې خلکو سره په چال چلند کې د غرور او سختۍ پر ځای حوصله او نرمۍ نه کار واخلي.

په دې غونډه کې د طالبانو د کډوالو او بیرته را ستنیدونکو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني بیا د دوی مخالفان « منافقان، مرتدان، زندیق» او په نورو توندو نومونو یاد او خپل رژیم« مسلکي او افغان شموله» وباله.

د ده په وینا، هغوی چې د دوی رژیم غیر مسلکي بولي، خپله غیر مسلکي دي.

د طالب چارواکو ورته څرګندونې د دوی د پلویانو له هرکلي، خو د مخالفانو توندو غبرګونونو سره مخ کیږي.

2 COMMENTS

  1. توبه مې دې وي، یو د اوږدې لکۍ خر راپاڅي او د شریعت خبرې کوي چې بیخي ورسره نه ښایي. د کوم نظام ننګه کوې چې چاته نظام نه بلکې د یو څو جاهلو او قاتلو ډله ده. د شریعت خبره هغه قاتلین کوي چې دا شل کاله یې بې ګناه افغانان د پاکستان او امریکا لپار ووژل او بیا د هغوی په ډګه سپاره بیرته راوستل شو.

  2. په ډېره خواشینۍ سره د افغانستان د څلوېښتو میلیونومسلمانانو سرنوشت د ملا آی اس آی د ځرویعنې د داسې جاهلانو ، احمقانو ، زندیقانو ، کا‌ذبینو ، مرتدینو او بې لکۍ خرو په لاس کې ده ، چې په خپلو خبرو نه پوهیږي ، څه یې له خولې راوځې . د خپلو مخاطیبیونو احترام نه کوي او د مجلس نزاکتونه هم نه مراعاتوي . آخره زمانه شوه ، د ګران او محبوب پیغمبر وارثانو په ټغر داسې ذندیقان ناست دي . افغانانو الله مو مل شه .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...