پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهپه افغانستان کې بندي بریتانیايي وايي، دوزخ ته په ورته قفس کې...

په افغانستان کې بندي بریتانیايي وايي، دوزخ ته په ورته قفس کې ساتل کېږي

تاند (یکشنبه، د وري/ حمل ۱۷ مه) د بریتانیا د مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، یوه متقاعد بریتانیايي، چې له څه باندې نهو اوونیو راهیسي د طالبانو له خوا نیول شوی، د افغانستان په یوه سخت محبس کې خپل حال داسې بیان کړی: «څومره چې تصور کولی شم، دا دوزخ تر ټولو ورته ځای دی.»

پیټر رینولډز، چې ۷۹ کلن دی، د کابل په پلچرخي محبس کې له یوه کرايي تیلیفون څخه خبرې کولې، او د خپلې ۷۶ کلنې مېرمن باربي په اړه یې هم اندېښنې څرګندې کړې، چې د ښځو په بلاک کې بندی ده.

هغه وویل: «زه په داسي حال کې چې په لاسو او پښو کې مې زولنې دي، له جنسي تېری کوونکو او قاتلانو سره په یو ځای کې بندي یم. په هغوی کې یو داسې کس هم شته چې خپله مېرمن او درې ماشومان یې وژلي دي، او بې وقفې چیغې وهي — داسې ښکاري لکه پېریانو چې نیولی وي.»

ښاغلي رینولډز وویل، هغه ځای چې دی پکې ساتل کېږي، په حقیقت کې قفس دی خو دوی یې کوټه قلفي بولي د ښځو د بلاک په پرتله یې شرایط VIP ښکاري. هغه وویل، د ورځې یوازې یو ځل خواړه ورکول کېږي، چې زیاتره وخت پکې وچه ډوډۍ، د نخودو خوراک او د شین چای شامل وي، او له همدې امله یې وزن کم شوی دی.

هغه زیاته کړه: «فضا دلته ډېره بده ده. زه د افغانستان د ټولنیزو ستونزو په اړه ډېر څه زده کوم. د زندان ساتونکي تل چیغې وهي او خلک له پایپ څخه په جوړه شوې متروکه وهي. دا یوه وېروونکې فضا ده — تر ټولو نژدې څه چې زه یې ورسره پرتله کولی شم، هغه دوزخ دی.»

په افغانستان کې د اروپایي اتحادیې ماموریت یوه وکیل ته اجازه ورکړل شوې وه چې تېره اوونۍ هغه ته درمل ورسوي. نوموړی د زړه ناروغي لري او درمل یې په تېرو اوونیو کې خلاص شوي وو.

تر اوسه پورې پر دوی هېڅ ډول تور نه دی لګول شوی، او نه هم دا څرګنده شوې چې د روان کال د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه ولې پیټر او باربي، د دوی ژباړونکی جایا، او له چینایي ـ امریکایي ملګرې فې هال سره یو ځای نیول شوي دي.

نوموړی له خپلې ماندینې سره له کابله بامیان ته روان و چې ونیول شو.

1 COMMENT

  1. دا امکان شته چې په هزاره مېشتو سیمو کې یې خدمت کړی وی اوطالبانو د عیسویت په خپرولو . همداراز، د طالب د رژیم پر ضد خپرونو، د شریعت د قانون ماتولو او برتانیا ته د جاسوسۍ په تور تورن شوی وي.

    دا جمهوریت نه دی، بلکې امارت دی چې توندلاري افراطي طالب جنګیالي یې رهبري کوي. دوی په نړیواله کچه انساني او بشري حقوق نه مني، بلکې د خپل تعبیر له مخې شرعي حقوق تعریفوي، کوم چې د نړیوالو قوانینو او اصولو سره په ټکر او تناقض کې دي.

    یا خو هره خیریه مؤسسه باید خطر په پام کې ونیسي، قدم په قدم د طالب د قوانینو او اوامرو اطاعت وکړي، او یا باید خپل ژوند داسې خطر ته ونه سپاري چې برخلیک یې نامعلوم وي او د زجر سبب شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...