جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد ایران ولسمشر؛ که امریکا خبرو ته لېواله دی، نو ګواښ څه...

د ایران ولسمشر؛ که امریکا خبرو ته لېواله دی، نو ګواښ څه معنا

تاند【یکشنبه د حمل ـ وري ۱۷مه】د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وایي، که امریکا ریښتیا هم خبرو ته لېواله وي، نو په خبره یې، دغه بهیر کې ګواښ څه معنا لري.

پزشکیان ټینګار کړی چې تهران د ګواښ تر شرایطو لاندې خبرو ته نه دی چمتو.

مسعود پزشکیان په دې باور دی چې امریکا نه یوازې ایران، بلکې ټولې نړۍ ته بې احترامي کوي او دا چلن د خبرو اترو له اصل سره په ټکر کې دی.

بل لورته د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو قوماندان حسین سلامي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې ایران به د هیڅ یوې جګړې پیلوونکی نه وي، خو په وینا یې چې هېواد یې هر ډول رواني او پوځي جګړې ته چمتو دی.

د ایران ایرنا خبري اژانس د نوموړي له قوله ويلي، تېر کال د ایران لپاره له ننګونو ډک کال و او ټینګار یې کړی چې سپاه پاسداران ځواکونه د دښمن د ماتولو وړتیا لري.

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې تر دې وړاندې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي وو چې هېواد یې له امریکاسره برابر و او له ګواښونو پرته خبرو ته چمتو دی.

ایراني چارواکي داسې مهال د امریکا پر وړاندې ننګوونکې څرګندونې کوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ ایران ته په ګواښوونکي اندازه د خبرو وړاندیز کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...