تاند (یکشنبه، د وري/ حمل ۱۷ مه) د ایران د پولیسو ویاند، سعید منتظرالمهدي، ویلي چې دغه هېواد د ۲۰۲۴م کال له مارچ څخه د ۲۰۲۵م کال تر مارچ پورې تر ۱.۱۲ میلیونه زیات افغان کډوال بېرته افغانستان ته شړلي دي.
د ایران دولتي رسنیو پرون (شنبې) راپور ورکړ چې چارواکو په یاده دوولس میاشتنۍ موده کې د هېواد په کچه ۱,۱۹۰ عملیات ترسره کړي، چې هغوی ورته د «شړلو پلانونه» وايي. منتظرالمهدي ادعا وکړه چې دې اقداماتو د ټول هېواد په کچه د تښتونو په پېښو کې اووه سلنه کموالی راوستی دی.
دغه اعلان داسې مهال شوی چې په ایران کې د افغان کډوالو د نیولو او په زوره بېرته لېږلو پېښې زیاتې شوې دي خو د ایران دا کار د بشر حقونو د نړیوالو ډلو او د کډوالو د ملاتړ ادارو له سختو غبرګونونو سره مخامخ شوي دي.
په کابل کې د طالبانو د کډوالو سرپرست وزیر، عبدالكبیر، له ایران څخه له راغلي پلاوي سره، چې مشري یې د ایران د بهرنیو چارو وزارت سلاکار محمدرضا بهرامي کوله او د تهران استازی علیرضا بګدلي هم پکې شامل و، له ایراني چارواکو وغوښتل چې له افغان کډوالو سره نرم چلند وکړي او هغوی ته دا فرصت ورکړي چې په خپله خوښه بېرته لاړ شي.
کبیر همدارنګه وویل، طالبان داسې یو حقوقي چوکاټ جوړوي چې له مخې به یې هغو افغانانو ته اسناد ورکړل شي چې په ایران کې یې د اوسیدو قانوني موده پای ته رسېدلې، څو هغوی هلته په موقتي ډول پاتې کېدای شي.