دوشنبه, دسمبر 15, 2025
Homeخبرونهتهران ته د سید منصور نادري سفر

تهران ته د سید منصور نادري سفر

تاند (پنجشنبه، د قوس ۳۰مه) د افغانستان د اسماعیلي مذهبو مشر سید منصور نادري په یوه سفر د ایران پلازمېنې تهران ته تللی.

د تاند د سرچینو د معلوماتو له مخې، هغه ظاهراً په شخصي سفر دغه هېواد ته تللی، خو په اوسنیو شرایطو کې داسې سفرونه تر ډېره د پردې تر شا سیاسي اجنډاوې لري.

منصور نادري د افغانستان د ملي پیوند په نوم د یوه ګوند مشري هم کوله.

هغه د جمهوري نظام په وروستیو کې د مصالحې عالي شورا د غړي او د ډاکټر عبدالله د ډلې له مخکښانو څخه و.

د منصور نادري زوی سعادت منصور د ۲۰۱۴ ولسمشریزو ټاکنو څخه وروسته د ولسمشر غني لخوا د ښارجوړونې وزیر ګمارل شوی و چې وروسته د فساد په یوه قضیه کې د ښکېلتیا له امله بې دندې شو.

د منصور نادري لور زهرا نادري هم څه موده د ولسمشر غني له نږدې سلاکارانو وه چې له هغه سره یې د اړیکو له ترېنګلي کېدو وروسته د ډاکټر عبدالله پلوي پيل کړه.

په وروستیو کې ایران د طالبانو د رژیم د ملاتړ تر څنګ د دوی له مخالفانو سره هم ښې اړیکې پالي چې له هغې ډلې یې د افغانستان په لویدیز کې مشهور قومندان اسماعیل خان ته پناه ورکړې او هغه له دغه هېواده د طالبانو د رژیم خلاف د تحرکاتو ادعا لري.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په لغمان کې تر میلاد مخکې دورې لرغونی اثار وموندل شول

تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۴ مه) د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان...