چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهترکیه کې د افغان کډوالو د نیولو دوام

ترکیه کې د افغان کډوالو د نیولو دوام

تاند (پنجشنبه، د قوس ۳۰مه) راپورونه وایي چې ترکیه لا هم دغه هېواد ته په ناقانونه ډول د ورغلو افغان کډوالو نیولو ته دوام ورکوي.

په تازه ګام کې، دغه هېواد څه باندې ۸۰ تنه بهرني کډوال بندیان کړي چې لویه برخه یې افغانان ګڼل شوي.

ویل شوي چې دا کسان په اغری ښار کې نیول شوي.

د دوی په تړاو نور جزییات نه دي په ډاګه شوي.

ترکیه په وروستیو کې له افغان کډوالو سره تاوتریخوالی زیات کړی او زرګونه تنه یې کابل ته ستانه کړي.

شړل شوي افغان کډوال د ترکي پولیسو له شکنجو او ناوړه چلند څخه هم شکایتونه لري.

ترکیه اروپا ته د ناقانونه افغان کډوالو د ورتلو تر ټولو اصلي مسیر ګڼل کیږي.

1 COMMENT

  1. سلامونه،
    دا بیا په اسلام او وروري کښې خیانت دی چې ترکیان، فارسیان او پوکسټانیان ې له مجبورو او مسافرو افغانانو سره کوي. له غربیانو څخه خو ډالر مالر هم اخلي چې له بلوچستان، خیبر پښتونخوا او وان آغرء او…ځایونو نه ېې بیرته وګرځوي .مګر شکنجې وهل ټکول او سپکاوئ بیا ولې؟؟؟.
    الله دې افغان وطن ژرترژره پخپلو پښو ودروي چې ملا برادر دویته ورورولي وښيي!!
    ان اکرمکم عند الله اتقاکم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب