جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهسپنتا: کرزی د طالبانو د بندي په څېر دی

سپنتا: کرزی د طالبانو د بندي په څېر دی

تاند (پنجشنبه، د قوس ۳۰مه) د پخواني ولسمشر حامد کرزي نږدې کس او د واکمنۍ پر مهال یې د ملي امنیت سلاکار او د بهرنیو چارو وزیر رنګین دادفر سپنتا په کابل کې د کرزي د ژوند او وضعیت په اړه تبصرې کړي.

هغه ویلي چې کرزی له څه باندې یوه کال راهیسې د طالبانو د بندي په شان کابل کې ژوند کوي.

د سپنتا په وینا، طالبان کرزي ته ان په بهرنیو هېوادونو کې د درملنې اجازه نه ورکوي او پر لیدنو- کتنو یې هم محدودیتونه لګول شوي.

هغه په دې اړه نور جزییات ورنه کړل او ویې نه ویل چې خپله یې کرزي سره اړیکې شته کنه؟

حامد کرزی د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره په کابل کې پاتې او خپله یې هم څو ځله پر ده د محدودیتونو خبر ورکړی.

کرزي ته نږدې سرچینو تایید کړې وه چې ځینو هېوادونو ته یې د سفر مخنیوی شوی.

حامد کرزی د خپلې واکمنۍ پر مهال هم د طالبانو په پلوۍ او ورته په « ورور» ویلو د منتقدانو له نیوکو سره مخ شوی و.

د هغه پلویان بیا کرزی « ملي مشر» بولي چې په وینا یې د ملي روغې – جوړې لپاره یې له پيله هڅې کولې.

مخالفان یې بیا وایي چې په ۲۰۱۱ کې د طالبانو د قطر دفتر له پرانیستل کېدو وروسته د دغه دفتر پر بندېدو د کرزي ټینګار او د سولې د هغه مهال د هڅو ناکامول له سولې سره د کرزي ستره جفا وه.

له دې سره، رنګین سپنتا په خپله تازه مرکه کې حامد کرزی د افغانستان یو« وګړی» وباله او په وینا یې د ملي روغې- جوړې په تړاو د هغه نظرونه د یوه « وګړي» په توګه د کرزي حق دي.

طالبانو بیا ویلي چې کرزی او نور پخواني چارواکي هیڅوک هم نظر بند او د دوی تر فشار لاندې نه دي.

حامد کرزي په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي وو چې د زور له لارې د طالبانو د رژیم له نسکورولو سره مخالف دی، خو له طالبانو هم غواړي چې د نجونو د زده کړو تر څنګ د خلکو نورې غوښتنې ومني او د بین الافغاني مذاکراتو له لارې ملي روغه جوړه راولي.

3 COMMENTS

  1. ماؤیسته خبیثه دادفره سپنتا تاسی د اجنبیو له خوا حاکمان کړۍ شوۍ او د رشوتخوری او چور چپاولو شرائيط د اجنبیانو له خوا درته مساعد کړۍ شول او بیا د همدی اجنبیانو په هدایت تاسو په اتفاق سره افغانستان نورو جاهلو تربیه شوو ته خوشۍ کړو او اوس چرندی تبلیغات کوی چی کرزۍ د طالبانو له خوا بندی ساتل کیږی نه ماؤیسته خبیثه کرزۍ سره د شورای نظار قاتل ډبل عبدالله د غلیسی امریکا په امر کابل کښی پاتی شوی دی او ته خائین ماؤیست خبیث اوس کرزی ملی خائین ته ماؤيستی تبلیغات کوی !!!!

  2. ​ د محمد داؤد خان کودتا بی له کمونیستانو همکاری امکان نه درلود او دوی دده په وسیله خپل خائین هدف رسیدو څخه وروسته هغه وواژه او دده فامیل ئی هم له مینځه یووړ ، کمونیستان همیش په خپل وحشتناکه تاریخ کښی د ملتونو تباهی سبب شوی دی !!!

    ځینی احمقانه استدلال کوی چی هغه مترقی فکر درلود او د افغان ملت د ښه ژوند درلودلو تږۍ وو ، دا درواغو ادعا د پاتی شونو کمونیستانو له خو ا هغه وخت حقیقت درلودای شو که نوموړی ( محمد داؤدخان د حربیی وزیر ، مختلفو ولایتونو کښی د نائیب الحکومه او بالاخیره د صدراعظم په حیث ئی خپل ملت باید پیژندلۍ چی حتی د کمونیستانو نام څخه نفرت درلود !!!

    لکه د شوروی په شان همداسی امریکا او چین هم د وروسته پاتی ممالکو غلامی په هڅو کښی دی او غلیسی امریکا حتی پنجابی پاکستان او اخوندی ایران ته د شورویانو تر رهبری د محمد داؤد خان کمونیستی کودتا زمینه برابره کړه چی د افغانستان محاصری لپاره خپل غلامان د اسلام تر شعار لاندی تربیه کړی ، افغان ملت د تباهی لپاره پنجابی پاکستان کښی مصنوعی تخریبی ژبانی نفاق باندی تنظیمونه رامینځ ته شول او ایران کښی په همدی ترتیب ، غلیسی امریکا او شیطان انګلیسپه مادی کومک پنجابی پاکستان کښی د طالبانو شعار لاندی په زرهاو تخریبی قدیانی مدرسی رامینځ ته شوی او د تنظیمونو او طالبی مدرسو پر ضد مستقیمآ امریکا او انګلیس ته اعتراضونه وشول او امریکا ملی خائین او د سی آی اي جاسوس خلیلزاد د ایجاد شوو ژبانی نفاق اچولو تنظیمونو او طالبی مدرسو تنظیم لپاره مؤظف کړۍ وو او هغه په خندا سره ویل چی شورویان خطرناکه دی او د افغانستان بیا اشغال مخ نیوۍ د شوروی پر ضد باید داسی افراطی تنظیمونه او طالبی مدرسو فارغان رامینځ ته شی او همدارنګه مستقیمآ امریکا او انګلیس کښی خاص غلامان تربیه کړۍ شول!!!

    واضحآ ولیدۍ شول چی چی د امریکا او انګلیس اود انګلیس چوچه پنجابی پاکستان په هدایت تنظیمونو او تش په نامه دیموکراتو په اتفاق سره دوهم ځل لپاره افغانستان وحشی جاهلو قدیانی طالبانو ته تسلیم کړ او اوس یکه یکه دا قاتلین او چورکوونکی کابل ته ځی او وحشی طالبان ئی ګرم هرکلۍ کوی او ملی خائینین کرزۍ او ډبل عبدالله د امریکا په هدایت کابل کښی پاتی دی !!!

    دی واضحو واقعیتونو ته باید د معما شکل ورنکړۍ شی او اصیل افغانان باید ددوی پر ضد تبلیغونه شروع تر څو چی افغان ملت ددی قاتلو چورکوونکیو تنظیمونو+ قاتلو کمونیستانو او قاتلو قدیانیو وحشیانو د غولونکی اسلام شعار څخه اګاه شی او ملت ددوی پر ضد راپورته شی ددی لپاره د افغانستان په داخل کښی هم فعالیتونه شروع شوی دی او باید حتمی او ضروری د جلکیو تلل مکتبونو ، پوهنتونونو او نورو بهرنی کارونو ته ددوی مسلم حق پر ځای شی !!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب