۲۲برخه
استادشهسوار سنګروال
موږ په تېر وبرخوکي کې ووېل، چې یوناني سکندر په ۳۳۳ م ز کال د اتیا (۸۰) زرو پوځیانو پر مټ پارس لاندې کړ او د څلورو کالو په موده کې بیا افغانستان ونیو، ولې پدې هیواد کې ډېرې ستونزې وګاللې، په کونړ اویا ښایي د سوات پنجکوړه کې ټپي شوی وي … خوبیا هم په پای کې د هند نیمې وچې ته ورسېداو د بلوچستان له لارې بېرته پارس ته راستون شو.
د ثاني سکندر پنوم «سیلوکس» تر خپلې ولکې لاندې د افغانستان په یو شمېر سیمو کې نوي ښارګوټي ودان کړل او
وې رغا ول، چې موږ د اراکوزیا سکندره، مرګیانا سکندریه، کپکاس سکندریه، آري ګاون، کارتنه، تکایي، کندهار، کوهدامن، بګرام او نور د بېلګې په توګه یادولی شو.
له سکندر نه وروسته، سره د دې، چې د یوناني چارواکو تر مینځ اختلاف شتون درلود. ولې بیا هم د واک په اوږدو کې یو خپلواک باختري حکومت رامینځته کړ، چې مخزیږدي لومړی پېړۍ پورې دوام وکړ.
که څه هم د سکندر له مرګه وروسته د موریا کورنۍ سر راپورته کړ او هغه سیمې یې وګواښلې، چې د یوناني واکمنو له خوا، اداره کېد ې چې موږ افغانستان د ساري په توګه یادولی شو.
سکندرچې په سرکې باختر ونیو، ددې سیمې د واک چارې لومړی «پارسي ارته بازنویس» ته وسپارلی او د ده له مرګ نه وروسته د نیکو لاوس زوی «امین تاس» د باختر حکمران شو.
د «اریان» دڅرګندونو پربنسټ د سکندرله مړینې وروسته «ستاسانور» د باختراود سغدیانیه حکمران وټاکل شو.
کومې سیکې او توکي چې په بخارا، باختر او د سغدیانیه په نورو سیمو کې موندل شویدي، داسې ښېي، چې د دغو سیمو واکمنو ګڼ شمېر باختریان د خپلو جنګیالیو په لیکو کې تنظیم کړي ول .
د پېښو دغه بهیر او یادېته ورته کارنامې، تر لومړي «دیودوت » پورې دوام وکړ، هغه وخت چې دویم شامي «انتیوکوش» دی د باختر او سغد والي وټاکه، نو هغه ده، چې ده په پای کی د باختر د یوناني دولت خپلواکي اعلان کړه.
تر دغه بریده لومړی «انتیوکوش» د شامي یوناني «سلوکوس» زوی هم کوم د پام وړ بدلون رامینځته کړی نه وه…
ولې د یودوت، چې د باختر په هیواد کې ښوونیزه، پوهنیزه او روزنیزه تجربه تر لاسه کړې وه او پدغه هېواد کې د ټولنیز ځواک او واک څښتن وو، نویوشمېرکارناموته یې لاره اواره کړه .
همدا لامل وه چې لومړي او دویم «انتیوکوش» غوره وګڼله، چې د دیودوت له ځواک نه استفاده وکړي، چې د خپل پلار سلوکوس نخشي عملي کړي.
ولې دیودوت په ناڅاپي توګه په ۲۵۰ م ز کال د باختري یونان د خپلواکي اعلان وکړ او خپله خپلواکي یې، له نورو یوناني چارواکو په ځانګړي ډول له شامي «سلوسي» نه تر لاسه کړه نو ځکه یې د «منجي» لقب هم خپل کړ.
تاریخپوه احمد علي کهزاد په دی اړه د «رونه ګروسه» له انده داسې کښلی دي :
« د سکندر د ټولواکمنۍ دویش په مهال، دیودوت=ته اودوت د ۲۵۰ م ز کال په شاوخوا کې د سلوسیانو له خپل مینځي ستونزو نه استفاده وکړه ، لومړی دوئ او بیا د پارتیانو مشر د خپلواکي اعلان وکړ»[1]
داسې بریښي، چې دیودوت لومړی د دویم انتیوکوش سیاسي باور خپل کړیوي او بیا یې د خپلواکي اعلان کړي وي، دا ځکه چې د یوې سیکې پر بنسټ، چې په یوې خوایي د دویم انتیوکوش څېره کښل شوې او پر بل مخ یې د ده د رب النوع « زیوس» لیدل کیږي.
ولې کله چې د هېواد خپلواکي اعلان کړه، بیا یې له سروزرو نه خپله، د پاچاهي سکه جوړه کړیده، دایوښکاره ثبوت دی،چې ښایي دا یې دهېواد له خپلواکي وروسته عمل وي .
دویم دیودوت
موږ دمخه د پارتیانو د خپلواکۍ خبره وکړه، چې نه یوازې دیودوت د باختر د خپلواکۍ اعلان وکړ، دارنګه پارتیانو هم د باختر په لویدیځ کې د یوه خپلواک هېواد بنسټ کېښود.
دویم دېودوت (۲۳۰-۲۴۰ م ز) د پلار له مړینې وروسته یې له پارتیانو سره اړیکی ټینګې کړې، دا ځکه دی پدې پوهېدلی وو، چې د سلوکیدیانو یوناني دولت نه غوښتل، شرقي هېوادونه خپلواکي تر لاسه کړي…همدا لامل وه، چې ، له هغوئ سره یې یو والی ټینګ کړ.
د دوئ د یووالي یوه ګډه وجه دا وه، چې دیودوت هم د باختر خپلواکي اخستي وه او همدا راز ارساس arsas هم چې د بلخ له لرغونو اوسیدونکو څخه وو، خپله خپلواکي له سلوکیدیانو نه تر لاسه کړې وه پدې حساب سره د دواړو ټبرونو دښمن يووو.
د دوه باختري او پارتي دولتونو یووالی او دوستۍ کوم تړون چې د دوئ د واکمنو تر مینځ لاسلیک شو، ورور یې «ري داتس» هم تر یوه بریده ادامه ورکړه چې تر دغه مهال د باختري دولت د واک او ځواک جغرافیه تر هریرود، هرات او ان تر سغد پورې غوځېدلې وه.
ولې له بده مرغه د سغد حکمران د سلوکیدانو په لمسون یاغي شو، په پاي کې همدغه حکمران چې «ایوتیدیموس euthydemus» نومیده په دیودوت برید وکړ هغه یې وواژه او پخپله یې د باچاهي اعلان وکړ.
ایوتیدم euthydem (۲۲۷ م ز) له دیودوت نه وروسته د باختر دویمه سلطنتي کورنۍ ده، چې واک ته ورسېده.
د باختري «ایوتیدیموس euthydemus د واک په مهال د شام یونانی واکمن درېیم انتیکوس (۲۰۴-۲۰۱۲ م ز) په پارتیانو برید وکړ او د هغه هېواد پاچا «تيري داد» ته یې ماته ورکړه او بیا یي باختر ته مخه کړه. ایوتیدم، چې د پارتیانو له برخلیک نه خبر شوی وو نو بیا یي د لس زرو په شاوخوا کې سپاره جنګیالي د هغه مخې ته واستول او د هریرود (اریوس) ته څېرمه «زریاسپ» یې کلا بند کړ (د مروی او اندخوی تر مینځ ښارګوټی کې ) او درېیم انتیکوس دوه موهمي سیمې د رنګیانا او ارکوزیا هم لاندې کړې .
سره د دې چې تر دوه کاله پورې ایوتیدم کلا بند کړي وه، ولې بیا هم ددې وس یې ونه موند چې باختر ونیسي، نو ځکه خو دواړو خواو دېته غاړه کېښوده چې اوربند او سوله وکړي.
همدا لامل وو، چې ایوتیدم خپل ځوان او زړور زوی «دمتریوس» د خپل استازي په توګه، د دریم انتیکوش حضور ته واستوو او دی چې دوه کاله را پدېخوا له خپلې پلازمینې نه لرې پروت وو، دا وېره ورسره وه چې د شام حکومت له لاسه ورنکړي، لومړی یې د ایوتیدم د زوې درون هرکلی وکړاو بیايې نه یوازې سوله ومنله، بلکې د باختر حکومت یې په رسیمت وپېژند او خپله لور یې هم دیمتریوس ته په نکاح کړه.
ایوتیدم د ملي یووالي په رڼا کې د خپل هېواد پولې د کابل واکمن «سوفاګازتوس» په ملتیا تر چینی ترکستان او ختن پورې وغوځولې، مروه، هرات او طوس پورې سیمې د خپلې واکمنۍ برخه کړه، او خپل زوی «انتیاکوس» یې د دغې پراخې سیمې والي وټاکه.
هغه سیمی چې د ده خيښ دریم انتیکوش لاندې کړې وې تر اراکوزیا او د رنګیانا پورې د باختر پلاز پورې وتړل او خپل بل زوی دیمتریوس یې د دې سیمو حکمران کړ.
باختریانو له دې وروسته له چین او هند سره صنعتی، کلتوری او سوداګریزې اړیکې ټینګې کړی او د یوه خروشتي ډبر لیک له مخې د یونان دباختري هېواد یو شمېر هنر مندان هند ته تللي او خپله اغیزه یې هلته وښودله .
د ایوتیدم د واک څلور خواوې
د یوناني سکندر د پوځ هغه برخه چې په باختر کې پاتې شوه، چې ددې هېواد چارې پرمخ بوځي، دغو چارواکو تر ډېره وخته دوام وکړ ان تر دې چې د دوۍ اولادونه وزېږېدل، لوې شول او د دې وړتیایې ومونده چې په باختر کې د «یوناني باختر» پنوم د یوه سلطنت بنسټ کېږدي.
د یوناني باختریانو د واکمنو په لړ کې یو هم «ایوتیدم» وو، چې په ډېرې ځیرکتیا او هوښیارۍ یې د یوه لوې اریايي هېواد بنسټ کېښود.
ایوتیدم د یو شمېر سیمه ییزو حکمرانانو پر مټ، د ملي یو والي په رڼا کې، د خپل هېواد پولې، څلورو خواوو ته وغوځولې.
پخوا تر دې چې ایوتیدم د چیني ترکستان تر پولو ځان ورسوي، لا د مخه د باختر شمال ختیځ لور ته د لرغونو باختریانو او د تخاري وګړو تر مینځ ټولنیزو اړیکو شتون درلود.
پدغې سیمې کې، ان تر پامیر پورې یو شمېر بیلابیل قومونه استوګن ول، چې پدغه لړ کې موږ، سر seres، پریني phryni (پینی=فوني phuni) او نور د ساري په توګه یادولی شو، چې له تخاره نیولې ان تر چیني ترکستان پوری دغه وګړي ودان ول.
کوم خروشتي ډبر لیکونه چې په ختن کې تر ګوتو شویدي یو شمېر څېړونکو پدغه لړ کې برتانوي لرغونپوه «تارن» یادولی شو، کوم توکي چې موندل شویدي پدې کې له یوناني ځنو ټکو ډاګیزه کيږي، چې ښايي د ایویتدم د فتوحاتو له بابته وي چې ده د تخار، بدخشان او د قطغن نوری سیمې د پامیر په شمول، د خپل واک په جغرافیه کې شاملې کړې وی.
یو شمېر ژبپوهان پدې ټینګار کوي، چې خروشتي لیکدود، د باختري یونانیانو او د کوشانیانو د واک په مهال د افغانستان یو سیمه ییز لیکدود وو، چې ځنې نښې نښانی موږ ته په میراث پرې ايښې دي.
له خروشتي لیک سربیره د ایوتیدم د واک یوه بله بېلګه دا ده، چې کله ده شمال ختیځې سیمې ونیولې له خټن نه یې د نیکل فلز چې چینایانو د «سپین مس» نوم ورکړي وه له ځان سره بلخ ته راوړل او بیا یې خپله سکه پرې ووهله.
دا لومړي ځل دې چې په افغانستان کې د نیکل سکه وهل کيږي او له ده وروسته د ده زوی «دمتریوس» او نورو هم دغه کار کړیدی.
د ایوتیدم د هېواد څلور خواوې که شمال ختیځ ته تر ختن او روسي ترکستان پورې رسېدې، خو د همدغو سیکو پر بنسټ ویلی شو د دې کورنۍ د واک پولې تر سیالکوټ، سیند، پتیاله… پورې هم رسیدې، ان دمتریوس د سند په شاوخوا کې یو شمېر ښارونه ودان کړل، چې د پلار او مور په نومونو یې ونومول.
ایوتیدم له پامیر، بدخشان، تخار، سیالکوټ، سیند، پتیاله، اوله یو شمېر نورو سیمو سربیره، له دېنه هم ګټه واخسته، چې د خپل هېواد څلور خواوی د پارتیانو لورته وغوځوي،دا ځکه چې دریم انتیوکوش د برید په مهال پارتیانو ته ډېر زیانونه رسولي ول.
همدا لامل وو، چې ایوتیدم په مخزیږدی ۲۰۶ کال هریرود (ایوس) نه تېر شو او د «استوین astauene» اپاوارتی کن apavartikene او یو شمېر نورې سیمې له پارتیانو نه جلا کړی.
لکه دمخه مو چې ویلې دي د پارت حکومت، چې د یونان باختر په لویدیځ کې پروت وو، په یو شمېر سیمو کې واک چلوه، چې موږ نیشاپور، طوس، شارود، جوین، سبزوار، د هریرود شاوخوا سیمی او ان تر« شیزله » پوری خاوره د بېلګې په توګه یادولی شو…
ایوتېدم چې دپارت کومې سیمې ونیولې ،په دې تړاوسرپرسي سایکس کښلي دي :
ایوتیدم، په ۲۰۶ م ز کال په پارتیانو برید وکړ، د «استوین» سیمی ته څېرمه د «تپوریا» او «تراګزیان» ولایتونه یې باختر پورې وتړل، چې پلازمېنه یې د سوزیا susia او یا د طوس ښار وو.
نوموړي له دغه بري وروسته، خپل زوی یې انتي ماکوس antimachus د استوین، ترګزیان، مارجیان (مرو)، مارګوس (مرغاب) او اریوس (هریرود) والي وټاکه .
د یو شمېر نورو اریایي سیمو اوسیدونکو، چې د ایوتیدم توره او مېړانه ولیده، غوره یې وګڼله، چې پرته له جګړې د ده واک ته غاړه کېږدي، چې موږ پدغه لړ کې د هېواد د جنوب لویدیځې سیمی لکه اراکوزیا، درانجیان، د ګندهارا یو شمېر سیمې یادولی شو، چې په اسانۍ سره یې د خپل واک په ولکه کې راوستې.
په پای کې ویلی شو چې ووایو، ایوتیدم، هغه ټولواک وو چې د اریانا هېواد یې تر ډېره بریده د باختر پلازمینې پورې وټاړه او د لرغونو جغرافیه پېژندونکو او تاریخپوهانو د څېړنو پر بنسټ او پدغه لړ کې بطلیموس او سترابون یادولی شو چې د اریانا څلور خواوې راپېژني، چې د یوناني باختر د واک جغرافیه وه.
د «اریا ختیځ لور ته اند وسه، حنوب پلو ته د هند تر سمندره، لویدیځ خواته تر کسپین سمندرګی پورې د اریانا هېواد پروت وه. »[2]
د دې لپاره چې ایوتیدم دغه لویه ټولواکمنۍ تر یوې ښې ادارې لاندې راوستې وي او کوم پردی او بیګانه ځواک د دې جوګه نشي، چې دغه اریایي هېواد چې پلاز یې باختر وه، تر ګواښ لاندې راولي، نو دغه پراخه واکمنۍ یې د خپلو اولادونو او پلویانو تر مینځ ووېشله.
له وېشلو وروسته، کله کله ګڼې سکې د ټولواکمن پنوم وهل کېدې او کله کله بیا د هرې سیمې او ولایت واکمن پخپلو نومونو سیکې وهلې، چې د کیندنو په لړ کې له پارو پامیزوس، اراکوزیا، درانجیانا له مارجیا، اریا او یو شمېر نورو سیمو نه تر لاسه شویدي، چې پدې کې هند هم راتلی شی ، دوه ډوله سیکې وې، چې له سرو زرو او سپین زرو جوړېدې.
موږ دمخه ووېل، د باختر لویدیځې سیمی له مروې نه تر هرات، همغسی تر طوس پورې، خپل زوی انتي ماکوس ته وسپارلې، اراکوزیا، درنګیانه او د یو شمېر نورو سیمو حکمراني یې خپل بل زوی دمتریوس ته پرېښوده.
دمتریوس د خبل واک د پراختیا لپاره جدروزیا (بلوچستان) ته خپل ځواکونه ولېږل، چې تر دغه دمه د دوی د تولواکمنۍ برخه نه وه.
د دغی سیمې له نیولو وروسته نوموړي د هېواد په ابادۍ کې زیار ووېست او د اراکوزي ښار بنسټ یې کېښود، چې تاریخپوهانو او جغرافیه پېژندونکو د «دمتریاس» په نوم یاد کړیدی.
د باختري ایوتیدیموس ودانۍ
ایوتیدم نه یوازې د یوناني او باختري واکمنو په لړ کې یو ستر ټولواک وو او د دولت اداري او اقتصادي چارې ورغولې، بلکې د خپلې تولواکمنۍ یووالی یې وساته او د هېواد په ودانۍ او ابادۍ کې یې هم ستر رول ولوبوه.
کرهڼې ته یې وده او پراختیا ورکړه او سوداګریزې چارې سمبال کړې. ده د خپلې ټولواکمنۍ په بېلابیلو سیمو کې نوی ښارګوټی اباد کړل او زاړه ښار ګوټي يې له سره ورغول.
تاریخپوه احمد علی کهزاد د یو شمېر لرغونپوهانو او جغرافیه پېژندونکو لکه بطلیموس، وي کف woeikof، اندره برتلو له انده داسې لیکلي دي چې لنډیز یې داسې دی:
«… اکسوس او د هغه مرستیال رودونه چې یو شمېر یې کیڼ لور ته بهیږي او د ډېر اورښت له امله، چې کله یې واورې وېلي شي، نو د ډېرو اوبو له کبله یې رودونه له اوبو ډک ول …
په یو شمېر نورو سیمو کی د ویالو او کانالونو د کندلو له امله چې د باختري پاچاهانو د واک په مهال ترې ګټه اخستل کېده، د کرهڼې لپاره مساعد وو… د ایوتیدم او د هغه د زوی دمتریوس د واک په مهال په اصطلاح د زرو باختري ښارګوټو وداني ورول شوې …
د بطلیموس په اند هغه قومونه چې په باختر کې استوګن ول په دوه ډلو وېشل کېدل، هغه چې په لویدیځ کې استوګن ول، د سالاتاریان salatares، کوماریان chomares (comes)، اکيناکیان akinakes، ټماروزیان tamaruses او ختیځ لور ته پراته قومونه، زریسپیان، تخاریان، ماروکه یان marukees، خوردیان khordes، ورن ournes، اوادریان avadrs، سبادی، اورفیست، اماریان …»[3]
له دې سربیره هغه ښارونه چې بطلیموس یاد کړیدی لسګونوته رسیږي او دا هغو ښارونو لړۍ ده چې ده ورته د زرو ښارګوټو نوم ورکړیدی.
ایوتیدم پخپلې څلويښت (۲۳۰-۲۹۰ م ز) کلنې واکمنۍ کې د هېواد د ودې او پرمختګ لپاره، په سیاسي، اقتصادي او اداري چارواکې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړې او هغه خپلواک هېواد چې بنسټ یې «دیودوت» ایښی وو لاټینګ او پراخ کړ.
یو شمېر څېړونکي پدې اند دي، ښایي د ایوتیدم د واک پېر له ۲۲۰ نه تر ۱۹۰م ز پوری وي، چې د ده له مړینې وروسته زوی یې دیمتریوس پاچا شو.
دیمتریوس Demetrius او ایوتیدم
که د دیودوت د خپلوااک دولت میراث ایوتیدم ته پاتی شو، خو ایوتیدم د یوه لوې اریایي دولت بنسټ کېښود، چې له ده وروسته دیمتریوس د ده د هلوځلو پخلی وکړ.
ایوتیدم نه یوازې د باختر خپلواکي خوندي کړه، بلکې هر اړخیزه پراختیا او پرمختیا یې هم ورپه برخه کړه ،لومړی یې خپل ځواکونه منظم کړل، بیا یې د پارتیا له واکمنو سره اړیکې ټینګې کړی او هغه پېښې یې هم له نږدی څخه څارلې چې دریم انتیوکوش له «باتري داتس» سره په جګړه بوخت وو.
دریم انتیکوش له ده نه وغوښتل، چې د «پارتیانو» پر وړاندې له ده سره پوځي مرسته وکړي، ولې ایوتیدم د خپل لویدیز ګاونډي له ملاتړ او دوستۍ نه لاس په سر نشو، خو بیا هم د هغه ځواکونه پدې بر لاسي شول، چې «تري داتس» ځواکونو ته ماته ورکړی او پر باختر برید وکړي …
ولی دیونان باختري حکومت د تېر په پرتله له یوې خوا دومره پیاوړی شوی وه چې د دریم انتیکوش وسه پری نه رسېده او له بلی خوا د اشوکا مړینې وروسته د موریا کورنۍ ته هم نوره هغه دب دبه پاتې نه وه چې دوی وګواښي .
له سکندر نه وروسته هم ورورو د هغه ځای ناستي په دې لړ کې شامي واکمن نور د دې جوګه نه ول، د سکندر د ټولواکمنۍ خوبونه وګوري.
ولې ایوتیدم له یوې خوا ځان پیاوړی کاوه او له بلې خوا یې د اریایي بیلابیلو سیمو او هېوادونو د یووالي د ټینګښت هڅې کولي، که څه هم د باختر ختیځې سیمې لار «پتالي پوترا» پلازمینی له خوا اداره کېدې.
د پوشکالاواتی (چارسده)، پاروشاپورا (پېښور)، نګارا هارا (ننګرهار)، لمپاکا (لغمان)، کابل ان تر اراکوزیا پوری سیمې د موریا د سیمه ییزه حکمران له خوا، اداره کېدی. خو ایوتیدم یو د بل پسې د باختر شمال ختیځې، جنوب ختیځی ان د هېواد تر لویديځ پورې سمیی ونیولي او پاروپامیزوس ته متوجې شو.
ایوتیدم په ۲۰۶ م ز کال له هریرود (اریوس) نه تېر شو، یو د بل پسې مرو (مارګینا) مرغاب (مارګوس) او د هریرود شاوخوا په ځانګړي ډول د اریوس ښکتنۍ برخې لاندې کړې او د انتي ماکوس antimachus یې د هغو سیمو واکمن وټا که .
د یوشمېرڅېړونکو په اند په دغه لړ کې «نارن» او سرپرسی سایکس انګېري چې» د دغو سیمو د واک چارې انتي ماکوس ته وسپارل شوې.
ایتودم نه یوازې د پاروپا میزوس شمال لویدیځې سیمې ونیولې، بلکې د پارو پامیزوس سهیلې سیمې او په ټوله کې د هندوکش جنوبي ځمکې د خپلې ټولواکمنۍ برخه کړه.
د ده نامتو زوې دیمتریوس، چې لا دمخه یې له شامي دریم انتیکوش سره د خپل واک د پیاوړتیا لپاره سر خوځولی وو، چې دروغې جوړې له مخې د اراکوزیا والي وټاکل شي، یو غوره سیاسي هڅه وه.
ده لومړی د هغه باور تر لاسه کړ او بیا یې ځان دومره ځواکمن کړ، چې ان د رنګیانا (درنجیانا)، جدروزیا (بلوچستان) او ان شاوخوا نورې سیمې تر ولکې لاندې راوستې، یو شمېر ښارګوټي یې ورغول، ان دغو سیمو ته یې دومره پرمختګ ورپه برخه کړ، چې یو شمېر تاریخپوهانو او جغرافیه پېژندونکو دغه سیمې د «متریاس» پنوم یادې کړې.
د ایوتیدم او د هغه د زوی دېمتریوس د ښارګوټو شمېر یو شمېر څېړونکو سلګونه ښودلی دی، ان تر دې چې یو شمېر لرغونپوهانو دغو ښارګوټو ته د «باختر زر ښار ګوټي» نوم کارولی دی.
یوناني جغرافیه پېژندونکو له (۲ م ز پېړۍ) نه ان د بطلیموس تر (۲ می زیږدي پېړۍ) مهاله پورې هم د دغې خبرې پخلی کړیدی.
بطلیموس نه یوازې د ایوتیدم او دیمتریوس د واک د مهال د ښارګوټو او د ودانېو یادونه او ستاینه کړېده، بلکې د یو شمېر قومونو یادونه یې هم کړېده چې څو بېلګې یې داسې دي:
سالاتاریان salatures د اکسوس په غاړه، کومارا، اکي ناکیان، زرسپان، تخاریان، ماروکه یان، سبادیان،اماریان اونور بطلیموس د هغو ښارګوټو یادونه هم کړېده، چې د باختر په هېواد کې ودان ول:
ـ زري اسپه (اکسوس ته څېرمه).
ـ پرتو
ـ خره خرته
ـ سوروګانا
ـ خومارا (نورو رودونو ته څېرمه)
ـ کوریاندرا
ـ کواریس
ـ استاکنه
ـ باکترا
ـ استوبارا
ـ مناپیا
ـ ماراکندا
ـ مارا کودرا
ایوتیدم د خپلې واکمنۍ په پای کې د خپل هېواد دودې او پرمختګ لپاره یو لړ داسې کارنا مې خپل زوی دیمتریوس ته په میراث پرېښودې، چې نه هېرونکې وې، د مثال په توګه:
۱ـ د اریانا (باختر)، هند او چین تر مینځ د سوداګریزو چارو پرمختیااو پراختیا
۲- د ختیځ پامیر او سکیانګ تر مینځ د لارې پرانسته، چې بیا د همدې لارې له برکته د کوشانیانو د واک په مهال د ورېښمو او اوسپنې سوداګریزه ورکړه راکړه پيل شوه.
۳- د یوه خروشتي ډبر لیک له مخې د باخترې هیواد هنرمندانو او د لاسي صنعت کارپوهانو د یوناني باختر یو شمېر کلتوري توکي او اثار د هند هېواد ته ولېږدول او دغه هنر یې هلته خپور کړ.
۴- د ایوتیدم د واک په مهال کوم د وریښمو کاروانونه چې له سنکیانګ نه باختر ته او بیا د کابل له لارې ان تر هنده پورې تلل، په لاره کې پرتو سیمو له دغو سوداګریزو توکو استفاده کوله.
له ده وروسته نه یوازې د ده کړو وړو پخلی وشو بلکې دمتریوس د موریایانو د واک کمپله ټوله کړه او هغه د «استرابون» خبره:
«کله چې یوناني باختریانو د اختلاف بیرغ پورته کړ، نه یوازې باختري هېواد پیاوړی کړ، بلکې له باختر نه نیولې تر هنده پورې حاصل خېزې کرهڼیزي او پرمختللې سیمې یو د بل پسې ونیولی او خپل واک یې ټینګ کړ…»[4]
د دمتریوس د واک (۱۶۰-۲۰۰ م ز) په تړاو یوشمېرڅېړونکوکښلی دي چې: «د دیمتریوس د ټکسلا له نیولو وروسته د ګجرات تر کڅو او کاتیاوار او د موریا تر پلازمېنې «پتنه» پورې پرمخ لاړ، چې دا پرمختګ د ده د دوه جنرالانو «اپلو دوتوس» او «مناندر» د زیار پایله وه .»[5]
دیمتریوس د هند په نیمه وچه کې خپل واک او ځواک ټینګ کړ او په مخزیږدي ۱۷۵ کې بېرته باختر ته راستون شو. ده د هېواد یو شمېر موهمې چارې د خپلو زامنو تر مینځ ووېشلې. د اراکوزي یانې د لوی کندهار سیمې، د درنګیانا او سیستان ولایتونو چارې خپل درېیم زوی پانتالیون pantaleon ته وسپارلې او دویم زوی ایتودم دویم يې د نایب په توګه د سغدان او باختر حکمران وټاکه. ولې د «لیون» له مرګ نه وروسته د ده څلورم ورور اګاتوکلیس agathoicles د هغه ځای ناستی شو.
راولنسن وړاندې لیکي: «دمتریوس د اندوس ختیځ ته خپلو پرمختګونو ته دوام ورکړ، د «کتیاوار (یا surashtra سوراشترا) چې یوناني ساراوستس saraostos به وي د هغه موازي ځواک ته یې د پاې تکی کېښود او له دې سربیره د سیجردیس سلطنت، چې ښایي د پتاله او سوراشترا تر مینڅ به ووهم ونیو.»[6]
ډېر داسې لاسوندونه شته چې د متریوس تر پنجابه پورې پرمختګ وکړ او د اندوس ختیځ پلوته یې ډېر سیمې یو دبل پسې لاندې کړی او د خپل پلار د درناوي په موخه یې لاهور ته څېرمه د یوه ښارګوټي بنسټ کېښود او د خپل پلار په نوم یې ونوموه چې بیا د «ایوتیدمیا» په نامه نامتو شو.
له دغو پرمختګونو وروسته له یوی خوا، له ګنګانه تر، «پاتلي پوترا» چې د ټکسلا په څېر د موریا کورنۍ یو مهم پلاز وو او له بلی خوا جنوب لویديځ لور ته یې مخه کړه او د خپلو جنرالانو په مټ یې ډېرې سیمې یو د بل پسې تر ولکې لاندې راوستې.
هغه مهال چې ایوتیدم واک ته ورسېد، پریکړه یې وکړه، چې د موریا تر واک لاندې سیمې لاندې کړي، نو ځکه یې لومړی دهندوکش جنوبي سیمې تر سینده پورې ونیولې او زوي دمتریوس وپتېله چې د سکندر غوندې خپل ځواکونه په دوه برخو ووېشی.
۱ـ د خپل لښکر یوه برخه یې د سیند (اندوس) په امتداد، چې دی خپله هم ورسره وه هغه لور ته پرمخ لاړ.
۲- د خپلو جنګیالیو دویمه ډله یې د مناندر په مشري ختیځ او جنوب ختیځ ته ولېږله او تر «پتالي پوترا» پورې پرمختګ وکړ. «تارن» پدې اند دی، چې دمتریوس او مناندر یو دبل په مرسته پرمختګ وکړ. ولې مناندر په ډېرې چټکۍ له جمنا پورېووت او پتالي پوترا ته ورسېد.
«اپولو دوروس» پدې ټینګار کوي، چې باختري یونانیانو د مقدوني سکندر په پرتله د هند ډېره خاوره پخپله ولکه کې راوستې وه.
۳- لومړی اپولودوت، چې هغه مهال د سیند سیمې لاندې کړي نو بیا راجپوتانه ته ورسېد.
پدغې ارته سیمه کې د بطلیموس په اند یو نامتو ښار ودان وه، چې «ته او فیلا» theophila نومېده او د اندوس لویدیز ته پروت وو، ولې تارن دغه ښار یو هندي ښارګوټي ګڼي، چې بیا «اپولودوت» ورغوه.
سره د دې چې د هند د نیمې وچې د نیولو هڅې په بري سره روانې وی، ټولواک دمتریوس په ډېره بیړه په ناڅاپي توګه له تکسلا نه مخ په باختر وخوځېد …پدې تړاو داسې انګېرنې شتون لري، دده زوی دووم ایتودم په نوم چې د باختر او سغدیانه حکمران و مړ شوی وو.
دمتریوس د خپل هېواد په پلاز کې یو شمېر نوی کسان په نوې دندې وګمارل.
لومړی دا چې د خپل واړه ورور «اپولودوت» پر ځای چې د هند په نیول شوو سیمو کې په دنده بوخت وو، دریم زوی پانتالیون pantaleon یې د سیستان او ارکوزیا امیر وټاکه او هغه هم د خپل نیکه ایوتیدم سیکي خپرې کړې. ورپسې یې د دویم دمتریوس پنوم بل زوی د پارو پامیزاد امیر وټاکه.
لکه دمخه مو چې ووېل وروسته بیا کله چې دویم ایوتیدم ومړ دی هلته دهغه پرځای پر دنده وګماره او د پاروپامیزاد د سیمې کنترول او واک یې هم د سیستان او اراکوزیا امیر پانتالیون ته وسپاره.
کله چې پانتالیون ومړ د ( ۱۹ مې نومرې د انځور په بنسټ) د ده څلورم ورور اګاتوکلیس agathoicles د هغه ځای ناستی شو.
اګاتوکلیس یو ډول مسي سیکې ووهلې، چې پدې کې یوناني ژبه نه ده کارول شوې بلکې په سیمه ییزې پراکریت ژبې کښل شویدي.
د سیکې په یو مخ کې د ده نوم دی او د سیکې په بل مخ کې د «هیدیاسام hidiyasame کلمه لولو چې په بیلابیلو بڼو ژباړل شوېدی، ولې غوره بڼه یې «دیوکایوس dikaios په ګوته شوېده، چې مانا یې ده «د هندیانو پر وړاندې عدالت.»
د ټکسلا په موزیم کې د «هند او باختري یونان سیکه لرونکي پاچایان » تر سر لیک لاندې کومې سیکې د اګاتاکلیس په شمول(Agathocles king of india 180 bc) چې شتولري لنډیز یې داسې دي.
_ sophytes –king of salt range-305 bc
_ diodotus- king of bacria 230 – 245 bc
_ euthydemus-king of Bactria – 200-230 bc
_ Demetrius-king of indian 200 bc
_ antimachus king – bactria 190
_ pantaleon king of n.indian 180-170 bc
_ euthydemes 2 king of n.indian 180-170 bc
_ eukatides king of india 175-156 bc
_ plato 160-155 bc
_ Apollo dotus-king of indian 156-140bc
_ Strabo king of Punjab 156-140bc
_ menander- king of Kabul
_ hellocles – king of bactria 156-140
_ lyisas king of Punjab-150 bc
_ antiancide king of Punjab 145bc
_ archebius king of Kabul 140bc
_ ziolus king of E.punjab 140bc
_ dranysius king of E Punjab 140bc
_ diomedes king of Punjab 140 bc
_ tim chocnike phoros king of Kabul 130bc
_ phioxenus king of Punjab 125bc
_ hippostratus king of Punjab 120 bc
_ theophelus king of Punjab 120bc
_ artemicloros 100-80bc
_ amyntas Kabul 180 bc
_ apollophanes 95-100 bc
_ Nicias 95 – 80bc
_ hermaios the last greek king of Kabul 45-50 bc
[7] له دغو څرګندونو څخه ښکاري، چې باختري یونانیانو د هند په خاوره کې له ټکسلا نه نیولې تر پاتلي پوترا پورې، د جنرال «مناندر» او «اپولودوت» چې واکمن دمتریوس ورور کېده ډېرو فتوحاتو ته لاسرسی وموند.
نو همدا لامل وو چې دمستریوس له «اندوس» نه تر جیلم او د «باریګازا» تر بندر پورې «اپولودوت» لکه موږچې په لسمه ګڼه کې «apollodotus-king of india 156-140bc» وکښل، کامبي او مناندر د جیلم او ګنګا تر مینځ د سیمو واک دوېته وسپاره.
ولې دمناندر په اړه په ۱۲ مه ګڼه کې بیا داسې راغلي دي: «menander-king of Kabul» ښایي د دې یو لامل دا وي، چې د دمتریوس د واک په مهال «مناندر» د یوه ستر نامتو جنرال په توګه هغو سیمو ته استول کېده، چې په هغو سیمو کې به د واک او ځواک تشه رامینځته شوه.
خو بیا هم تر ډېره بریده مناندر د هند په نیمه وچه خاوره کې ډېر فعال وو. دا ځکه دمتریوس ډېر پاملرنه دهند لور ته وه او تر یوه بریده په باختر کې د واک یوه تشه تر سترګو کېده. دی چې په وروستي وار د «مناندر» د واک په جنوب ختیځ د «ماتورا» په سیمه کې وو، چې د «ایوکراتید eukratide د باختري یونانیانو یو سیمه ییز قومندان او مشر (۱۸۰-۱۷۵ م ز) کالو تر مینځ په باختر کې پاڅون وکړ او سکه یې پخپل نوم ووهله، چې په پاریس کي موجود وه. دمتریوس د خپل واک د بیا ګټلو لپاره خپل پلاز باختر نه راوګرزید، ولی په ۱۶۰ م ز کي ومړ.
ایوکراتید eukratide
د باختري یونانیانو د لومړئ او دویمې سلطنتي کورنۍ یانی له «دیودوت» او «ایوتیدم» وروسته د باختري یونانیانو دریمه سلطنتی کورنۍ، چې مشر یې «ایوکراتید» وو واک ته ورسېده. که څه هم دمتریوس ډېرې هڅې وکړې، چې خپل تاج او واک وژغوري، خو عمر ورسره وفا ونکړ او په نهیلئ کې ومړ.
د ده د نامتو قومندان، د اریانا د ختیځو سیمو امیر مناندر په اړه یو شمېر څېړونکو ویلي دي چې ماته وخوړه او جنرال ایوکراتید واک ته ورسېد، ولې وروستیو څېړنو په دغه ترڅ کې استرابون ویلې دی، چې ایوکراتید له جهلم او ان له اندوس نه نه دی تیر شوی … نو ویلی شو چې د ده واک د اندوس تر غاړو وو.
بیا هم دی لکه د نورو په څېر یو خپلواک واکمن وو، که څه هم د باختر لویدیځ ته یې یو شمېر سیمې له لاسه ورکړې او پارتیان یو ځل بیا د مهر داد په مشرۍ د واک او ځواک څښتن شول.
ایوکراتید د هغه هېواد پاچا وه چې «دیودوت» خپلواک کړ او ایتودم د اسیا له دغې سیمې څخه د شامي دولت ریښې ووېستی، نو ده ځکه تر یوه بریده دغه ټولواکمني وساتله، د سرو زرو سکه یې پخپل نوم ووهله او ځان یې د «ستر ټولواک» په نوم ونوموه.
یو شمېر څېړونکي انګېري، چې دغه ستر او ځيرک جنرال د ۱۸۰-۱۷۵ م ز کالو په شاوخوا کې واک ته ورسېد، ولې «ګت شمیت» په ځغرده وايي چې یوکراتید په مخزیږدی ۱۷۵ کال پاڅون وکړ.
موږ دمخه ووېل، چې نوموړی پداسې وخت کې واک ته ورسېد، چې د هېواد په لویدیز او جنوب ختیځ کې د ده پر وړاندې ګواښونوشتون درلود . په لویدیځ کې له ده سره هم مهاله مهر داد «د پارتیانو واک ورغوه او د واک څښتن شو او د هند په خاوره کې لا د دمتریوس جنرالانو او زامنو سیمه ییزه واکمنۍ له لاسه نه وه ورکړي.
په ګندهارا، پاروپا میزاد، ګدروزیا (ګدروسیا) او د رنګیانا (زرنجیانا) کې هم د دمتریوس جنرالان، پانتالیون او «اګاتوکلیس» لومړی دمتریوس اوورور یې اپولودوت او نامتو قومندان «مناندر» او دې ټولو هڅه کوله چې خپله د واک او ځواک دب دبه له لاسه ورنکړي.
پدې وسیله د باختر تر پلاز لاندې هغه اریایي هېواد، چې واک یې د دمتریوس په لاس کې وو، دده له مرګ نه وروسته د ده د کورنۍ او ایواکراتید د پلویانو تر مینځ یوه کورنۍ جګړه رامینځته شوه.
سره ددې چې له هرات (آریا) او مرو (مارګینا) نه نیولی، د باختري یونانیانو د واکمنئ تر یو شمېر نورو سیمو پورې، خاوره د ایوکراتید په واک کې وه، ولې بیا هم د دمتریوس د ټولواکمنی یو شمېر سیمې د ده په ولکه کې رانغلې او د پرلپسې جګړو له مخې بیا هم کورنۍ جګړه په بشپړه توګه کابو نشوه.
دی چې کله د هندوکش جنوب پلوته، د دمتریوس د کورنۍ د واک د ځپلو لپاره روان شو، خپل زوې «هلیوکلس» یې د باختر نایب السلطنه وټاکه.
یو شمېر لرغونپوهان پدې اند دي، چې ایوکراتید د همدې زوی له لاسه ووژل شو، ولې ځینې وایي، چې د دویم دمتریوس د دې کورنۍ د وروستي واکمن له لاسه په یوې جګړه کې له مینځه لاړ. دریمه خبره دا ده، چې له پارتیانو سره په یوه جګړه کې د مهرداد، له خوا ووژل شو. خوډیری تاریخپوهان پدې ټینګار کوی، کله چې دی له هنده بېرته راوګرزید د هلیو کلس له خوا له مینځه لاړ.
«تارن» دېته ورته نظر لري او پدې اند دی، یانې نوموړی له پارتیانو سره په جګړه کې د زوی له خوا ووژل شو، ولې وروسته له متن څخه په تېروتنی برېښي، چې «د باختري یونانیانو پاچا، د پارتیانو په مرسته د ایوتیدم د کوم زوی له لاسه له مینځه تللی دی.»[8]
ایوکراتید په داسې مهال واک ته ورسېد، چې په لویدیځ کې پارتیان، د هندوکش په جنوب کې د باختري یونانیانو دویمه سلطنتي کورنۍ او له ټولو موهمه دا چې اسکایي ټبر د هېواد په شمال کې سر راپورته کړ او کله چې دی په هند کې وو، لومړی مهرداد په مخزیږدی ۱۵۹ کې به اریانا برید وکړ، له هریرود (اریوس) تېر شو او کله چې ایوکراتید د بېرته راتلو هوډ وکړ په لاره کې د دویم دمتریوس له خوا ووژل شو.
مهرداد، د اسکایانو له وېرې بېرته ستون شو او هلیوکلس د پلار له مرګ نه وروسته مرګیان او سغدیان ونیول او په باختر کې د سلطنت اعلان وکړ.
هلیوکلس: (heliokles)
موږ دمخه ووېل، کله چې ایوکراتید له خپل پلاز باختر نه د خپل واک او ځواک د ټینګښت لپاره نورو اریايی سیمو ته سفر کاوه، نو خپل مشر زوې، چې په لومړې مهال کې شل کلن وو خپل نایب السلطنه وټاکه.
موږ دمخه دا هم ووېل. چې ایوکراتید، څرنګه او ولې ووژل شو؟ خو بیا هم د ده له مرګ نه وروسته د ده زوې هېلیوکلس د (۱۵۰-۱۴۷ م ز) کالو په شاوخوا کې پاچا شو او د خپل سلطنت د پیاوړتیا لپاره یې د سغد،مرو او باختر سیمې په پوځي لحاظ ځواکمنې کړې. ولې بیا هم لکه څرنګه چې د ده د پلار واک د درې مخالفو ځواکونو تر ګواښ لاندې وو، دارنګه د هلیوکلس د سلطنت په مهال هم ورته ګواښ پخپل حال پاتې وه خو دغه ګواښ د باختر شمال او لویدیز ته ډېر متوجې وه، ځکه چې اسکایان او پارتیان په یادو سیمو کې د جنوب په پرتله ځواکمن ول.
له یوی خوا پارتیانو د مهرداد په مشرۍ یو دبل پسې د اراکوزیا، د رنګیانه او یو شمېر نورې سیمې تر ګواښ لاندې ونیولې او له بلې خوا ساکیانو لومړی سغدیانه وګواښله، ورورویې خپل وااک ټینګ او بیا له خپل پلرني ټاټوبي سر دریا نه هرې خواته خپاره شول او اکسوس رود نه راتیرل شول او باختر یې تر برید لاندې ونیو.
د باختري یونانیانو د دریمې کورنۍ نسبتاً ځواکمن واکمن هلیوکلس وو، ولې بیا هم د اسکایانو پر وړاندې د مقاومت جوګه نه وه، نو ځکه له شمالي هندوکش نه را واووښت او په جنوبي هندوکش کې واړول.
همدا لامل وو چې د اریایي هېواد د لرغونی پلاز، باختر یې پرېښود او کاپیسا یې د خپلې واکمنۍ پلازمېنه وټاکله.
هلیوکلس ځکه د باختر وروستی یوناني پاچا ګڼل کېږي، چې له ده وروسته د دې کورنۍ سلطنتي غړي د سیمه ییزو واکمنو په توګه پاتې شول.
هلیوکلس هغه ځواکونه چې د هېواد له شمال نه سهل ته ولېږدول، له پارو پامیز، کابل شاوخوا او د ګندهارا له لویدیځ نه نیولې تر ختیځ ټکسلا پورې خپل واک ټینګ کړ.
که څه هم په سر کې د دمتریوس ځواکمن جنرال (مناندر) د نوموړي لپاره یو ستر ګواښ وه، ولې کله چې نوموړی ومړ، زوې یې استراتو strato او میرمن یې ملکه «اګاتوکلیا» د دې جوګه نه ول، چې د «مناندر» د ځواک تشه ډکه کړي او هلیوکلس هم له دغې کمزورۍ نه ګټه واخسته او په ګندهارا کې خپل واک او ځواک پیاوړی کړ او استراتو د جهلم غاړو ته ستون شو.
له هلیوکلس نه وروسته په اریانا کې د باختري یونانیانو د کورنۍ واک که څه هم به بشپړه توګه پاتې نشو، یانې تېره دب دبه یې ونشوه ژغورلی، خو په سیمه ییزه توګه یې د لسو تنو په شاوخوا کې پر کابل، ګندهارا، پنجاب… سیمه ییزه واکمنو واک درلود، چې نومونه یې دا دي:
۱ـ انتیال کیداس antyalkidas
۲- امین تاس amyntas
۳- هرمایوس hermaeus
۴- دیومدس diomedes
۵- پاندر pandre
۶- پیلوګزنوس philoxenos
۷- ارتمیدور artemidore
۸- پوکولاوس peukolaos
۹- پان کولاوس pankolaos
۱۰- ارکه بیوس archebios
ما (لیکوال) د دغو په لړ کې د څو تنو سیکې د «ټکسلا په موزیم کې وموندلی، چې څو نمونې یې پدې ډول دي:
_ antialcide king of Punjab 145 bc
_ archebius king of Kabul 140 bc
_ diomedes king of Punjab 125 bc
_ artemicloros 100-80 bc
_ amyntas Kabul 100 bc
_ hermaios the last greek king of kabuls 45-50 bc
د دې مهال د سیکو څونورې نمونی
له ټګسلا نه سربیره یو شمېر نورې سیکې دباختري تولواکمنۍ په بېلابیلو سیمو کې موندل شویدي، چې په بېلابیلو نمرو او نومونو ثبت دي.
دلته موږ د ساري په توګه دیو شمېر سیکو یادونه کوو:
ـ د سپینو زرو یوه سیکه (انتیکوس سیلیو کې د باختر له خپلواکۍ د مخه خپره کړېوه او کله چې خپلواکي وګټله بیا د سرو زرو سکه ووهله، چې د پاریس په موزیم کې خوندي ده. (۱۷ مه نمره انځور)
ـ ایوکراتید چې د سلطنت اعلان وکړ یوه سکه ووهله، چې ځان یې پکې شهینشا (هندی مهارا جه) ښودلی دی (۲۰ مه نومره انځور)
ـ د ایوکراتید یوه بله سیکه، چې نوموړي په آس باندې سپور ښکاري.
همدا راز د نوموړي نوري سیکي په هند، ټکسلا او کاپیسا کې موندل شویدی.
پرته له دېنه د یونانیانو درې کورنیو چې په باختر کې حکومت کړیدی، هرې کورنۍ خپلې سیکې وهلې دي، چې موږ ایوتیدم «دمتریوس» انتی ماکوس، ایوکراتید او نور د ساري په توګه یادولی شو.
هېلیوکلیس چې د باختري یونانیانو د دایمې سلطنتي کورنۍ وروستی پاچا وه په دوه ژبو (یوناني او پراګریت) سکي وهلي دي، د ټکسلا په موزیم کې هم دده سیکی شته او ګندهارا، هېواد په یوه پلاز پېښور کې هم د ده لیکې تر سترګو شویدی.
د ده یو شمېر سیکي، چې لیدل شویدي په مسو او سپین زرو کښل شویدی کوم توکي، چې له کاپيسا، غوربند، بامیان، کابل، پېښور (پورو شاپورا)، استاکنه (سوات، کاسپیتي روس)، دیاني سوپولس (د پېښور بګرام)، پونا (دبنوسیمه) او د ګندهارا له نورو سیمونه ترلاسه شودیدي (که څه هم دی د ساکانو او پارتیانو تر ګواښ لاندې وو) د ده د واک دب دبه ترې په ډاګه کېږي.