دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهپاکستان: طالبان د تروریزم ملاتړ کوي، بندیزونه دې پرې سخت وڅارل شي

پاکستان: طالبان د تروریزم ملاتړ کوي، بندیزونه دې پرې سخت وڅارل شي

تاند (پنجشنبه، د قوس ۳۰) په ملګروملتو کې د پاکستان استازي د امنیت شورا په غونډه کې ادعا وکړه چې د افغانستان د طالبانو حکومت د تروریستي ډلو ښکاره ملاتړ کوي.

منیر اکرم وویل، په افغانستان کې دېره ترهګرې ډلې د پاکستان، سیمې او نړۍ لپاره خطر پېښوي.

ده په افغانستان کې د طالبانو رژیم د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي او په دې تحریک پورې د تړلیو ډلو په ملاتړ تورن کړ.

ده د افغانستان له خاورې د پاکستان خلاف د ټي ټي پي ګواښ جدي وباله او ویې ویل، د دې لپاره چې ټي ټي پي د لوېدیځ پرمختللې وسلې ترلاسه کړي د دې ډلې بریدونه د پخوا پرتله پېچلې اوخطرناکې شوي دي.

پاکستان تر دې وړاندې هم ادعا کړې وه چې ټي ټي پي ته د امریکا پرمختللې لیزري وسلې په لاس ورغلي دي خو امریکا دا ادعا رد کړه او ویې ویل چې په افغانستان کې یې داسې وسلې نه دي پرې ایښي.

د پاکستان استازي وویل، د دې لپاره چې د افغانستان د طالبانو رژیم محبور کړل شي چې د تروریستي ډلو خلاف جدي اقدام وکړي پر افغانستان دې د بندیزونو د څارنې د کمېټې کار پیاوړی شي.

په ملګروملتو کې د پاکستان استازي دا هم وویل چې د طالبانو له حکومت سره هر راز تعامل باید د تروریستي ډلو پر ضد خلاف د دوی د اقدام پر اساس وي.

خو د افغانستان لپاره د ملګروملتو ځانګړې استازې روزوا اتونبایوا بیا وویل چې له طالبانو سره تعامل او خبرې پکار دي ځکه چې خبرې هغوی ته مشروعیت نه ورکوي مګر له دې لارې هغوی د نجونو او ښځو د حقونو ورکولو ته تشویق کېدای شي.

پاکستان، چې د طالبانو د بیا واک ته رسیدو په پیل کې ځان د کابل فاتح ښوده، اوس د طالبانو پر حکومت د تروریزم د ملاتړ تور پورې کوي.

پاکستان په وروستي یو کال کې پر افغانستان د فشار لپاره افغان کډوال زښت ځورولي، نیولي، بندیان کړي او شاوخوا ۵ لکه یې په زوره ایستلي دي. همداراز یې په ځلونو د مېوو په فصلونو کې د افغان مېوو د صادراتو د مخنیوي لپاره لارې بندې کړي. او همداراز یې د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو تجارتي مالونه په میاشتو – میاشتو ایسار کړي، اضافي چارجونه او مالیې یې پرې وضع کړي دي.

د امنیت شورا غونډې ته د ایران استازي بیا وویل چې د افغانستان خلاف اقتصادي بندیزونه دې پای ته ورسیږي.

امیرسعید ایرواني داعش او په القاعده پورې تړلې ډلې د افغانستان او سیمې لپاره ګواښ وبللې.

3 COMMENTS

  1. د انګلیس چوچه پنجابیه منیره اکرم تاسی همیش د انګلیس شیطان هدایت سره د دوه مخه منافقت لاره تعقیب کړی دی تاسی فتنه ناک او د تاسی له خوا تربیه شوی قدیانی طالبان د افغان ملت غلامی پلان تعقیبوۍ د ستا کثیف پنجابی تنقیدونه پر خپلو روزل شوو طالبی غلامانو باندی د افغانانو ذهنیت ګډوډولو لپاره دی !!! منیره خبیثه پنجابیه افغان ملت د تاسو بادار شیطان انګلیس ئی د خپلی خاوری څخه وشړلو او همدارنګه ئی شوروی خبیث نو تاسی د انګلیس چوچه د افغانستان کنترول خوبونه به حتمآ ګور ته یوسۍ !!!!

  2. تاسو په دې خبرو ځان نشئ پاکولی ځکه پاکستان په نړۍ کې د تروریزم مملکت او حمایه کونکي دولت مشهور دی کوم چې حقیقت دی. ستاسو پدې خبره چې طالبان د تروریزم حمایت کوي ثابتوي چې تاسو د تروریزم ملاتړي یاست ځکه همدا طالبان شل کاله تاسو حمایه کول نو څوک ملاتړي شول.

  3. ستا د هغه مردارې پنجابۍ درۍ نیم جریبه کوس وغیم نن بیا تروریست سول پرون یې سي تاته جې سیر ویل د ازادۍ پتنګان ول.الله جلاالله به دغه طالب ستاسي لپاره د سر پرې کولو توره وګرځوي.د وجدان او افغاني غرور خاوندان طالبان به ستا وحشت او جنایت له یاده ونه باسي. تف لعنت په تاسي د یهودو لعنتیانو په اولاده. 🤮😡🐖

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب