تاند (پنجشنبه، د قوس ۳۰) د کابل پوهنتون د فارغانو نننۍ فراغت غونډې ته د طالبانو د دفاع او کورنیو چارو د وزیرانو ویناوې د یو شمېر افغانانو له هرکلي سره مخ شوي.
په نننۍ وینا کې د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب وویل چې له لسیزو راهیسې د افغانانو ترمنځ د تفرقې لپاره کار شوی او د مدرسې او عصري زده کړو فارغان د یو بل دښمنان ګڼل شوي.
د ده په وینا، دا دومره لسیزې د مدرسې فارغان داسې تبلیغ شوي چې له جنازو او جومات سره یې کار وي او حکومتولۍ کې دې رول ونه لري.
د یعقوب په وینا، همداسې په لویدیز کې د زده کړو څښتنان د وطن او دیني قشر دښمنان تبلیغ شوي او ویل شوي چې دواړه لوري سره نه شي جوړېدای، خو دا د ملا یعقوب په وینا ناسم تبلیغات دي او افغانستان د دواړو قشرونو ګډ کار ته اړتیا لري.
ښاغلي یعقوب له دې سره، دا ونه ویل چې دوی یانې د ملایانو قشر اوس پر افغانستان د واکمن رژیم په توګه د دغو فاصلو د ختمولو او د واک د انحصار د ختمولو لپاره عملاً کومو اقداماتو ته ژمن دي؟
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني چې د جمهوري نظام خلاف د تر ټولو خونړیو ځانمرګو بریدونو طراح ګڼل کیږي، نننۍ فراغت غونډې ته د وینا پر مهال محصلانو ته قسم یاد کړی چې د ده په خبره« جهاد» یې د دوی خلاف نه؛ بلکې د افغانستان د «ازادۍ» لپاره و.
حقاني فارغو محصلانو ته په خطاب کې وویل چې ده زده کړې نه دي کړي او د محصلانو پر وړاندې ځان د خبرو وړ هم نه بولي، خو یوازې د هڅونې او ډاد ورکولو لپاره یې راغلی.
سراج الدین حقاني دغه راز وویل چې نړیوال د دوی د مدرسو خلاف تبلیغات کوي او وېره یې په اړه خپروي، خو ده واضح نه کړه چې محصلانو او په ټوله کې غیر طالب افغانانو ته د ده او نورو طالب چارواکو د عملي اطمینان ورکولو لپاره کومو اقداماتو ته ژمن دي؟
د طالبانو دا دوه چارواکي بیا- بیا د خپلو افراطي چارواکو برعکس په نرمه لهجه غږیدلي او غیر طالب افغانان یې دوی سره نږدې والي ته هڅولي، خو نیوکه پرې دا ده چې خبرې یې تر ډېره تشریفاتي دي او په عمل کې تر اوسه لږ ترلږه د نجونو پر زده کړو د لګول شویو بندیزونو په پای ته رسولو نه دي توانیدلي.
یو شمېر افغانانو له دې سره هم د دغو طالب چارواکو د ویناوو هرکلی کړی او ویلي چې دا په طالبانو کې د واقعیتونو د درک کولو نښه ده.
له دې سره، دوی ټینګار کوي چې د دغو طالب چارواکو او نورو اصلاح غوښتونکو مسوولیت یې تر تشریفاتي ویناوو نه شي محدودېدای او دوی باید عملاً د افغانانو غوښتنو ته د غاړه اېښودو لپاره عملي ګامونه واخلي.
” سراج الدین حقانی وویل چی نړیوال د دوی د مدرسو خلاف تبلیغات کوی “.
آیا کوم څوک شته چی د نړیوالو خصوصاً غربیانو بیا خصوصاً امریکائیانو او انګریزانو د طالب او مدرسی ضد څرګندونو او غبرګونونو یوه وړوکی نمونه وړاندی کړی؟
غربیانو هیڅکله د مدرسو ضد تبلیغات نه دی کړی بلکه د مدرسو اصلی طراحان او تمویل کوونکی همدا غربیان وه او دی او بس.