Homeخبرونهد امنیت شورا غړو له طالبانو کومې غوښتنې وکړې؟

د امنیت شورا غړو له طالبانو کومې غوښتنې وکړې؟

تاند (پنجشنبه، د قوس ۳۰) د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره شپه د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه لرله چې پکې له بېلابېلو ویناوو وروسته د طالبانو له واکمن رژیم څخه یو شمېر غوښتنې وشوې.

د ویناوالو په څرګندونو کې د افغان ښځو خلاف د طالبانو قیودات په جدي ډول نقد او دغه راز د نورو افراطي قیوداتو د اېسته کېدو او د افغانستان له خاورې د تروریزم د ادعا شویو خطرونو پر مخنیوي ټینګار وشو.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو شمېر دایمي او نا دایمي غړو د طالبانو له رژیم څخه وغوښتل چې په افغانستان کې خپل سیستماتیک جنسیتي تبعیض پای ته ورسوي.

د امنیت شورا د ښځو، سولې او امنیت د اصولو لپاره د ګډو ژمنو د اعلامیې لاسلیک کوونکو هېوادونو او د امنیت شورا راتلونکو غړو په یوه ګډ پرېکړه لیک کې چې د ډېسمبر په ۲۰مه یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له ناستې وروسته خپور کړ، ویلي دي چې افغان نجونو او ښځو ته د هغوی د بشپړ بشري حقونه او اساسي ازادۍ ورکړل شي.

د طالبانو ویاندویانو او چارواکو دغو غوښتنو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو د حقونو د تامینولو ادعا کړې او دا یې هم ویلي چې د دوی رژیم ټول ګډونه، قانونمند او د ټولو معیارونو پوره کوونکی دی.

څارونکي باور لري چې د طالبانو رژیم د افغانانو او نړیوالو پر وړاندې د افراطي او نه اصلاح کېدونکو دریځونو له دوام سره، ورځ تر بلې خپلې پښې په تېشه وهي، ځکه د دوی په باور نه افغانان او نه هم نړیواله ټولنه نوره د افغانستان د روان وضعیت د زغملو حوصله لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...