«انسان» کلمه له اُنس څخه اخيستل شوې ده، چي د ميني او محبت په معنا ده.
مينه د انسان فطرت دی. انسانان بايد د همدغه فطرت پر اساس له خپلو همنوعو سره وچلېږي.
ټولنيز ژوند له کورنۍ راپيلېږي.
هره کورنۍ کوچنۍ ټولنه ده او هره ټولنه بيرته لويه کورنۍ ده.
که د کورنۍ د غړو تر منځ مينه او محبت نه وي،کورنی ژوند او سيسټم ئې بې خونده کېږي؛ ځکه د همدغه ميني په برکت يو و بل ته درناوی، ارزښت، شفقت او درنښت ورکول کېږي.
که په اجتماعي ژوند کي انسانان خپلمنځي محبت و نه لري، ژوند به ئې له سوکالۍ او خوشحالۍ خالي وي.
انسان اشرف المخلوقات دی او پر ټولو مخلوقاتو برتري او شرف لري. خدای جل جلاله په وچه او اوبو کي د ګرځېدني ازادي ورکړې ده. کاينات ئې دده لپاره مسخر کړي دي.
کاش،
انسان له خپل نامه هغه استفاده کړې وای، چي څنګه ئې معنا ده.
افسوس، انسان د ميني او محبت پر ځای د کرکي او نفرت لار خپله کړې ده.
افسوس، انسان د خدای جل جلاله له ورکړي ازادۍ ناوړه ګټه اخلي/اخيستې ده.
دا همدغه انسانان دي، چي له خپلي ازادۍ ئې د خپلي تباهۍ لپاره کار اخيستی دی.
همدغو انسانانو د انسانانو په جامه کي او د انسان په نامه هغه وحشتونه وکړل، چي ځنګلي ځناورو هم نه دي کړي. همدغه اشرف المخلوقات د خپلو همنوعو د تباهۍ لپاره هره وسيله او وسله وکاروله.
دا چي په انساني ټولنه کي هره ورځ دغسي وحشيانه اعمال او پېښي اورو/وينو، دا ټول د انسان له لاسه پېښېږي.
انسان، انسان حلال کړ!!!!
انسان، د انسان په زندان کي پروت دی!!
انسان دی، چي له بل انسانه د خدای جل جلاله ورکړی نعمت (ژوند) اخلي.
انسانان دي، چي هر کال په ميلياردونو ډالر د انساني ابادۍ، سوکالۍ، د بربنډو د پټولو او د لوږي د ختمولو لپاره نه؛ د انسانوژني او انساني بربادۍ لپاره پر وسلو مصرفوي!!!
حتا د انسان په وينو خپلي اقتصادي ژرندي چلوي!!!
دا همدغه له خاوري جوړ شوي انسان دی، چي نن ئې د خدای جل جلاله پر ځمکه سرکښۍ ته ملا تړلې ده او د خدای جل جلاله ځمکه ئې نورو انسانانو ته سور تنور کړی دی!
انسان د یوه ټولنیز موجود په توګه له پیدایښت څخه تر مرګه ؛ ټولنیزی اړیکې پالــي او همدا اړیکې دی چــې د انسان ژوند ته بل رنګ ورکوي ، اړیکــې د انسان پر ژوند مستقیمه اغیزه پریږدي او د انسان ژوند له ټولنې سره تړي.
انسان بی له ټولنیزو اړیکو ژونـد نشی کولای همدا اړیکې دی چــې د انسان ، عواطف ، علایق او احساسات له ټولنې سره او په ټولنه کـې له میشتو کسانو سره تنظیموي.
پخوا انساني اړیکـې د ټولنیزو ارزښتونو پر بنسټ تنظیمېدې ؛ ټولنیز ارزشتونه ، دود ، عرف ، عنعنات او کلتور په ټولنه کــې د انسانی ژوند معیار ګڼل کــېـده .
بی شمــېـره احساسات ، عواطف ، احترام ، عزت او مینه د داسې اړیکو د مثبتو عناصرو په توګه یادولای شو .، په داسی حال کــې ټولنیزی اړیکـې خورا قوی او له احساساتو څخه ډکی وی ، انسان تل هڅه کوله چـې د نورو په غم او ښادی کــې ځان شریک وبولـــي او خپلـې کورنۍ او خپلوانو ته وخت ځانګړی کړي.
خو دا اړیکــې له بل اړخه د سیمه ایزو واټونو له امله محدود پاتــې کېدې او اقتصادی ارزښت یی هم لوړ وو. که چــېرې چا غوښتل چــې د یو کس احوال واخلي او یا په ټولنیزو مراسمو کی برخه واخلی نو یا به یی خط لیکه او په ورځو به د خط ځواب ته په تمه پاتـې کېده او یا هم اوږد مزل به یې تر سره کړ تر څو موخې ته ځان ورسوي.
نن انسانی اړیکــې تیکنالوژی او انترنیټ تنظیموي ، موبایل ، ایمیل ، انلاین ټولنیزی شبکی او داسې نور په ټولنه کــې د انساني ژوند معیار ګڼل کیږي . تیکنالوژی او انټرنیټ د نړۍ په کچه واټونه او فاصلی له منځه وړي او د اړیکو له اړخه نړۍ يــې په یوه کوچني کـلــي بدله کړې ده د تیکنالوژی او انترنیټ په مرسته انسان په ډیره چټکۍ او کم لګښت سره کولای شي د هېواد د ننه او بهر اړیکــې ټینګـــې کــړي ، د خپلی کورنۍ ، ملګـرو او خپلوانو له حاله ځان خبر او حتا کولای شی خپل ملګــری او د کورنۍ غړی د نړۍ په هر ګوډ کـې په ژونـدۍ بڼه وګوري او مخامخ خبرې ورسره وکړي.
خو له بله اړخه په تیکنالوژی ډیره اتکا او باور د انسانانو تر منځ احساسات ، عواطف ، احترام ، عزت او مینی کچه په بی ساري توګه را ټیټوي ؛ په ټولنه کـــې پر انساني ژونـد خورا بده اغیزه پریږدي او د انسان حضوری او فزیکي اړیکــې له ټولنې سره کمزورې کوي.