سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeم.م. اتلس نیم ملیونه افغانانو بشري مرستو ته سخته اړتیا لري

م.م. اتلس نیم ملیونه افغانانو بشري مرستو ته سخته اړتیا لري

تاند(سې شنبه، د جدې ۲۳) ملګري ملتونه وايي، په وروستیو شپږو میاشتو کې مرستو ته د اړو افغانانو شمېر د څلور کاله پخوا په پرتله شپږ ځله زیات شوی دی.

د ملګروملتو د سرمنشي ویندوی سټېفان دوچاریک د دوشنبې په ورځ وویل، د دې منظور دا دی چې سږ کال په هرو تقریباً دوو تر ۵ کلونو کشرو افغان ماشومانو کې یو  له شدیدې خوارځواکۍ سره مخامخ دی.

څلور کاله پخوا ۲ ملیونه او ۳ لکه افغانان مرستو ته اړ پېژندل شوي وو.

د سرمنشي ویندوی زیاتوي، په دې خاطر چې خلک بې ځایه شوي، کورونه یې پرې ایښي او عواید یې کم شوي، لوږه په زیاتېدو ده.

د ښاغلي دوچاریک په وینا، په ۲۰۲۱ م کال کې به د افغانستان نژدې نیمايي وګړي د ژوندې پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د ملګروملتو د بشري مرستو د همږغۍ د دفتر (کوچا) د معلوماتو له مخې، په ټول افغانستان کې ۱۸ ملیونه او ۴ لکه وګړي مرستو ته اړتیا لري او دا شمېر تېر کال د کورونا وایرس د خپرېدو له کبله زیات شوی دی.

ملګري ملتونه وايي چې اوس ۱۵ ملیونه او ۷ لکه تنه په بشري مرستو متکي دي خو دا په داسې حال کې ده چې مرستندویان کافي بودجه نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب