جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهکندهار کې د نجونو یو ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه

کندهار کې د نجونو یو ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه

تاند(سه شنبه، د جدي ۲۳) د پوهنې وزارت وایي، د کندهار ولایت د مرکز اړوند د شهید عظیم الله د نجونو د ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه.

دغه وزارت وايي، د کندهار د پوهنې رئیس پوهنیار محب احمد روښان د دې ښوونځیو د پرانیستلو په غونډه کې وویل، د شهید عظیم الله د نجونو ښوونځي ودانۍ په پاخه او اساسي ډول په دوو پوړونو کې د ۸ میاشتو په موده کې د ۱۰۸ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړه شوه.

دغه راز نوموړي زیاته کړه ، چې دا ښوونځی د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې په مالي مرسته جوړ شو چې ۸ درسي خونې، ۲ اداري خونې، تشنابونه، د زده کوونکو لپاره میز او څوکۍ، د پاکو اوبو څاه او نورې اړینې اسانتیاوې لري.

همدارنګه د پوهنې وزارت د شهید عبدالله لومړني ښوونځي په اړه وايي، دا ښوونځی هم په پاخه او اساسي ډول د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې په مالي مرسته د ۲۴۰ زرو ډالرو په لګښت د یو کال په موده کې جوړیږي چې ۱۲ درسي خونې، ۲ اداري خونې، د زده کوونکو لپاره  میز او څوکۍ، د پاکو اوبو څاه او نورې اړوندې اسانتیاوې به ولري.

دا په داسې حال کې ده چې نږدې موده مخکې د لوګر ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې هم د نجونو د یو ښوونځي ودانۍ جوړه شوه.

افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې په ولسوالیو کې د ښوونځیو اړتیا زیاته ده او د ښوونځیو د نشتوالې له کبله ډېری ماشومان له زده کړو پاتې کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب