دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد اقینې ـ اندخوی د پټلۍ چارې بشپړې شوې

د اقینې ـ اندخوی د پټلۍ چارې بشپړې شوې

(تاند، سه شنبه د جدي ۲۳) د افغانستان د پټلۍ خپلواکه اداره وایي، د اقینې- اندخوی اوسپنې پټلۍ پروژې چارې بشپړې شوي دي او ټاکل شوې، چې په نږدې راتلونکو ورځو کې یې پرانیسته وشي.

له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي: ” د اقینې – اندخوی نېپټلۍ چارې بشپړې دي او نږدې ورځو کې به د افغانستان او ترکمنستان دولتونو د لوړپوړو چارواکو له خوا په رسمي توګه ترې ګټنه پیل شي”.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د آقینې – اندخوی اوسپنې پټلۍ ۳۰ کیلومتره اوږدوالی لري، چې په ‌کې یو د اوسپنې پټلۍ تمځای، نښلونکی سړک، د تخلیې او بارکولو ځای، د باربري موټرو تمځای او د احاطې دیوال شامل دی. دغه پټلۍ د افغانستان د فارياب له مرکز میمنې ښار څخه تر اندخوی ولسوالۍ پورې جوړه شوې ده.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د آقینې – اندخوی پټلۍ پر پروژه له ۳۰ میلیونه ډالرو څخه ډېر لګښت راغلی، چې ټول مالي لګښت یې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له پراختیایي بودیجې څخه ورکول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د یادې پروژې د جوړولو تړون شاوخوا یو کال مخکې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې او ترکمنستان د صنایعو او اړیکو وزارت ترمنځ لاسلیک شوی و.

دغه پټلۍ به د اقینې بندر له لارې افغانستان له ترکمنستان او مرکزي آسیا سره ونښلوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب