تاند (سه شنبه د جدي ۲۳) د کونړ د نرنګ ولسوالۍ اوسېدونکو د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو له لوري په عملياتو کې د ملکي مرګ ژوبلې په غبرګون کې لاريون وکړ.
لاریون وال وایي، تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په دې ولسوالۍ کې عمليات کړي چې ملکي کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
دغو کسانو چې د وژل شویو دوو تنو جنازې هم ورسره وې، د اعتراض په توګه یې د څو ساعتونو له پاره د جلال اباد –کونړ تړلې وه.
خو د ملي امنیت ۰۲ قطعه وايي چې په کونړ کې د داعش ډلې لپاره د ماینونو زمینه ساز په ګډون دوه کسان وژل شوي او دوه نور ژوندي نیول شوي دي.
د ملي امنیت ۰۲ قطعې نن سه شنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ پشت ګلاب پړۍ سیمه کې ځانګړي شپني عملیات کړي دي.
سرچینه وايي، په دغو عملیاتو کې د داعش ډلې د ماینونو زمینه ساز ظهیر الله مشهور په صفی الله کوچي او د داعش غړی محمد اقبال د تېښتې پر مهال وژل شوي او دوه تنه نور له یادې ډلې سره د اړیکو لرلو په تور نیول شوي دي.
د خبرپاڼې په حواله، له وژل شویو کسانو دوه کلاشينکوفونه هم د ځانګړو ځواکونو لاس ته ورغلي چې په سیمه کې له منځه وړل شوي دي.