دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهسپین زر دولتي فابریکه بیا فعاله شوه

سپین زر دولتي فابریکه بیا فعاله شوه

(تاند، سه شنبه د جدي ۲۳) د هېواد په شمال ختیځ کندز ولایت کې سپین زر د غوړیو تولیدي فابریکه د ۱۲۰ زره امریکایي ډالرو په پانګونې سره له ۲۵ کلونو وروسته بیرته فعاله شوه.

له صنعت او سوداګرۍ وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي: “سپین زر فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې لس ټنه غوړي تولیدوي او ترڅنګ یې د زغرو، کونځلو، پنبه دانې غوړي، کنجاړه او صابون تولیدلو توان هم لري.”

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، سپین زر تولیدي فابریکه خپل تولیدات پر کندز سربېره نورو ولایتونو او پلازمېنې کابل ته هم استوي.

سپین زر تولیدي فابریکه چې له کلونو راهیسې یې فعالیت په ټپه ولاړ و، د افغانستان او ازبکستان هېواد ترمنځ د یو هوکړه لیک له مخې له هغه هېواد څخه ورته ۵ پایې ماشینونه د بېرته فعالیت په موخه وپېرل شول.

د معلوماتو له مخې، د یادې فابریکې په فعاله کېدو سره ۵۰ تنو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

سپین زر فاریکه له نن څخه ټیک ۸۵ کاله پخوا  د “شرکت شمالي” په نوم په کندز ولایت کې جوړه شوه، چې تر ۷۰یمې لسیریزې پورې یې د غوړیو، کنجاړې، صابون او جامو جوړولو په برخه کې پراخ فعالیت درلود.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب