جمعه, مې 17, 2024
Homeمقالېتوکل په خدای ژوندون

توکل په خدای ژوندون

لیکنه: محمدخان_ذهین

توکل په خدای ژوندون مو روان کړی.

هغه چارواکي چې مجرمین په محبسونو کې بندیانوي، پخپله خپلو کورونو کې بندیان دي.

بندي چارواکي بیا تر سمنټي دېوالو شاته ماړه، خو ولسونه یې یو جوړ جامو ته حېران دي. هغو چارواکو چې ولس وږی ساتلی، بېرته د همدوی ولس له وېرې زرهي موټرو کې ګرځي.

دا نو څه ډول واکمني ده؟

نه له دیني زده کړو فارغ امن دی او نه هم له عصري.

ولس پرېږده، له چارواکو د خپل ځان ساتلو لاره ورکه ده. هغوی چې ځان نشي ساتی، ما او تا به څه امن کړي؟

ولس ساده او چارواکي حرام زاده. کنه ولسونه غلامان او چارواکي یې بندیان؟

جګړه سپۍ شوې ده ؤمې غوښې د قام خوري، خو پر پستو څوکیو د ناستو چارواکو اولادونه هېواد نه بهر خپل عیشونه کوي.

اصلاحات ټول غواړي، خو پلي کولو والا نشته. سوله د هر چا ارمان دی، خو د راوستو سړی یې نشته.

له ټولو د صلاحت او مسوولیت لارې ورکې دي. یواځې رواجي غندنو ته پاتي یو.

ډېری چارواکي خو لا پر شویو پېښو د ولس له خولې خبر شي. اصل کې د دوی دندې له پېښو وروسته پیلیږي. یواځې غمرازي، غمشریکي او خواشیني ورته ورپاتې. ولس هم غمونه غندي او چارواکي هم.

د ارګ لالاګانو خو لا له وړاندې پر خپلو ادیبانو د غم شریکۍ پیغامونه لیکلي وي، یواځې د نوم ځای یې خالي وي.

موږ ټول د یوې کښتې سپرلۍ یو. د هغې کښتۍ چې له چلوونکي تر تلونکي ټول یې له هنره مرور دي.

د دومره وژنو وروسته مو هم عقلونه سر ته رانه غلل. نور به نو څه وشي چې پوهـ شو او ځانونه د پردي دېګ له نغری توبه وباسو؟

له چا تمه او له چا ګیله؟

نور نو خپله د هرې ساه په اخیستو کې بسم الله وایئ. چاته چې د خپل ځان ساتنې لپاره بړستن نه ټینګیږي، تا به څه ډاډه کړي؟

څوک چې د خپل ځان د ژغورلو لپاره تر سمنټي دېوالونو شاته پټ وي، تا به څه امن کړي؟

د دې وحشت مهار د دوی له توانه پورته دی. دوی بې چاره وګڼئ. دا بې چاره ګان دي.

له ولسمشره تر وزیره، له والي تر ولسواله او له قومندانه تر عسکره؛ ټول بې چاره شوي.

بس هر سړی پخپله خپله ساه وساتئ.

خو که چارواکي مو پس له مرګه په یاد شمعې بلوي، دا وصیت ورته پرېږدئ:

چې په ژوند دې نۀ کړم یاد

پر مرګ مې مۀ کوه فریاد

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب