شنبه, اپریل 27, 2024
Home+د پاکستان د یرغلیزې ډيپلوماسۍ ناوړه پایلې

د پاکستان د یرغلیزې ډيپلوماسۍ ناوړه پایلې

پوهاند م، عثمان تره کی

پاکستان د مخکنیو ډیپلوماټیکو هلوځلو په دوام داوار په اسلام اباد کې د طالبانو په ګټه، د اسلامي هیوادونو د همکاريو سازمان غونډي ته رابللی دی. دا د نړیوالي ټولني پټه یرغلیزه دیپلوماسي تعبیرولی شو. پوښتنه دا ده چې ایا پاکستان داسي یو منل شوی دریز چې د نړۍ په کچه د طالبانو ډیپلوماټیک قیمومیت په غاړه واخلي، لرلی شي؟
  

دا د ټولو افغانانو غوښتنه ده چې د جغرافیايي جبر له مخي باید د ګاونډي پاکستان سره نورمالي اړیکې ولرو. خو دغه واقعیت هم باید ومنو چې ګاونډیتوب حساب، کتاب او قواعد لري، درناوي يې سوله او امنیت تضمینوي.

په کال ۲۰۰۱م کې کله چې افغانستان د امریکا په سروالۍ د نړیوال پوځي ائتلاف (ن، پ، ا) تر برید لاندي راغی، د لویدیزو ډیپلوماټیکو کړیو په منځ کې دا ذهنیت مسلط وو چې د ډیورند د دواړو خواوو قبایلي سیمي د تروریزم او اسلامي بنسټ پالنې مرکز جوړوي او په لویدیزو هیوادونو کې زیاتره چاودنې له همدغه مرکزه سمبالیږي، خو دغه خبره به چې لویدیز د تروریزم او اسلامي بنسټ پالنې څخه ځانګړی تعبیر لري عجالتاً یوې خوا ته کیږدو، پر حاکم ذهنیت به وغږیږو.

د تروریزم له ګواښ سره د مقابلې په مقصد لویدیځوالو د افپاک (افغانستان- پاکستان) په نوم د افغانستان او پاکستان تر منځ قبایلي سیمي د واحد جغرافیایی جنګي هدف په توګه اعلام کړې. د امریکا په محور باندي په چټکي یو پراخ نظامي ائتلاف جوړشو. په همدې وخت کې د پاکستان ولسمشر پرویز مشرف د ناسیونالیستو جنرالانو د شبکې سروال و. دغې شبکې هغو اسلام پالو ډلو ته روزنه ورکوله چې د افغانستان او هند پر ضد یې فعالیت کاوه. مشرف زړه نا زړه د تروریزم ضد جګړې له ائتلاف سره خپله همکاري اعلام کړه.

خو د افپاک له پلان سره یي په دې پلمه مخالفت وښود چي د ډیورند هغې خواته قبایلې سیمه د پاکستان د خاوري برخه ګڼي او نه یی غوښتل چې پکې له بهر نه مداخله وشي. وروسته د افپاک اصطلاح د پاکستاني چارواکو د ډیپلوماتیکو فشارونو په نتیجه کې د ډیپلوماسي د قاموس څخه حذف شوه. خو د پاکستان په مرسته د دیورند په دواړو خواوو کې د نسل وژنې (ژنوسایډ) یو ګډ منظم پلان تر لاس لاندې ونیول شو. لر پاکستان پوځي عملیاتو ته ځانګړی شو او بر د امریکا او ناټو د جګړې په میدان بدل شو. د تروریزم او اسلام پالنې ضد جګړې تر پلمې لاندي بېساري جنایتونه تر سره شول، خداي دي وکړي چې افغانان یووخت ورسره د حساب و کتاب جوګه شي.

په شل کاله کې (ن، پ، ا) د تروریزم ضد جګړه کې (د لویدیځوالو په تعبیر) د پاکستان د صادقانه همکاري په اړه شکمن وو. ګڼ شمېر ژورنالیستان، ډیپلوماټان او پوځیان پدې متفق وو چې د پاکستان پوځ او استخبارات، اسلامپالي ډلي په سیمه کي د خپلو ستراتژیکو ګټو د تأمین په مقصد د لاسوند په توګه کاروي.

سندَی ټایمس د اکټوبر په ۸ مه ګڼه کې لیکي: « … امریکا، ناټو او افغانستان د مصنوعي سپوږمکۍ له لاري مستند ویدیویي  مالومات تر لاسه کړې چي د اسلامی ډلو روزنيز کیمپونه په وزیرستان کې موقعیت لري او د آی، اس، آی له خوا مدیریت کیږي. دغه مالومات د هغو توقیف شویو انتحاریانو د اعترافونو له مخې مستند شول چي په ځان وژنې نه وو بریالي شوي. 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیري کلنټن راولپنډۍ ته د خپل مسافرت ( ۲۰۱۱ م د اکتوبر ۲۵ مه ) په ترڅ کې د پاکستاني پوځ مرکزي قوماندې ته خپل پیغام په لاندي ډول بربنډ کړ: « که پاکستان د حقاني شبکې پر ضد چې په وزیرستان کې پټنځایونه لري او د امریکا او ناتو سرتیري ګواښوي جدي اقدام ونه کړي، موږ به پخپله لاس په کار شو».

پاکستان د اسلام پالو ډلو د جهاد له لاري له ځانه د دفاع په دریځ کې د لویدیزو هیوادونو فشارونو ته تسلیم نه شو. د پاکستان دفاع د افغانستان له ازادي سره وتړله شوه. افغاني طالبان د آی، اس، آی منګولو ته ولویدل. د پاکستان د دفاع په موخه د افغاني طالبانو مورچلونه تاوده وساتل شول. 

د ۲۰۱۴ م څخه وروسته د امریکا پوځ د افغانستان څخه وتلو ته چمتووالی نیو او ورسره جوخت په دوحه کې د طالبانو سره د سولې مذاکرات جدي پړاو ته ورګډیدل. 

کله چې د پاکستان په وړاندې د امریکا او ناټو ډيپلوماټیک، پوځي او سیاسي فشارونه مثبتې پایلې ته ونه رسیدل، امریکا پریکړه وکړه چې د افغانستان دوسیه په تدریجي ډول پاکستان ته وسپاري. دا د افغان ولس پر ضد د غچ اخیستني او دښمنۍ د طوفاني جذباتو چاودنه وه.

پاکستان د دوحې و سیاسې مذاکراتو ته چې د (ن، پ، ا) په نوښت تنظیم شوي وو د یوې بایلونکې ډیپلوماټیکې لوبې په بڼه کتل. پاکستان په وزیرستان کې سیاسي او پوځي پانګه اچولې وه او لیوالتیا یې لرله چې غوټه هلته خلاصه شي او دوحه ورڅخه بې برخي شي. له همدې کبله یې د (ن، پ، ا) په وړاندې د افغانې طالبانو جنګي فشار غښتلی وساتو.  

په هر حال! د (ن، پ، ا) د پوځيانو له وتلو وروسته له لاندي واقعیتونو سره مخ یو:

ـــ  (ن، پ، ا) د پاکستان دوه مخیزي ډيپلوماسي ته تسلیم اوله ماتې سره مخامخ شو. بناً پاکستان ځان د افغانستان د جګړې اصلي ګټونکی شمېري او غواړي چې د نړۍ په کچه د طالبانو په ډیپلوماټیک قیمومیت کې وڼده ولري.
 

ـــ  د دوحې د تړونلیک او د سیاسي جوړجاړي خلاف د پاکستان په ملاتړ د طالبانو جنګي قوماندانان په افغانستان کې واک ته ورسیدل او د دوحې مذاکراتي سیاسي پلاوی حاشیي ته وتمبول شو.

ـــ  پاکستان یوازې له هغو افغاني طالبانو سره ګډه ژبه لرلی شي چې په افغانستان کې د بهرني اشغال په موده کې د پاکستان له لوژستیکې مرستي برخمن و او د پاکستاني چارواکو په وړاندي د «حیاي حضور» په لرلو سره خپلواک دریز نه شي نیولی.

د حکومت په ترکیب کې د ناسیونالستانو او مسلکي کسانو برخه، په حکومت کې ننه د پاکستان اغیز کموي. نوځکه اړین ګڼل کیږي چې د پاکستان ډيپلوماټیکې هلي ځلي د اوسني حکومت و رسمیت پیژندني ته متمرکزي شي.
 

ـــ  د افغانستان د اشغال د پیل څخه تر اوسه پورې د پاکستان له خوا د « د اسلامي جذباتو افزاري کیدل» د (ن، پ، ا) او پاکستان تر منځ د اختلاف په مرکز کې قرار لري. د ( ن، پ، ا ) په نزد په ابیټ اباد کې د بن لادن حضور د تروریزم ضد جګړه کې د پاکستان صداقت تر پوښتنې لاندې راوستی.

بناً د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، د پاکستان او (ن، پ، ا) اختلاف په خپل قوت پاتې دی. په آی، اس، آی باندي د نړیوال تروریزم د تمویلولو تور پورې کیږي. له همدې کبله پاکستان د اقتصادي بندیزونو سره مخ دی او د پاکستان نوم د نړیوال بانک په خړلیست کې ځاي لري. 

د نتیجې په توګه ویلی شو چې پاکستان په داسي یوه دریز کې قرار نه لري چې په سیمه کې، اسلام اباد د افغانستان د کشالې د حل په محور بدل کړي او د طالبانو واکمني ته د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان له لارې ډيپلوماتیک باور تر لاسه کړي.

دغه واقعیت ته په پام سره چې د لویدیزوالو له انده پاکستان په سیمه کې مذهبي تروریزم د خپل بهرني سیاست د لاسوند په توګه کاروي، د اسلام اباد په غونډه کې د نړیوالي ټولني په پټه د پاکستان یرغلیزه ډیپلوماسي طالبانو ته د ګټي پر ځاي تاوان پېښوي او د طالبانو د واکمني رسمیت پیژندنه لا نوره هم ځنډیږي.

 « پاي»

کال ۲۰۲۱ میلادي، د ډسمبر اتلسمه، فرانسه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
یادونه: دا مقاله یوازي تاند ته استول شوې، ټول حقوق یې له تاند سره محفوظ دي. نور سایټونه یې له تاند سره په تفاهم کې کاپی کولای شي.

11 COMMENTS

  1. سلامونه،
    د پوهاند صاحب روستا ترءکي په تاييد ، پښتانه او افغانان( لر اوبر) په دې ښه پوهېږي چې د پنجاب اوسند او… جرنیلان او کرنیلان د پاکستان د پروژوي ریاست له جوړیدو راهیسې که د جناح په چهره کې د خان عبدالغفار خان په ضد؛ که د بهوټو د داوود خان په ضد؛ که دضیاء ال ناحق ! د خلق ډیموکراتیک پرضد؛ د مشرف د ډ.نجیب اله پرضد؛ او د نیازي عمران خ. د غني په مخالفت یعنې په ټوله کې د افغان ولس په بربادۍ، بیرته پاتې راوستلو او په بیلابیلو ډولونو په جنګونو کښې ښکیل ساتلو کې صرفه نه ده کړې او لا هم دوام ورکوي. دلته لویه پړه پر (ن.پ.ا.) او بیا پر خپله افغان ځینو چارواکو پریوزي چې په سیمه ایز او نړیواله کچه ېې د افغانستان او افغان ولس لپاره لابي نه ده کړې او بیرته د لاهور او کراچۍ ډهل ته ګډېدلي دي !!!
    مثال په م م م کې دغه ڼن چا آواز پورته کړ چې پاکستان ولې په کنړ راکټونه اوروي؟؟؟ او دا ۳۹-۴۶ کاله ولې تش په نامه مچاهدین او ط. او داعش ماېش !!!! تمویلوي؟.
    هم مې ووژني پخپله هم پر ما باندې ژړا کا!!

  2. کاشکی پاکستان يواځی د دپلوماسۍ په ډګر کې یرغلیز سیاست لوبولی ، له بد مرغه پنجاب په پوځی ډګر کې له هماغه لمړیو ورځو طالبانو په تیره بیا حقاني ګروپ سره د هراړخیز پوځي ملاتړ له لاری افغان دولت پر ضد پوځي یرغلیز لاره غوره کړی او زموږ هیواد پر ضد د پاکستان دغه یرغلیز پوځي سیاست غیر د طالبانو او د هغوي د خواخوږو غیر ټولو افغانانو ته څرګندشوی و.
    زه تعجب کوم چې پوهاند صیب سره له ټولی پوهې له بده مرغه زموږ هیواد پر ضد د پاکستان نیابتی جنګ ملی مقاومت باله ( د ملی مقاومت مدعیانو د خپل واک په لمړیو ورځو کې د هیواد ملی بیرغ ښکته کړ ) پوهان صیب پدی شلو کلونو کې خپل ټول وخت او انرژی د طالبانو په ملاټر او د جمهوری نظام په تخریب تیر کړ.( البته د پخوانیو چارواکو فساد نه هم باید سترګې پټی نکړو)
    د پوهاند صیب له ورستیو لیکونو داسی بریښي چې هغه زموږ د هیواد پر ضد د پاکستاني نظامیانو له استعماري سیاست او دسیسو نه تازه خبر شوی

  3. کاشکي د محترم پوهاند صیب په څير زموږ
    نور پوهان هم له ملي زاویي نه د پاکستان له غرض و مرضه ډک سیاست رسوا کړي.

    زیړ ګل اشنا ته دي وریاده شي چې تاسو لکه بعضي نور د اشغال پلویان په ناوړه او بې مورده قضاوت کولو عادت شوي یاست.
    تر کومه چې زما په یاد دي نه یوازي په تېر شل کلن تاریخ کې، بلکې په ټوله څلویښت کلنه غمیزه کې محترم تره کي صاحب د افغانانو له ملي مقاومت، ارضي تمامیت او ملي ګټو څخه دفاع کړې او لا یې قلم نه دی ستړی شوی.
    د عادل او فهیم قلموال ستره خاصه همداده چې د ملي مبارزینو و ښه اړخ ته ښه ووایي او بد کردار یې بد یاد کړي. تاسو لوړو هدفونو ته له ‌‌‌‌‌‌ډېري وړې دربچې ګورئ. په رڼا ورځ‌ د امریکا له خوا د ملک اشغال او له پاکستان سره د ځينو طالب مشرانو د سلیقوي رابطې تر منځ درته توپير لاهم ستونزمن دی.
    پوهاند صیب هغه وخت د امریکې د اشغال په وړاندي د مبارزې په مورچل کې توره په لاس ولاړ و، اوس چې پاکستان ‌‌‌‌‌‌تر پلالي لاندي اوبه بیايي، دادی مرګوني ګذارونه ورباندي کوي. ستا او ستا د همفکرو همدا ګیلې مانې زده دي، نور مو څه له لاسه نه دي پوره، که ستا ادعا سمه وای، اوس خونو پوهاند صیب باید پټه خوله وای…له خوبه را ویښيدل او خپلي ملي سټي پيژندل پکار دي.

    پښتو متل دی:
    میړه مړ کړه میړانه یې مه وژنه!

  4. محموده وروره زموږ هیواد کې اوسنی د پنجاب لاسپوڅی اداره د طالبانو د جهاد منطقي پایله ده، ځکه د طالبانو جهاد د آی اس آی لخواه پیل شوی ، د آی اس آی لخوا دوام موندلی او په آخرکې هم دآی اس آی مشر حمید فیض کابل کې خپل تربیه کړ شوي ګوډاګیان د واک په ګدې کښیناوه ، ځکه پاکستاني آی اس آی هغه د چا خبره ملا نصرالدین نه دی چې د خدای په جات دې، د طالبانو ملاتړ وکړي، پاکستاني جرنیلانو طالبانو نه د ملاتړ میوه طالبانو اوله دوره کابل کې لیدلی و او دا ځل هم لکه اوله دوره کابل کې یوی لاسپوڅی اداری ته په تمه و ، خو د پوهاند صیب په آند د افغان دولت او بین المللي ځواکونو پر ضد “مقاومت “ حق درلود چې له پاکستان یا هر هغه بل هیواد نه مرسته تر لاسه کړي ځکه افغان دولت سره بین المللي ملاتړ ، و، دا دی نن موږ طالبانو سره د آی اس آی د هر اړخیز ملاټر پایله په خپل سترګو وینو چې زموږ هیواد د امریکی له اشغاله خلاص او د پنجاب تر اشغال لاندی شو چا خبره د باران نه لاړه د ناوی لاندی شو که زموږ هیواد کې د بین المللی ټولنی ځواکونه و ، ورسره یو نیم پرمختګ هم و ، د پنجاب لخواه اشغال به زموږ خلکو او هیواد ته څه راولي بی غیر لدی چې پنجاب به زموږ له اوبو او نورو ځیرمو او شتمنیو نه ښیرازه شي .
    په آخره کې محموده وروره اوس چې له څلورو میاشتو راهیسی ستاسو د خوښی اسلامی امارت په هیواد کې واک ته رسیدلی دی ، که تاسو اوس هیواد کې د ننه یاستۍ او د اسلامی امارت ټول لارښونې مو په خپل ځان او کورنۍ عملي کړي نو زه تاسو ته وایم ژوند ژوند شاباس دی وي پر تاسو ….

    مګر که تر اوسه یورب، امریکی، او یا نورو غربی ټولنی کې ژوند کوۍ او د ټولو انسانی حقوقو او آزادیو نه ګټه اخلۍ ، کورنۍ مو له خپل ټول طبیعی حقونو لکه د کار حق ، د تحصیل حق او نور حقوقو نه ګټه اخلي او تاسو شریعت او اسلامی امارت یواځی هیواد که دننه مظلومو افغانانو ته غواړۍ خپله پس له څلورو میاشتو هم حاضر ناستۍ چې هیواد ته لاړ شۍ نو یو مسلمان خو څه چې ځانله غواړي خپل بل مسلمان ورور ته هم غواړي کنه ًبیا په داسی خلکو ته په اسلام کې د منافق خطاب شوی، هیله ده رانه خوا بدی نشۍ .

  5. طالبان پدې بریالي شول چې د پاکستان په ملاتړ یرغلګرو ته ماته ورکړي. خو دا چې ڼن په کوم حکمت افغانستان د آی،اس،آی د شر او خباثت څخه وژغوري، وخت ته اړتیا شته.
    طالبان د آی،اس،آی د فشارونو سره سره د نسبي خپلواک دریز په بنسټ دیته حاضر نشول چې د پاکستانې طالبانو مشران پاکستان ته وسپاري. د پاکستان غبرګون د تیر په څیر په کنړ کې د توغندیو ګوذارونو پیل و.
    د طالبانو په اړه باید د مقاومت د مودې د الزاماتو د چاپیریال له مخې قضاوت ونکړو. هغوي د یو مستقل ملي دریز د خپلولو په مقصد چې په کې د پنجاب استعمار قبضه نه وي، وخت ته اړتیا لري.

  6. ALL AFGHANS MUST INVITE TO ONE GREAT MILI QYAAM.
    ALL PEOPLES MUST COME OUT TO STREETS AND STAND UP AGAINST THIS PUNJABI&ISI
    ADMINISTRATION.
    THIS IS ONLY WAY FOR SOLUTION.
    THANK YOU

  7. انګرېزانو پاکستان د همدې موخې لپاره جوړ کړ چې سیمه ورباندې کنټرول کړي. پاکستان د انګرېز د دستور سره سم د افغانستان د پرمختګ او د یوې رښتینې او دایمي سولې مخنیوی کوي. د پاکستان دا رول ان د داود خان په شانې قوي رژیم هم د ستونځو سره مخ کړ، نور خو پرېږدئ. تر څو چې پاکستان وي ځان نشئ ترېنه خلاصولی. یا د ورځې تر پنځو سوو د افغانانو مړېنه ومنئ او یا هم د طالبانو حکومت. چې افغانستان په شل کلنه امریکایي ډېموکراسۍ کې ارام او پرمختللی نشو، د دې مانا داده چې دا ټول دښمنان د افغانستان لپاره سره یو دي. خو د بلې خوا ځيني امېدونه هم شته لکه همدا اوس د پاکستان ستر اقتصادي، سیاسي او نور مشکلات چې دا هېواد یې په نړۍ کې انزوا ته بیولی او د سقوط امکانات یې ورځ تر بلې زیاتېږي. همدا اوس په پاکستان کې د نظر خاوندان د اوسني حالاتو څخه ډېر اندېښمن دي او د دېوالیه کېدو وړاندوینه یې کوي. طالبان باید په ډېر مهارت سره ځان او دا هېواد د پاکستان له منفي اغېزو خلاص کړي او دا وخت غواړي. مننه

  8. It is too late for Dr. Taraki to score a point or able to correct his numerous narrow thoughts all along advocating the most backward armed asset of Pakistan. But thanks for waking up although too late.

  9. ډیره ښه او ګټوره لیکنه ده. خدای دې د استاد په عمر کې برکت واچوي.
    که نور خلک په طالب نقد وکړي او سمه لار وروښيي دوی یې د ځان سره دښمني ګڼي خو ستاسو په شان کسان، چې پخوا مو ورته ثابته کړې چې د دوی خواخوږي يئ، لیکنې شاید ورته د دښمنۍ له مخې ښکاره نه شي او یو څه یې په عقل راولي. کنې ما ته خو داسې ښګاري چې په سیاست کې یې وبایلله او د دوی د ماتې لوی او نه جبرانیدونکی تاوان به ټول افغانان او بلکه افغانستان ورکوي.
    نعمت الله

  10. تره کی صاحب یو پوه او په خپل مسلک کی وارد شخص اونړیوالو حقوقو او بین المللی روابطو کی عالی پوهه لری، خو داچی تیرو شلو کلو کی له وضعیت څخه خپه و علت یی دا و چی ده ته هیچا بلنه ورنکړه چی افغانستان کی یی یو ورل ادا کړی وای، اصلاً تیره دوره کی ډیر بهر میشت یا له امریکی یا له جرمنی او انګلستان څخه راوبلل شول له فرانسی ا استرلیا ډیر لږ افغانانو ته توجه وشوه او دوی ګیله من پاتی شول، اما تره کی صاحب دا هم درک کړی وه چی امریکایی ځواکنو د سمت شمال او شورای نظار په غلطو اطلاعاتو سره په پښتنو ډیر ظلم وکړ او د تروریزم سره یو ځای یی ډیر پښتانه ووژل نو دی برخه کې دده زړه درد کاو او موږ یی دغه احساس ستایو، خو فکر نه کوم چی تره کی صاحب به په مجموع کی د جمهوری نظام مخالف و او نه هم د یوی ډلګی د زور له لاری حاکمیت قانونی بولی اوس چی بیا تره کی صاحب ګوښه پاتی دی او په دی ښه پوهیږی چی پاکستان له افغانانو سره څومره جفا کړی او څومره بد پلانونه لرری او لا نور بعدی دسایس او نیرګونه هم په نظر کی لری ، نو تره کی صاحب په دی پوهیږی چی دهغو پټول امکان نلری نو دا یی هوښیاری ده چی د نړیوالو حقوقو بین الدول دپلوماسی اصولو او ملی منافعو له مخی یو څه حقایق ووایی چی هم له پخوانی ملامتی خلاص شی او هم دځوانانو زړه کی ځای ومومی کور یی ودان
    اما تاند سهو کوی. دترکی صاحب رتبه پوهاند نده که چیر ی تاسی ورته پوهاند لیکی دی هم پدی خپه کیږی ځکه هغه په دی باریکی ښه خبر دی چی پوهاند رتبه یی نه وه خدای وکی تاند بیا دا غلطی ونکړی چی استاد ترکی خفه نشی څه چی هغه د خپلی مقالی په سر خپل نوم سره لیکی ( ډاکتر روستار تره کی) هغسی یی لیکئ سلامت اوسی

  11. سړی حیران شي!

    خپله پښتو املا و انشا به یې د منځني ښوونځي په کچه لا نه وي، د کُمینټ متن به یې ځاولن وي، د معنا او مفهوم له اړخه به له کاواکۍ کړیږي… يو نیم خو به یې لا آن په مورنۍ پښتو لیکل هم نشي کولای، په پردۍ ژبه به درته ګویا وي…
    خو په ‌‌‌‌‌‌ډيره سپين سترګۍ به د یوه ملي اوطنپال شخصیت، اتیا کلن سپينږیري پر لیکنه، پوهه، علمي رتبه او شخصیت نقد کاږي، قضاوت به کوي، هم به ګومانونه زیږوي او هم به یې پالي…نه یې حیا سترګو ته دریږي او نه افغاني دود و دستور ورته څه ارزښت لري… موخه به یې ځان ښوودنه او عقده سړول وي، خبره به سره وزدويي وزدویي… تاند ته به یې پوست کړي.
    بس پر خپله خبره به ټينګ وي، هرڅوک به دښمن ورته ښکاري، ټوله دنیا به خطاکاره وي، خو یوازي دی به په هرڅه پوهیږي…هم به غازي وي او هم شهید… حیران شي!

    خپله پښتو املا و انشا به یې د منځني ښوونځي په کچه لا نه وي، د کُمینټ متن به یې ځاولن وي، د معنا او مفهوم له اړخه به له کاواکۍ کړیږي… يو نیم خو به یې لا آن په مورنۍ پښتو لیکل هم نشي کولای، په پردۍ ژبه به درته ګویا وي…
    خو په ‌‌‌‌‌‌ډيره سپين سترګۍ به د یوه ملي اوطنپال شخصیت، اتیا کلن سپينږیري پر لیکنه، پوهه، علمي رتبه او شخصیت نقد کاږي، قضاوت به کوي، هم به ګومانونه زیږوي او هم به یې پالي…نه یې حیا سترګو ته دریږي او نه افغاني دود و دستور ورته څه ارزښت لري… موخه به یې ځان ښوودنه او عقده سړول وي، خبره به سره وزدويي وزدویي… تاند ته به یې پوست کړي.
    بس پر خپله خبره به ټينګ وي، هرڅوک به دښمن ورته ښکاري، ټوله دنیا به خطاکاره وي، خو یوازي دی به په هرڅه پوهیږي…هم به غازي وي او هم شهید… حیران شي!

    خپله پښتو املا و انشا به یې د منځني ښوونځي په کچه لا نه وي، د کُمینټ متن به یې ځاولن وي، د معنا او مفهوم له اړخه به له کاواکۍ کړیږي… يو نیم خو به یې لا آن په مورنۍ پښتو لیکل هم نشي کولای، په پردۍ ژبه به درته ګویا وي…
    خو په ‌‌‌‌‌‌ډيره سپين سترګۍ به د یوه ملي اوطنپال شخصیت، اتیا کلن سپينږیري پر لیکنه، پوهه، علمي رتبه، سیاسي لیدلوري او شخصیت نقد کاږي، قضاوت به کوي، هم به ګومانونه زیږوي او هم به یې پالي…نه یې حیا سترګو ته دریږي او نه افغاني دود و دستور ورته څه ارزښت لري… موخه به یې ځان ښوودنه او عقده سړول وي، خبره به سره وزدويي وزدویي… تاند ته به یې پوست کړي.
    بس پر خپله خبره به ټينګ وي، هرڅوک به دښمن ورته ښکاري، ټوله دنیا به خطاکاره وي، خو یوازي دی به په هرڅه پوهیږي…هم به ملت پال وي، هم وطنپال، هم به غازي وي او هم شهید…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب