جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهکرزی: عمران خان د افغانستان سپکاوی او په چارو کې یې لاسوهنه...

کرزی: عمران خان د افغانستان سپکاوی او په چارو کې یې لاسوهنه کوي

تاند:( يکشنبه، د قوس اته ویشتمه)د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی د اسلامي همکاریو د سازمان په غونډه کې د پاکستان د صدراعظم عمران خان څرگندونې د افغانانو ترمنځ د تفرقه اچونې هڅه او د افغانستان خلکو ته سپکاوی ګڼلی.

د کرزي په وینا د عمران خان دا خبره، چې گواکې داعش ډله په افغانستان کې فعالیت لري او له افغانستان څخه پاکستان تهدیدوي د افغانستان خلاف ښکاره تبلیغ دی.

کرزی زياتوي: په واقعیت کې موضوع کاملا برعکس ده او د داعش تهدید له اوله له پاکستان څخه افغانستان ته متوجه دی.

پخواني ولسمشر په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې د پاکستان حکومت ته سپارښتنه کړې، چې د افغانستان پر خلاف له تبلیغ او زموږ په کورنیو چارو کې له لاس وهنې په کلکه ډډه وکړي.

کرزي دغه راز ویلي، چې پاکستاني چارواکي دې په بین المللي مجامعو کې د افغانستان په نمایندگۍ خبرې ونه کړي او برعکس د یو نېک گاونډي په توگه د دواړو هېوادونو ترمنځ د حسنه او متمدنو روابطو د ایجاد لپاره کوښښ وکړي.

 د پاکستان صدراعظم عمران خان نن د افغانستان د بشري ناورين په اړه د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان د فوق العاده غونډې پر مهال په ډېر مهارت د طالبانو لخوا د افغان نجونو د زده کړو او فعاليتونو پر وړاندې د طالبانو د رامنځته کړو خنډونو دفاع کړې ده.

عمران خان وویل، چې نړیواله ټولنه دې د نجونو د زده کړو په اړه خپلو غوښتنو کې حساس وي او د افغانستان د فرهنګي ارزښتونو درناوی وکړي.

هغه دغه راز وويل، چې له افغانستان څخه پاکستان ته د داعش ډلې ګواښ موجود و او اوس یې انديښنې لا زیاتې شوي دي.

د‌ پاکستاني صدراعظم دغه څرګندونې په پراخه کچه د افغانانو له توندو غبرګونونو سره مخامخ شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې عمران خان دا څرګندونې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي په موجوديت کې کړي.

د طالبانو د منتقدینو په باور، له دغې ډلې ځکه د افغانستان د تاريخ، فرهنګ او هويت د دفاع تمه نه شي کیدای، چې پاکستان لسیزې وړاندې د استخباراتي موخو او خپلو ستراتيژيکو هدفونو د عملي کولو تر څنګ د افغانستان د یادو ارزښتونو د نابودولو لپاره رامنځته کړې ده.

طالبانو نه يوازې د عمران خان په دې څرګندونو غبرګون نه دی ښودلی، بلکې د منتقدینو په خبره یې ممکن دفاع هم ورڅخه وکړي، ځکه په حقانیه او نورو پاکستاني مدرسو کې په همدې مفکوره روزل شوي دي.

د طالبانو له واکمنیدو سره په افغانستان کې نيږدې ۴ میلیونه نجونو ته په دې پلمه چې د زده کړو لازم شرایط به ورته برابريږي، د‌ زده کړو دروازې تړل شوي دي.

طالبان په دې اړه د نيږدې ټولې نړۍ تر فشار لاندې دي، چې باید ترل شوي ښځينه ښوونځي زر پرانيزي او د نورو زده کړو او فعاليتونو حقونه ورکړي، خو پاکستان د دې ډلې د تولیدونکي او پالونکي په توګه يوازينی هېواد دی، چې د طالبانو دغه اقدامات تايیدوي او دفاع ورڅخه کوي.

3 COMMENTS

  1. PUNJABI GUL KHAAN IMRAN IS ONE SHAME LESS PERSON.
    WE HAVE TO SUPPORT KARZAI SAHIB AND MORE POLITICIAN AGAINST PAKISTANI ESTABLISHMENT.
    TALIBS ARE PAKISTANI MALICIA.THEY CAN NOT SAY ANY THING AGAINST PAKISTAN
    WE HAVE TO GIVE HANDS TOGETHER AND STANDUP AGAINST TALIBS.
    THANK YOU

  2. عقل افغان دیر میاید از کرزی به مراتب دیر تر
    دې ملی خاین څه وخت دافغان ننګه کړې چې اوس یې وکړی.دا چرګ بې وخته اذان کوی او کله چې چرګ بې وخته اذان وکړی سر یې دپرې کېدو دی! دا لوی مکار دی هم یی پر میخ وهی او هم پر سندان.غنی سره ده پرڅنګ منډې وهلې ،ګلم جم ده نازول ، دهلمند اوکندهار ولس ده بې تعلیمه او له بېساری وژنو سره مخامخ کړ، مافیایی او افراطی حالت ده افغانستا ن ته راووست،دامزدور ځان په شیشه کې نه وینی. طالبان رښتیا! ده کابل ته را بللی؟ بسم الله او دکورنیو چارو وزیرانو پسې ده زنګ وهلی.پنجشیر همدې په بې نصابه ولایت باندې بدل کړ. دده دبوش دخامې غوښې کیسه ګوګل کې لا پرته ده. دهېوادد ملی هویت ،فرهنګ اوتاریخ معیار ده دومره راټیټ کړ چې له ټېپرو سره هم دمقایسې وړ نه دی. دا ولس محاسب دی.
    غلامه دومره وخت کې دې نه دامپریالیزم مکتب نه څه زده کړه او نه داسلام له برکته برخمن شوې !کاشکې تا له احمد رشید مشوره هغه وخت چې اسلا م آباد ستا په ګټه وه اخیستې نه وای. ته دې ۱۳ کلن تور تاریخ دصم بکم عمی فهم لا یرجعون تر ارشاد لاندې ریکارد راوسپړه چې محصول یی همدا اوسنی وضعیت نه دی . ته د اوچتو زده کړو باټ وهی خو ښکاری چې ددولسم تولګی معادل هم نه یې. عمر دې په بده تمه کې تیر شو خو ته لا فلکک/سترګک وهی دومره کاسه اوکپړی درامنځ ته کړل چې تاته یې هم څپېړه په مخ درکوله. عجیب ګوداګی یې کله چې دناتو له لیسته ووتې اوس طالب نما او دوروری تمه کې دواورو سندرې هم وایی؟ خدای دې غرق کړه افغان وژونکې . داملت «غربت ژاړی وږی دربدره بې هیلې او رټلی دی» خو ته سیاست کوې پاکستان ستا پوټکی پېژنی چې ته څوک یی؟بزک بزک نمیری که جو لغمان میرسد!
    دباکستان په مشوره راغلې ۲۰ دوستانه سفرونه دې همدې هېواد ته وکړل دامریکاء پر ضد دپاکستان ترشا ودرېدی داټولې لوپې چې تاوکړلی داهسې دیوه ملت پر سر مسخره کول نه دی؟ خدای د بیخ وباسه زه باور لرم هیڅ تعلیم یافته به ستاپه څېر کودن نه وی که نه خفه کیږې تاڅه چې کرلی خامخا به هغه به رېبې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب