دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد افغان نجونو له تعليمي خنډونو د عمران خان دفاع، توند غبرګونونه...

د افغان نجونو له تعليمي خنډونو د عمران خان دفاع، توند غبرګونونه یې پارولي

تاند:( يکشنبه، د قوس اته ویشتمه) د پاکستان صدراعظم عمران خان، چې نن یې د افغانستان د بشري ناورين په پلمه د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان د فوق العاده غونډې کوربه توب کاوه، په ډېر مهارت یې د طالبانو لخوا د افغان نجونو د زده کړو او فعاليتونو پر وړاندې د طالبانو د رامنځته کړو خنډونو دفاع کړې ده.

عمران خان ویلي، چې نړیواله ټولنه دې د نجونو د زده کړو په اړه خپلو غوښتنو کې حساس وي او د افغانستان د فرهنګي ارزښتونو درناوی وکړي.

نوموړي د ډيورنډ کرښې هغې غاړې ته د پاکستان تر قلمرو لاندې سیمو کې هم ورته حساسیتونو د موجوديت ادعا کړې او ويلي، چې د دغو دودیزو ارزښتونو او حساسیتونو د نقض په صورت کې به افغانان خپلې لوڼې زده کړو ته ونه لېږي.

د ملي جمهوري غورځنګ مشر لارښود او ملتپال سياستوال افراسياب خټک د عمران خان دغه څرګندونې د افغانانو او په ځانګړي ډول د پښتنو د بدنامولو لپاره د پنجاب د استعماري سياستونو يوه برخه ګڼلې او ويلي، چې پاکستان په دا ډول سياستونو غواړي چې افراطي ډلې او نظريات یې د ډيورنډ کرښې د دواړو غاړو پر پښتنو وتپي.

په ایران کې د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام سفير او بل ملتپال سياستوال عبدالغفور لېوال بيا د عمران خان په غبرګون کې ليکلي: پر نړیوال سټېژ خو یې د افغانستان بهرنۍ چارې سنبالولې، اوس زموږ فرهنګي استازولي هم کوي. چوړیا ډنډه مار نړۍ ته وايي: افغانان خپلې ښځې انسانانې نه ګڼي او دا یې فرهنګ دی. د هرچا خپل فرهنګ. ایا همداسې ده؟ موږ ریښتیا خپلې ښځې انسانانې نه ګڼو؟

اخر، ته یې څوک؟ چې زما د فرهنګ استازولي کوې؟ په کوم حق؟؟؟

لېوال وړاندې لیکي: دا تاریخي پېغور، دا تاریخي ملي سپکاوی، دغه تحقیر د زغملو نه دی!

افغان لیکوال عصمت قانع بيا د عمران خان په غبرګون کې ويلي: افغان کلتور کله هم دښځو دزنځير او زولنو کلتور نه دى،افغانان دښځو په پوړوني کې قتلونه او مرګونه بښي. افغانان ښځو ته دناموس په سترګه ګوري او تر ديني مقدساتو وروسته ناموس مقدس دى

د يادونې وړ ده، چې عمران خان دا څرګندونې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي په موجوديت کې کړي.

د طالبانو د منتقدینو په باور، له دغې ډلې ځکه د افغانستان د تاريخ، فرهنګ او هويت د دفاع تمه نه شي کیدای، چې پاکستان لسیزې وړاندې د استخباراتي موخو او خپلو ستراتيژيکو هدفونو د عملي کولو تر څنګ د افغانستان د یادو ارزښتونو د نابودولو لپاره رامنځته کړې ده.

طالبانو نه يوازې د عمران خان په دې څرګندونو غبرګون نه دی ښودلی، بلکې د منتقدینو په خبره یې ممکن دفاع هم ورڅخه وکړي، ځکه په حقانیه او نورو پاکستاني مدرسو کې په همدې مفکوره روزل شوي دي.

د طالبانو له واکمنیدو سره په افغانستان کې نيږدې ۴ میلیونه نجونو ته په دې پلمه چې د زده کړو لازم شرایط به ورته برابريږي، د‌ زده کړو دروازې تړل شوي دي.

طالبان په دې اړه د نيږدې ټولې نړۍ تر فشار لاندې دي، چې باید ترل شوي ښځينه ښوونځي زر پرانيزي او د نورو زده کړو او فعاليتونو حقونه ورکړي، خو پاکستان د دې ډلې د تولیدونکي او پالونکي په توګه يوازينی هېواد دی، چې د طالبانو دغه اقدامات تايیدوي او دفاع ورڅخه کوي.

3 COMMENTS

  1. دروغ خو یې ولاه که وییلي وي، پښتون ځناور خو د ښځې تعلیم و کار بې ننګي ګڼي، په زرو کسانو کې ۳ کسه استثنا هیڅ حساب کې نه راځي.

    همدا اوس تاسې کوم کلي کې کوم مشر کشر ملک سپين ږیري تور ږیري ږيره ور ږير خيريلي ليدلی چې دنجونو تعليم ضد ټالبي بدوي ممنوعیت خلاف غږ پورته کړی وي؟ خو که دې جومات ورته بند کړ بیا لېونی شي خولې لګوي عربي خرتوب (جخاد) ته لاس اچوي…

    په نصحیتونو خو ونه شوه، ګوندې د دغه لنګمار پيغور یې د انسانیت لارې ته کړي دا نه سړي ځامن.

  2. TALIBS DE KHREEY ZAMEN SHAREM NAH LAREEY
    DA KONYAAN DE PAKISTAN MAZDOORAN DEEY
    PAKISTAN TAH YEE STERGY NAH PORTAH KEEGY

    WATANWALOO DA CHANRYAAN PUKHTANH NAH DEE DE PUNJAB BACHYAAN DEE.

  3. دووړه دانسونیت او دونیوالو لوپاره زهر دوی

    که پوکستان دو او کو طالبان

    دواړه نابودول حتمی دو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب