دوشنبه, نوومبر 25, 2024
Homeخبرونهسعودي عربستان: د افغانستان ناورين دې په مرستو او خبرو اترو حل...

سعودي عربستان: د افغانستان ناورين دې په مرستو او خبرو اترو حل شي

تاند:( يکشنبه، د قوس اته ویشتمه) د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير ‌فیصل بن فرحان د افغانستان د بشري ناورين په اړه د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان په غونډه کې، له دغو هېوادونو وغوښتل چې د دغه ناورين د مقابلې لپاره له افغانستان سره د عاجلو مرستو تر څنګ له دغه هېواد څخه رامنځته شوې انديښنې او نريوالې غوښتنې په خبرو حل شي.

د هغه په وينا، د ترهګریزو فعالیتونو د ډېرېدو، د بشري حقونو د نقض د مخنيوي او ټول ګډونه حکومت د جوړولو لپاره بايد طالبانو سره د خبرو له لارې ستونزې حل شي.

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان په اړه د دغې نننۍ غونډې مشري هم سعودي عربستان کوله.

سعودي عربستان، چې د طالبانو د لومړي ځل واکمني يې د درېيو محدود هېوادونو له ډلې په رسميت پېژندلې وه، اوس له دغې ډلې ناراضه ښکاري.

له دې سره بیا هم سعودي عربستان په کابل کې خپل سفارتي کارونه پیل کړي دي، خو ټینګار لري چې طالبان دې ټول ګډونه حکومت جوړ، له ترهګرو ډلو سره اړيکې پرې او د بشري حقونو تامينول تضمين کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب