شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهترکیه: اسلامي هېوادونه دې افغانستان ته نقدې پيسې واستوي

ترکیه: اسلامي هېوادونه دې افغانستان ته نقدې پيسې واستوي

تاند:( يکشنبه، د قوس اته ویشتمه) د ترکیې د بهرنيو چارو وزير ‌داوود چاوش اوغلو د افغانستان د بشري ناورين په اړه د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان په غونډه کې، له دغو هېوادونو وغوښتل چې د دغه ناورين د مقابلې لپاره پر خپلو ژمنو ودرېږي.

د هغه په وينا، که دغه ژمنې عملي نه شي، د افغانستان ۶۰ سلنه فقر ځپلي خلک به بدو پایلو سره مخامخ شي.

هغه ټينګار وکړ، چې د دغو خلکو لاسنیوی د اسلامي هېوادونو اخلاقي او شرعي مسؤلیت دی.

ترکي وزیر په ځانګړي ډول افغانستان ته د نقدو پيسو استول د اقتصادي نظام د سقوط د مخنيوي لپاره اړین وګڼل.

طالبانو تر څو ورځو مخکې پورې ان د خپل رییس الوزرا د مرستيال په کچه د بشري ناورين په اړه راپورونه بې بنسټه ګڼل.

نن د دوی د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي په اسلام اباد کې د دغه ناورين په اړه جوړه شوې اسلامي غونډه کې له هېوادونو وغوښتل چې عاجلې مرستې ورسره وکړي.

يو شمير افغان سياستوالو بیا ویلي، چې پاکستان د پخوا په شان د مرستې ټولولو دا هڅې هم د افغانستان په نوم د ځان لپاره پيل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب