Home+جاپانی ملیاردر نن له فضا څخه راستنېږي

جاپانی ملیاردر نن له فضا څخه راستنېږي

تاند- جاپانی ملیاردر په نړیوال فضايي تمځي کې له ۱۲ ورځو تېرولو وروسته نن (دوشنبه/ د دسمبر ۲۰) د افغانستان په وخت د سهار په ۶ بجې مځکې ته بېرته راګرځي.

د پېس ویبپاڼې د راپور له مخې، یوساکو مایزاوا، چې د (Zozo) په نوم د جامو او ګڼو نورو کمپنیو خاوند دی، د روانې قوس میاشتې په اوولسمه د قزاقستان له بایکونور فضايي اډې څخه د روسیې په سایوز MS-20 ستوربېړۍ کې نړیوال فضايي تمځي ته تللی و.

د ده دا ماموریت د امریکا د ویرجینیا سپېس اډوانچر کمپنۍ له لوري تنظیم شوی و.

دا له ۲۰۰۹ م کال را په دې خوا نړیوال فضايي تمځي ته د دغه شرکت لومړنی ماموریت و. دغه فضايي شرکت د ۲۰۰۱ او ۲۰۰۹ کلونو ترمنځ ۸ تنه فضا ته لېږلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...