یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+ولي د طالبانو امارت په رسمیت نه پیژندل کیږي؟

ولي د طالبانو امارت په رسمیت نه پیژندل کیږي؟

دوکتور م، عثمان تره کې   ۱۵/۱۰/۲۰۲۱

کله چي د طالبانو او امریکا تر منځ د دوحې هوکړه لیک په امنیت شورا کي پرته له کوم مخالفت څخه تصویب او راجستر شو د افغانستان سوله او جګړه د امریکا، طالبانو، ناتو او اروپايې ټولني د انحصار څخه ووته او پراخ نړیوال اړخ یې ونیو. لویدیځ په دې بریالې شو چي د ملګرو ملتونو له چینل څخه د افغانستان د دوسیي په محور باندي ټوله نړی له ځان سره متحده کړې. د نړې په کچه د تروریزم او سیاسې اسلام په ضد جګړه او د لوېدیځې نړی د ارزښتونو څخه دفاع، د افغانستان دوسیي ته نړیواله پروژوي بڼه ورکړه. 

دا له دویمې نړیوالي جګړي وروسته په بین المللي تعاملاتو کي نوي خبره وه. دلته د یو هیواد ملې واکمنې چي د ملګرو ملتونو د جوړیدو منطق جوړوي حاشیې ته لویږې. غړي هیوادونه سیاسې او اخلاقې مکلفیت لري چي د «ریال پولتیک» ضوابطو ته په پام تر لاس لاندي پروژه اَن د نړیوالو قوانینو په نه پام سره پلي کړي.

لاندي نا قانونه اقدام ته پام واړوي:«د اکتوبر په ۷مه نیټه ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشر ضد جنایتونو د پلټلو أباره د یو ځانګړي پلټونکي د ګومارلو پریکړه کړې ده.» پلټونکي داسي یو هیواد ته ورلیږل کیږې چي تر اوسه پوري په رسمیت نه ده پیژندل شوی او هیڅ حقوقي مکلفیت نه لري چي پلټونکو ته هرکلی ووايي.

په هر حال! افغانستان د مکافات (اقتصادې مرستي، رسمیت پیږندنه …) او مجازات (اقتصادې بندیزونه، رسمیت نه پیږندنه …) په نړیوال نظام کي چې د زبرځواکونو له خوا مدیریت کیږې قهراً ورګډ شو.

د اسلامې امارت رسمیت نه پیژندنه لاندي لاملونه لرې:

۱ – د دوحي د هوکړه لیک په سرخط کي داسي راغلي: «په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره د افغانستان اسلامي امارت، چې متحده ایالتونه یې د دولت په توګه نه پیژني او د طالبانو په نوم یې پیژني، او د امریکا د متحده ایالتونو تر منځ توافقنامه».

ورپسي د هوکړه لیک په متن کي ۱۶ واره د « اسلامې امارت » اصطلاح تر څنګ راغلي: « …چې متحده ایالتونه یې د دولت په توګه نه پیژني. . . ».

خو د جګړي اړخونه د هوکړه لیک په دریمه برخه (دوهمه فقره) د راتلونکي «نوي افغان اسلامې حکومت» د جوړیدو پر سر باندي په لاندي ډول موافقي ته رسیدلي دې: 

دواړه لوري « … یو له بل سره مثبتې اړیکي غواړي او هیله لري چې د متحده ایالتونو او د بین الافغاني ډیالوګ او مذاکراتو له لارې تر جوړجاړي وروسته د نوي (افغان اسلامي حکومت) تر منځ اړیکې مثبتې وي … »

طالبانو مخکي پر امریکا تور پوري کړی چې د دوحې له هوکړه لیک څخه یې په کراتو تخلف کړی دی، خو طالبانو پخپل وار کابل ته په راتک سره د « نوي افغان اسلامې حکومت» په ځای د «اسلامې امارت» په اعلام (چي په واک کي یې ملا صاحبانو او آخوندانو انحصارې قبضه لګولې ده) د دوحې له هوکړه لیک څخه بربنډه تیری کړی دی. دا د امریکا له خو د اوسني اسلامې امارت د رسمیت نه پیژندلو بنسټیز لامل ګنل کیږي. 

۲- لویدیځوال هیڅکله د سوچه اسلام واکمني نه شي زغملی. په یاد لرو چي کلونه مخکي څنګه په الجزایر، فلسطین او مصر کي سیاسې اسلام چې د ټاکنو له لارې د حکومت جوړولو په درشل کي و، د توطئو ښکار شول.

طالبان چې خپل اسلامي امارت د « امر بالمعروف ونهې عن المنکر » یعني سوچه اسلام په محور باندي جوړ کړی د نړۍ په کچه یې حساسیتونه راپارولي دي. ټولي نړۍ د اسلامې امارت د نه پیژندني په موخه يوموټی او متحد دریځ نیولي دې. 

۳ – طالبانو د اسلامې امارت په اعلام او د ملایانو په لاس د قدرت په انحصار د افغانستان د متخصصینو او مسلکې روڼفکرو سره عقده مندانه او انتقام جویانه چلند وکړ. طالبان خپل دریځ داسي توجیه کوې چي د افغانستان د څلویښت کلن ناورین اصلي مسئولین د ښوونځې او پوهنتون فارغان دي. 

د ځینو خاينو، وطن پلورونکو او مزدورو مکتبیانو له مسئولیت څخه انکار نه شو کولی. خو د ښوونځي او پوهنتون ټول فارغان نفي کول له انصاف څخه لري ده. په دوو لسیزو کي ګڼ شمیر روڼفکرو او مسلکي کسانو د خپلواکۍ د داعیې د دفاع په موخه له طالبانو سره په واحد دریي کي قرار درلود. 

افغان مسلکي کسان او متخصصین زیاتره د لویدیځو هیوادونو د پوهنتونونو او فرهنګې موسساتو فارغان دي. دوی د اسلامي کولتور او لویدیځ تمدن تر منځ پُل جوړوي. هغوی له واکمنۍ څخه لري ساتل د لویدیځ تمدن سره د جګړي د اعلان په معنا تعبیرولی شو. د طالبانو امارت رسمیت نه پیژندنه، اعلان شوې جګړې ته د لویدیځو هیوادونو طبعي غبرګون ښيي. 

۴- طالبانو د مقاومت او جهاد په بهیر کې د سیمې په کچه د ګڼ شمیر اسلام پالو ډلو سره اړیکي پاللې وې. د لویدیځوالو له نظره طالبان د خپلې واکمنۍ په موده کې نه شي کولی خپلي عاطفي او عقیدوي علائق له مخکنیو متحدینو سره پرې کړي.

د طالبانو د امارت په ترکیب کي اهل مسلک او تخصص یعني معتدل مسلمانان چي طالبان د حکومتولي له نويو واقعیتونو سره اشنا کړي او دوی وهڅوي چي د مخکنیو متحدینو سره د «وروري او دوستي» د فورمول له مخي چلند وکړي نه شته. بناً د بهرنیانو له انده که اسلامي امارت په رسمیت وپیژندل شي، افغانستان د تروریزم د صدور په مرکز بدلیږې.

۵ـ د جهاد او مقاومت په موده کيې د طالبانو څخه د پاکستان کوربه توب، د دې لامل شو چي د ځینو دیپلوماتیکو کړیو په نزد طالبان په سیمه کې د پاکستان د نیابتي جګړې د لشکر په حیث وپیژندل شي. 

په سیمه کې د پاکستان پوځ او استخبارات ځیني اسلامې ډلې له یوې خوا د خپل بهرني سیاست د وسیلې په توګه کارولې او له بلي خوا یې په قبایلې سیمو کي د ناسیونالستانو په ضد استعمال کړي دي. پاکستان، د افغانستان اسلامې امارت واکمني ته چي ټوله له مخلصو ملایانو څخه جوړه شوې او په کي افغان ناسیونالستان ونډه نه لرې ځانته د یو ستراتژیک غنیمت په سترګه ګوري. له همدې کبله کله چې طالبانو خپل امارت اعلام کړ پاکستاني چارواکو د نوي واکمنې د رسمیت پیژندني په موخه کښته او پورته کامپاین پیل کړ. له طالبانو سره د پاکستان د مغرضانه دوستۍ جذبات د لویدیځوالو له انده هغه ګومان چي طالبان د پاکستان د ستراتژیکو مقصدونو د پاره یو لاسوند دي، په یقین بدل او د رسمیت پیژندني پروسه یې له ځنډ سره مخ کړه.

۶- پاکستان د چین ستراتژیک ملګری د یو منفعل او د واقعیتونو څخه لري دیپلوماسۍ په ترڅ کي غواړې په سیمه کي افغانستان د خپل هژمونې په حوزه کي وساتې. د ستراتژیکو قواوو انډول د چین او پاکستان په ګټه واړوي. افغانستان د هندوستان او پاکستان په منازعه کي راکښ کړي او لاندي پیښو ته یي پام واړوي:

الف- د سپتامبر ۵مه – د قریشي په نوښت د سیمې هیوادونو په ګدون انلاین غونډه جوړه شوه. په غونډه کې پاکستان، ایران، چین، ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان برخه اخیستې وه. د افغانستان دودیز دوست هیواد هند ته په غونډه کې د ګډون بلنه نه وه ورکړی شوې. 

ب- د سپتامبر ۱۲ مه – په استخباراتې غونډه کې چې د پاکستان د استخباراتو د مشر په کوربه توب جوړې شوې وه، روسیه، چین، او ایران ګډون درلود. د سیمې په کچه افغانستان ته ستر مرسته ورکونکي  هیواد یعني هندوستان له غونډې نه لري وساتل شو.

ج- د سپتامبر ۲۱ مه – د پاکستان په بلنه روسي، چینايي او پاکستاني چارواکو د طالبانو له رئیس الوزرأ ملا محمد حسن سره لیدنه وکړه. په غونډه کې هندوستان حضور نه درلود.

له پاکستان سره د ګاونډیتوب ښه اړیکي ساتل باید د طالبانو د ډیپلوماسۍ په محور کې ځای ولري.

خو داسي مالومیږي چې پاکستاني چارواکو د افغانستان له اوسني متزلزل او ناوړه حالت څخه په ګټه اخیستني سره  په دې لټه کې دي چې  هر څومره ژر او په هره بیه چې وې د «ستراتژیک عمق » هژمونیستي تیوري پلې کړي.

پایله:

په رسمیت نه پیژندنه د ډيپلوماسي په لاس نرمه وسله ده. خو کله چې د سیاسې شرطونو سره مطرح او په ډله ییزه توګه وکارول شي د خطر نه ډکې سیاسي، اقتصادې او امنیتې ناوړه پایلي لرلی شې.

د طالبانو حکومت، د رسمیت پیژندني حقوقي شرطونه بشپړ کړي. خو سیاسې شرطونه په ځای پاتي دي. ځیني شرطونه نه د اسلام  او ملې کولتور سره په ټکر کي دي او نه د پښتونولۍ له دود او نرخونو سره. خو طالبان د غیرت په طلسم کي راګیر دي.

نن د نړۍ ټول هیوادونه له خپل منځي اختلافاتو سره سره د اسلامې امارت د رسمیت نه پیژندني په واحد دریځ کي قرار لري. اسلامې امارت د انزوا کندي ته لویدلی دی. 

طالب د شریعت د ځانګړي تعبیر له مخي له نړۍ سره په جګړه لګیا دی. پوښتنه دا ده چې دا جګړه عقلاني بڼه لرلی شي؟

واقعیت دا دی، هغه کسان چې افغانستان آزادولی شي د افغان ولس له ملاتړ او د متمدنې نړۍ له مرستې پرته یې په یوازيتوب ابادولی نه شي.

« پای»

په رسمیت پیژندنه د حقوقو او سیاست په ارزونه کې

10 COMMENTS

  1. د طالبانو زیاتره ملګري کلیوال دي یا هم په کلیوال چاپیریال کې زیات وخت اوسیدلي دي، نو ځکه د نړیوال دود او دستور سره د نابلد چال چلند په وجه کله ناکله په لوی لاس ځان مسخره کړي. په کلیوالي سبق د ښار د اوسیدونکو چاري نه شي مدیریت کیدلی.
    طالبان که په خپل ګفتار او کردار باندي له سره کتنه و نه کړي، له نړیوالي انزوا سره مخا مخ کیږي، رټل کیږي او د اقتصادي ستونځو له وجي به خامخا د ښاري ولسونو لاسونه د طالب مشرانو ګریوان ته ور لویږي!

  2. بالاخره د طالبانو یو خواخوږی او ملاتړ هم دې پایلې ته ورسید چې طالبان زموږ هیواد کې د پاکستان د ستراتیژبک عمق وسیله ده، جناب تره کی صیب پدی اړه داسی لیکي:

    ( پاکستاني چارواکو د افغانستان له اوسني متزلزل او ناوړه حالت څخه په ګټه اخستنی سره په دی لټه کې دي چې هر څومره ژر او په هره بیه چې وي د « ستراتیژیک عمق» هژمونیستي تیوري پلې کړي)

    جناب تره کی صیب په تیرو دوه و لسیزو کې زموږ هیواد کې د پاکستان په استعماري پلانونو سترګې پټولی او طالبان یی د اشغال مقابل کې مقاومت بلل خو له نیکه مرغه اوس دادی په خپله اعتراف کوي چې طالبان د پاکستان د هژمونیستي پلانونو وسیله ده، ښاغلی تره کی همدارنکه شپږ هغه عوامل په ګوته کړي چې د بین المللی ټولنی لخوا د طالبانو د په رسمیت پیژندنې په لاره کې خنډ ګرځیدلی ، په تیرو دوه لسیزو کې ښاغلی تره کی صیب د هیواد حالاتو په باره کې په لسګونه مقالی او لیکنې د هیواد په دننه او دباندی ویب سایتو کې خپور کړي دا لمړی ځل ده چې هغه د پاکستان استعماری پلانونو نه پرده لری کوي او د طالبانو کړه وړه په واقع بینۍ څیړي.
    زه جناب تره کی صیب ته د روغتیا او اوږد عمر دوعا کوم ، د ډیری خوښۍ ځای دی چې د هیواد یو وتلی لیکوال او څیړندوی د لمړي ځل لپاره د هیواد ملی ګټو ته تر هرڅه لمړیتوب ورکوي.

  3. زېړ خانه ګله – دا به له انصافه لري خبره وي چي تاوارو کسان دیوه پوهاند او د پوهنتون د یوه متبحر مدرس د مقالې متن راته ژباړي. ‌‌‌‌‌‌ډاکتر صاحب عثمان تره کی هماغه تره کی او هماغه یې سیاسي او فکري دریز دی.
    هغه وخت یې هم له ملي دریزه مقالې کښلې او اوس یې هم لیکي. هغه وخت یي د کرزي او غني د غلامي ادارې پر ګفتار او کردار خبرې را ته کولې. له شپېتو ورځ را په دېخوا د ازاد افغانستان په تړاو د پنجابي دلالانو محیلو نا دیپلوماتیکو منډ‌‌‌‌‌و را ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌منډ‌‌‌‌‌و ته د شک او تردد په سترګه ګوري، ځکه طالب مشرانو ته خبرداری ورکوي.
    استاد تره کی نه هغه وخت د طالبانو سره اتنیکي خوا خوږي در لوده او نه اوس کومه فکري تربګني ور سره پالي. دا یوازي ځيني مزدور فیسبوک چلوونکي او کوتاه فکره اردلیان ول چي بې موجبه یي د پوهاند صاحب په وړاندي ګستاخي کوله او ځيني یي لا هم کوي.

  4. محموده وروره لطفأ بی ادبي مه کوه او خپل نظر نورو افکارو ته د احترام او ادب په چوکاټ کی وړاندی که ،هر څوګ حق لري چې خپل نظر نورو سره شریک کړي مګر د درواغو او نورو ته د توهین او سپکاوئ حق نلري ما چیری تره کی صیب ته ګستاخی کړی ، د مقالی نه یو یا دوه کرښی رانقول په مطبوعاتو کی بلکل رایج او معمول ده ، دا د ترجمی په معنا نه ده ، ولی درواغ وائې ؟ ما چیری ډاکتر صیب ته ګستاخي کړی زما مخکنی کومنت یو ځل بیل ولوله ما هغه ته د ( جناب تره کی صیب ) خطاب کړی مګر د هغه افکارو سره مخالفت زما حق دی او دا د ګستاخي په معنا نده.
    زموږ هیواد او خلکو سره د پنجاب دښمني کوم نوی خبره نده او دا کابل ته د حمید فیض د مسافرت راهیسی پیل شوی ندی، پاکستان له څلویښتو کلونو راهیسی زموږ هیواد کې اور بل کړی او زموږ د هیواد هر وګړی پوهیږي چې زموږ د وطن د بربادۍ لامل همدا پاکستانی جرنیلان دي مګر جناب تره کی صیب سره د ټول پوهی او تجربی تر همدا دوه میاشتی مخکی هم پدی خبری باور نه درلود، او حاضر نه و دا لکه الظهرمن الشمس واقعیت ومني چی پاکستان زموږ خاوری ته سترګی نیولی دي او غواړي هغع په خپل پنځمه صوبه واړوي جناب تره کی صیب په. 15/ 8 / 2020 نیټه د آریانا افغانستان ویب پاڼې کې د « آیا طالب افراز عمق ستراتیژیک پاکستان است؟ » تر عنوان لاندی مقاله کې طالبانو سره د پاکستان هراړخیز نطامی ملاتړ يو معمولی خبره بللی ډاکتر صیب په هیڅ وجی حاضر نه و دا خبره ومني چې طالبانو نه د پاکستان د ملاتړ موخه زموږ هیواد کی ستراتیژیک عمق او هژمونیستی پلانونه دي، ډاکتر د مقالی په یوی برخی کی داسی لیکلی دي :

    ( دریافت کمک از کشور های دور و نزدیک برای تحقق داعیه آزادی ، امر معمول در جهان است و کسی به گناه آن مواخذه نمی‌شود)
    د اریانا افغانستان ویب پاڼه

    ډاکتر صیب د آی ایس آی لخوا د طالبانو ملاتړ یو معمولی کار ګڼلی مګر اوس موږ ګورو چی دا ملاتړ زموږ د هیواد د خپلواکی د له منځه وړلو او د یو ګوډاګي اداری د تپلو په بیه موږ ته تمام شوی

  5. ښاغلئ تره کی صاحب لیکی چی:
    ” طالبان ……… خو پخپل غیرت کی را ګیر دی “.
    ښاغلی تره کی خپله هم طالبانو غوندی ښه پوهیږی چی د طالب څخه ملاتړ ئې غیر ملی بڼه لری خو پخپل غیرت کی را ګیر دئ. تره کی صاحب یا سخت متعصب پښتون دئ او د پښتونولۍ د ولوَلو له مخی د پښتون! طالب ملاتړ کوی یا ممکن يو پښتون چینائی مزاجه نرم مارکسیسټ وی.
    ښاغلی تره کی په ډیره غیر علمی توګه او د عینی واقعیاتو خلاف همیشه هڅه کړېده چی ثابته! کړی د طالب د امریکائی ضد وسله والی مبارزې شا ته د وولس عمومی حمایت او ملاتړ پروت ؤ حال دا چی دا خبره اصلاً حقیقت نلری، امریکائی د ګُره زوی دومره افغانان نه دی وژلی لکه طالب چی وژلی دی.
    آیا یو ملی او مشروع وسله وال مقاومت د خپل وطن خلګ وژنی او د عامه ګټی تأسیسات او ودانۍ ویرانوی؟
    د امریکې او ناټو او غرب ( البته د چین په ګډون ) د استعماری روحئې په څرنګوالی کی هیڅ شک نسته او خدای خبر چی امریکائیانو او انګریزانو او ملګرو ئې زموږ د ځمکی لاندی او غرونو د زړه څخه څومره ارزښتناکه شتمنی غلا کړې او چور کړی وی خو د هغوی په وړاندی د طالب د مقاومت! د وسله والی جګړې او ددې جګړی په پایله کی د ناټو د ماتی سناریو د عقل او عینی شرائطو خلاف بریښی.
    د عقل او واقعیتونو هندسه دا فورمل نه منی چی:
    له یوې خوا پاکستان د انګریز بچندر او د امریکې ستراتژیک دوست وی
    له بلی خوا طالب د امریکې دښمن! او د تمویل او اِکمال مرکز ئې پاکستان وی
    معنی؟
    ناټو او انګریز او امریکې د خپل دوست ( پاکستان ) څخه ماتی وخوړه؟
    آیا دا یو ذهنی او عینی تناقض نه دئ؟
    له بلی خوا
    ماتی خوړونکئ او مغلوب کس خو هغه چا ته ویل کیږی چی غالب او فاتح طرف ئې نور هم تعقیب او لومړی خرې ګوتی ور کړی او بیا د مات سر او ماتو سړوبیانو او منګیانو تاوان ترې واخلی
    نه دا چی
    غالب کس، مغلوب کس ته زارۍ او التماس وکړی چی ( مثلاً ) د جنګ په ډګر کی د غالب ( طالب ) د ګَرد او غُبار له وجی د طالب د سپېرې ږیری د مینځلو لپاره د شامپو غوښتنه ترې وکړی.
    او
    آیا دا په زړه پوری ټوکه نه ده چی:
    ټوله اسلامی او غیر اسلامی هیوادونه د امریکې د اخطار! او بېری له وجی د فاتح! طالب رژیمګی په رسمیت نه پېژنی خو پاکستان ( چی د طالب د ټولو فعالیتونو د ثقل مرکز دئ ) جګه غاړه ګرځی.
    په هر حال؛
    قسم دئ چی نه طالب پر وطن او وولس او دین مین دئ او نه غربیانو د نظامی ماتی د خجالت او شرم د جبران له مخی د رسمیت نه پېژندنی پروژه فعّاله ساتلې ده
    بلکه
    مسئله ډیره ډیره مرموزه او پېچلې او خطرناکه او ځوروونکې تر دې ده چی احمد او محمود او تره کی صاحب او نور ئې تصور کوی.

  6. سلام استاد تره کی
    دکړکېچ انتزاعې او استخباراتی برخو ته په کتو سره ستا دلایل پر سیاسی لحاظ ډېر روښانه دی. خو مشکل چېرې دی :
    ۱- ڼړیواله ټولنه په هرصورت کې اوبه خړوی او احساساتی برخورد کوی، یا په بله مانا لېوه په هرحال کې پلمه کوی! تاسې وینۍ چې ملګری ملتونه او ڼړیواله ټولنه هېڅکله دبن ککړ کنفرانس کې خپلو ناکامیو ته نه ګوری چې افغانستان کې دغه پالیسی نه چلیږی .
    ۲- دملګرو ملتو د لومړۍ،دومې، دریمې او څلورمې ما دې پر اساس داسلامی امارت دحکومت شرطونه پوره دی ، سیاسی برخه یې جلا ستونزه نه ده.نړېوالې ټولنې څخه هم دافغا نستان دبن داړه ماران پخوانی لقبه دلالانو خبره جوړه شوې چې مثال یې دکرزی دملی امنیت پخوانی نبیل فسبوکی دی.
    ۳- اسلامی امارت په سیاسی دګر کې باید خپل ګامونه ګړندی کړی . مشخصه ستراتیژی، کورنۍ او بهرنۍ دېپلوماسی، دتګلارو کچه او منطقی دیالوګ ته لارې و پرانیزی همدارنګه دڼړۍ مسول کسان هم دافغانستان د امن او ثبات لوری سره ماشومانه لوبې ونه کړی یعنی دخبرو اترو دېپلوماتیک اصول او ضوابط د هېواد په کچه مطرح شی نه د توطیی او چیغو له لارې.
    ۴- په جهان کې هېڅ وخت په مجرده توګه وچ سیاست په یوه ټولنه کې نتیجه نه ده ورکړی، موږ ولیدل وموازمایل او تجربه یی هم لرو ځکه زموږ مسلکی او تکنو کراتو هېڅ کله خپله ملامتی،ګناه او نه پوهیدل نه دی منلی ټولو له ملی وحدت سره خیانت کړی لهذا تکرارول به یې بیا هېواد له تباهیو سره مخامخ کړی.
    ۵- دحکومتولی ملی صبغه پورته کول په خپله د یوه حکومت ډینامیزم رامنځ ته کیدل ګڼل کیږی په ملی او اسلامی ارزښتنو او اصولو کې دمتعهدو کدرونو ،مسلکی او بااهلیته کسانو شتون ضروری او لازمی دی .
    ۶- اوس دحکومت بهرنی سیاست ، بهرنی ضوابط ، ځا نګړې میتود او لید لو ری دوه اساسی بنستونه جوړوی :الف- له اسلامی ڼړۍ سره ب- له غیر اسلامی نړۍ سره .
    ۷- دوخت او کار مدیریت، دخوشبینی او باورونو پروسه په ټولو سکتورونو کې زیات اهمیت لری. په ټوله کې حکومت د هراړخیزه جهان بینی په رڼا کې خپل ملی او اسلامی رسالت ښه پلی کولی شی.
    دافغانستان اسلامی امارت باید ڼړیوال او سیمه ایزه کنفرانسونه په غور وڅېړی .دڼړیوالو نیت تراوسه ډېر کاواکه بریښی.

  7. د افغانستان ملی شخصیت او ملی کدر ښاغلی داکتر عثمان تره کې صاحب، ویاړم، افتخار کووم چه تر اوسه د خپل ګران وطن افغانستان په لوړو ژورو څیړنی، لیکنی او نظرونه څرګندوی.
    د ټولو عزتمندو ورونو څخه په ډیر احترام خواست کووم چه د خپلو تبصرو په لیکلو کی د خپلو ملی، علمی او مخورومشرانو سره ښه او نرم چلند وکړی.
    په درناوی

  8. ښاغلی قدرمند او پر ما باندی ډیر زیات خوږ ورور غلام حضرت صاحب!
    السلام علیکم و رحمت الله وبرکاته!
    ښاغلی خوږه ورره په ۲۰۲۰ کال کی او د هغی څخه مخکی به ما د تاند ویب پانه ستاسو د بی شانه خوندورو او په یو عجیب او غریب انداز تبصرو لیکلو پسی لټوله، حتی داسی تبصری مو لیکلی چه دغه تبصری بل چا په دغه ښکلی انداز کی نشوای لیکلی، ما ستاسی د دغو نوښتګرو تبصرو څخه پخوا هم مننه کړی وه. خو دغه څو میاشتی کیږی چه د کرونا وجه ده؟ او که د نظره شوی یاست، نه پوهیږم چه په دغه مجازی نړی کی درته د سپنلیو لوګی څرنګه درورسوم ؟
    په درناوی

    وو رښتیا بله خبره متعصب پښتون او پښتنولی…..
    په افغانستان او پاکستان کی یواځینی خلک پښتانه دی چه د تعصب مفکوره نلری. دا ځکه چه پښتانه په دواړو خواوو کی ډیره کی یا اکثریت دی، نواکثریت په خپل هیواد یا مورنی وطن کی خپل دولت یا جغرافیه، نفوس، د خاوری سرحدات او ملی ګټی جوړوی. دغه د تعصب کلیمه په یو هیواد کی په ځینو اقلیتونو خلکو کی ځینی اقلیتونه اشخاص دی، لکه ښاغلی پدرام چه تاسو یی ښه پیژنی.
    بله خبره د پښتونلی ده:
    کله چه د پښتون نوم یاد شی دغه کلیمه ورسره خامخا راځی. افغان، اوغو، پښتون، خان، زی او نور. حتی ځمونږ ځینی اقلیتونه او دنړی ځینی مضر لوړپولی چارواکی ټول طالیبان پښتانه ګڼی. کله چه یوپښتون داکتر، انجنیر، لیکوال، سیاستوال او نور په وطن او یا بهرنی هیوادو کی اوسی نو د طالب خطاب ورته کیږی، بی ګونده او بی تنظیمه اشرف غنی احمدزی د طالب په نوم، همداسی مو مړی او ژوندی امان الله خان غازی، احمدشاه بابا،حامدکرزی، شکریه بارکزی، یو ورځنی ماشوم، سل کلن نر او ښځه زه او ته او نور پښتانه ټول ددوی په فکر طالیبان اودهشتګر دی.
    لنډه دا چه اوس پر مونږ یو حیرانونکی حالت راغلی دی، باید کوښښ وکړو د دغی حیرانونکی حالت څخه ځان وباسو تر څو وطن ته مو ثبات راشی.

  9. د استاد نظر د قدر وړ دی.
    سیاست دین نه دی چې یو نیم زر کاله وروسته به هم پکې تغییر نه راځي. که څه هم هوښیار خلک خپل دینونه هم اپ ډېټ کوي. منظور مې اجتهاد دی.
    که طالبان هماغسي چې استاد ورته اشاره کړې. ځان له جهان سره عیار نه کړي هم به ځان او هم به خدای مه کړه افغانستان تباه کړي.
    استاد تره کی چې شاید طالبان به هم پرې خبر وي چې د دوی ډیر خواخوږی و او لا هم دی او د دوی لپاره یې په تیرو ۲۰ کلونو کې ډېره قلمي مبارزه کړې ده، چې څه وايي د طالبانو په خیر یې وايي.

  10. Amazing : Almost every body having above 71 level IQ – not much related to a degree held – knew that the current status quo will occur as you expressed in detail within this article.
    It is about time for you to apologize for all the worthless written lobbies, you did in their behalf !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب