دوکتور م. عثمان تره کی
د حکومت او دولت رسمیت پیژندنه سره توپیر لري:
حکومت او دولت دوه جلا حقوقې جوړښتونه دي. د حکومت رسمیت پیژندنه د دولت له رسمیت پیژندني څخه جلا ګڼل کیږې. حکومت د دې لپاره چي په نړیوال تعامل کې ورګډ شي رسمیت پیژندني ته اړتیا لري. خو دولت کله چي د دريګونو مرکباتو(خاوره، وګړي او حکومت) خاوند شو، خپل شته والی په بشرې کورنۍ باندي تپي او رسمیت پیژندني ته نه اړ کیږي.
دولت تلپاتي جوړښت دی، چي د حکومتونو د بدلون تر اغیز لاندي نه راځي. د حکومتونو د بدلون په بهیر کې، دولت د یو مسوول او ذمه وار حقوقي جوړښت په حیث خپلو کورنیو دندو ته دوام ورکوي او نړیوالو تعهداتو ته ژمن پاته کیږي. خو که نوی حکومت په رسمیت ونه پیژندل شي له نورو هیوادونو سره په تعامل کې، دولتې اجراآت تر زیاتي اندازي پوري له محدودیتونو سره مخ کیږي. په سفارتونو، نړیوالو غونډو او مختلفو سازمانونو (د ملګرو ملتونو په شمول) د حکومت استازیتوب او د بین المللې دندو د اجرأ په برخه کې تشه رامنځته کیږي.
له بلي خوا هغه هیواد چي د بل هیواد، نوی حکومت په رسمیت پیژني په کوربه هیواد د خپل دیپلوماتیک پرسونل دیپلوماتیک مصئونیت تضمینوې او د اړتیا په صورت کي د مقیم هیواد د حقوقي او اداري موسساتو څخه ګته پورته کولای شي.
دوفکتو او دوژور رسمیت پیژندنه:
د نوي حکومت په رسمیت پیژندنه یا نه پیژندنه د دولتونو مطلق او انحصاري حق دی. د نوي حکومت په رسمیت پیژندنه په دوه ډوله مطرح کیږې: « دوفکتو » او « دوژور ».
۱- دوفکتو رسمیت پیژندنه د حکومت جوړولو مدعي ځواک د سیاسې او حقوقې ودي له څرنګوالي سره تړاو لري.
کله چي د حکومت جوړولو مدعې ځواک په اړوند قلمرو باندي بشپړ کنترول و نه لري، امنیت نه شي ټینګولی او د کورنې مشروعیت څخه بې برخې وي. د ځینو سیاسې او ژِیوپولتیکو ملاحظاتو له کبله ممکن په دوفکتو ډوَل په رسمیت وپیژندل شې. یاد ځواک کولی شي په کور د ننه او د باندي له سیاسې لوبغاړو سره په تعامل کې قرار ولري.
دوفکتو په رسمیت پیژندنه يو ځواک ته بشپړ حقوقې هویت او په نړیوالو تعاملاتو کې د ورګډیدو وړتیا نه ورکوي.
د طالبانو تحریک د دوحې د هوکړه لیک له مخي چې له امریکایانو سره یې تر سره کړ، د یو سیاسي، عقیدوي او جنګې ځواک په توګه چي د راتلونکي حکومت د جوړولو په درشل کې دی په دوفکتو ډوَل په رسمیت وپیژندل شو. په سیمه کي د طالبانو ديپلوماتیکو مسافرتونو هغوې « دوژور» رسمیت پیژندني ته رانږدې کړل.
۲- کله چي د حکومت جوړولو یو خپلواک ځواک په ټول قلمرو کي واکمن شي، بشپړ امنیت تأمین کړي، د اساسې قانون د حکمونو پر بڼست او د ډیموکراسي د اصولو په درناوي استقرار ومومي، د یو واقعیت په توګه په « دوژور » ډَول په رسمیت پیژندل کیږې.
یاد فورمول مطلقه بڼه نه لرې. هیوادونه لیوالتیا لري چي رسمیت پیژندنه د خپل سیاست او دیپلوماسي د یو لاسوند په توګه وکاروې او له شرطونو سره یی مل کړي. د احتمال څخه لري نه ده چي یو حکومت سره لدې چي د هیوادني یا کورنیو حقوقو (اساسې قانون) د احکامو پر بنسټ جوړ شي او په خاوره کې کنټرول ولري په دوفکتو ډول په رسمیت وپیژندل شي. برعکس داسي هم واقع شوي چي یو حکومت سره له دي چي ټول حقوقي شرطونه یې بشپړ کړي دي، لیکن په دوفکتو بڼه وپیژندل شې. په کال ۱۹۴۱ م کې، له دې سره سره چي د شوروي اتحاد حکومت د اساسې قانون په چوکاټ کي جوړ شوی و د سویس له خوا په دوفکتو ډول په رسمیت وپیژندل شو. په ۱۹۴۶م کې دوفکتو په دوژور واړول شو. په ۱۹۵۰ م کې برتانیي د چین کمونیست حکومت پدې پلمه چي په ټول قلمرو باندي واکمن دی په رسمیت وپیژاند. خو امریکا د کمونیست حکومت د اغیزمنتوب او حقوقې وړتیا په اړه شکمن و او له اوږد ځنډ وروسته په ۱۹۷۱ م کې هغه ته رسمیت وروبښل. بناً په رسمیت پیژندنه یوازي د حقوقي ضوابطو سره تړاو نه لري. هر هیواد خپلو ملي ګټو ته په پام کې نیولو سره، رسمیت پیژندنه له ګن شمیر سیاسې او ژیوپولتیک ملحوظاتو سره تړې.
مشروط رسمیت پیژندنه:
کله چي رسمیت پیژندنه پرته له حقوقې ضوابطو څخه له نورو شرطونو سره مطرح شي، مشروط رسمیت پیژندنه بلله کیږي. د طالبانو اسلامې امارت د مشروط رسمیت پیژندني له جنجال سره مخ دی چې وروسته ورباندي رڼا اچوو.
حقوقپوهان د تیورې له دریزه پدې نظر دي چي باید رسمیت پیژندنه له سیاسې ملاحظاتو سره په تړاو مطرح نه شي. یو حکومت وروسته له دې چې د رسمیت پیژندني حقوقي شرطونه بشپړ کړي، باید نړیوال حقوقي نظام ته ورګډ شې.
مشروط رسمیت پیژندنه یواړخیز (انفرادې) یا ډله يېزه بڼه لرلی شي:
الف ــ که رسمیت پیژندنه یو اړخیزه وي او له سیاسې، ژیوپولتیک او ستراتيژیکو شرطونو سره مل شي، هر هیواد به د خپلو ملي ګټو پر بنسټ نوی حکومت په رسمیت پیژني. بې له دې چې نړیوال حقوقي ضوابط په نظر کي ونیسې. بیا نو نړیوال حقوق حاشیې ته لویږې او د نړۍ په کچه ګډوډي جوړیږي.
امریکا د پاناما د نوي حکومت په رسمیت پیژندنه پدې شرط پوري وتړله، چي د پاناما کانال د جوړیدو په ترڅ کي د امریکا د حق خیال وساتي او ویې پیژنې.
ب – ډله یېزه په رسمیت پیژندنه چې موخه يي د نړیوالو حقوقو د ارزښتونو ساتنه وي، د بین المللی حقوقو د نظام د ټینګښت لامل ګرځي. اروپايي ټولني په ۱۹۹۱ م کې هغه نوي حکومتونه چې د شوروي اتحاد او یوګوسلاویا د پاشلکیدو څخه وروسته رامنځته شوي وو، رسمیت پیژندنه یې په ګن شمیر شرطونو پوري وتړله. د هغي جملې څخه دملګرو ملتونو منشور ته درناوی، د اروپا امنیت او همکاري کانفرانس په چوکاټ کي د پولو موجود حالت ساتل، د بې وسلې کولو مخکنیو ژمنو ته ژمنتیا، د قومې لږکیو د حقوقو ضمانت او د خبرو یا حکمیت له لاري د دولتونو څخه په میراث پاته شویو منازعاتو حلول او داسي نور…
په رسمیت نه پیژندنه د ګواښ په ډول:
په رسمیت نه پیژندنه په وار وار د هیوادونو د دیپلوماسي د لاسوند په توګه کارول شوې ده. د ۱۹۵۰م – ۱۹۶۰م کلونو کي آلمان (فدرال جمهوریت) اعلام وکړ چي خپلي ډیپلوماتیکي اړیکي له هغو هیوادونو سره پرې کوي چې د ډیموکراتیک آلمان جمهوریت په رسمیت وپیژني.
په ځینو حالاتو کي ملګري ملتونو (امنیت شورا)، غړیو هیوادونو ته د یو حکومت چي په زور او ناقانونه توګه واک ته رسیدلی د رسمیت نه پیژندني مشوره ورکوي. دغه مشوره سیاسې اړخ لري او په غړیو هیوادونو باندي حقوقې الزام نه شي لګولې. په کال ۱۹۷۰ م کې د ۲۷۷ نمبر پریکړي له مخي ملګرو ملتونو غړیو هیوادونو ته مشوره ورکړه چي د جنوبې رودیشیا حکومت چې د زور له لاري په واک قبضه لګولې په رسمیت ونه پیژني.
د طالبانو د امارت په اړه ملګري ملتونه ورته دریز لري. خو دغه دریز د توجیه وړ نه ښکارې. طالبانو د بهرني اشغال په وړاندي د بریالۍ ازادي بښونکي جګړې په پاي کي حکومت جوړ کړ. استعمار ضد جګړه چي په ترڅ کې يي د خود ارادیت حق ترلاسه شي د ملګرو ملتونو د جوړښت منطق جوړوې.
د زور له لاري جوړي شوي حکومت باید په رسمیت ونه پیژندل شې:
یو حکومت چي له غیر قانوني لاري ( بهرنۍ لاسوهنه، کودتا، اغتشاش … ) قدرت ته رسیږي، په رسمیت پیژندل یې له نړیوالو حقوقو سره اړخ نه لګوې. منچوریا د چین برخه و. جاپان پري برید وکړ او یو لاسپوڅی حکومت یې قدرت ته ورساوه. امریکا د جاپان اقدام د « بریان کلوک » ( ۱۹۲۸م ) تړون سره په تضاد کې وباله، ورسره کلک مخالفت یې اعلام کړ. نوی حکومت چي د زور له لاري جوړ شوی و په رسمیت یې ونه پیژاند.
خو داسي مثالونه هم شته چي یو حکومت چي له غیرقانوني لاري قدرت ته رسیدلی، د ګڼ شمیر هیوادونو له خوا په رسمیت وپیژندل شې. ایټالیا په ۱۹۳۵م کې یوتوپیا اشغال او د خپلي خاوري سره یې یو ځای کړه. د ایټالیا – یوتوپیا امپراتوري نوی حکومت د ۴۴ هیوادونو له خوا په رسمیت وپیژندل شو.
په افغانستان کي د شوروې او امریکا اشغال نه وروسته لاسپوڅي حکومتونه د زیاتو هیوادونو له خوا په رسمیت وپیژندل شول.
راتلونکي بحث: ولي د طالبانو اِمارت په رسمیت نه پیژندل کیږې ؟
۱۲/۱۰/۲۰۲۱
ستاسی تعریف درست دی ، چه دولت د خاوره، وګړي او حاکمیت سره تړاؤ لری ، نو ویلی شی چه دا دری ګوڼی مو د امان الله خان د دوری څخه پخوا هم درلودل ، نو بیا ولی مونږ د اسد ۲۸ د ازادی ورځی په نوم نوموو ، دا درګونی خاوره، وګړي او حاکمیت خو الحمدالله د احمدشا بابا له دوری څخه لرو ، نو باید مونږ همغه ورځ د ازادی په نوم ونوموو او ۲۸ داسد په فرنګیانو لکه ۲۴ دلوی په روسانو او ۳۱ د اګست له ناټو سره په حنګ کی د بری ورځی ووایو .
سلام استاد تره کی
(دفکتو او دجور) دواړه مو ډېرښه څيړلی په اشغالی ادارې لکه څنګه چې تا ورته اشاره کړې ده واقعا په خپله په دفکتو ناروغی اخته ولې چې اوس نړۍ ورته دپلمو له لارې ساری بڼه ورکری. زه به دغه مطلب له تاسې سره شریک کړم وایی چې یو میلمه دچاکره دارنګه پروت وه چې دتلو نوم یې هیڅ نه اخیسته. دکور خلک دېر سخت ور سره په تنګ شول
یوه ورخ دکور خاوند له ګاوندی سره ملګری شو یو پلان یی ورته جوړکړ چې میلمه وشړی دشپې لخوا کوروالا دمیلمه سره ډوډۍ خوړله ګاوندی په دروازه راننوت او په رد او بد ویلو یې شروع وکړه بیا یی دواړه دروزې سره ووهلې دننه حوېلۍ کي یو څوپټاکۍ وویشتلې مېلمه وډارشو او کټ لاندې ننوت کله چې داهاها اوغوغا غلې شوه دکور خاوند مېلمه ته وویل دنن څخه دوه میاشتې مخکې ما یو مېلمه وواهه او مړ شو ګاونډی دغچ لپاره راغلی وه چې تامړکړی!
لکن که هغه تامړکړی په الله قسم چې زه دهغه لس کسه مېلمانه مړه کړم.
نیمه شبه مېلمه په لو څو پښو لکه اشرف غنی احمدزی المتفکر چپلکې واخیستې لپ تاپ ورنه باتې شو اوله شنو دالرو سره وتښتید اوس دلنډغرو یوتیوب ګنګ کې هره شېبه او ګړۍ اتڼ کوی او سندرې وایی.
دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت بهرنی تشکیلات ،سفارتونه او قونسلګرۍ ډېر شاته دی تاته پته شته چې په ملګرو ملتو کې دافغانستان دېبلماتیک اړخ کومې کچې ته راټیټ شوی دا پروسه دربانی له وبا ء راپیل دی؟
ښاغلی تره کی چې د طالبانو یو خواخوږې لیکوال دی لیکي ( یو حکومت چي له غیر قانوني لاري ( بهرنۍ لاسوهنه، کودتا، اغتشاش … ) قدرت ته رسیږي، په رسمیت پیژندل یې له نړیوالو حقوقو سره اړخ نه لګوې.)
اوس نو تاسو په خپله قضاوت وکړۍ چی طالبان د انتخاباتو له لاری واک ته رسیدلي یا په زوره او هغه هم د یو ګاونډی د استخباراتو په مټ.
یو زعمامت د خارجی مشروعیت نه مخکی باید داخلی مشروعیت لاسته راوړي او داخلی مشروعیت هله لاسته راځي چې زعامت د مشروع لاری ( ټاکنۍ یا زموږ هیواد کی عنعنوی لویه جرګه) واک ته رسیدلی وي او برسیره پر دی خپلو خلکو ته خدمات برابر کړي ، طالبانو نه یوازی دا چی زموږ خلکو ته خدمات برابر نکړ بلکه هماغه تعلیمی آسانیاوی چې پخواني اداری د دی هیواد نجونو او میرمنو ته برابر کړي و ( میرمنو ته کار او نجونو ته زده کړی) هغه یی هم زموږ د نجونو او میرمنو نه واخست ، طالبانو د سلهاو زرو افغان کورنۍ له خپل میاشتنۍ معاش چی د هغی پواسطه به هغوی خپلو بال وبچ او کورنی ته به یو مړی ډوډۍ برابرول له معاش او میاستنۍ تنخوا محروم کړل.
که د ملګرو ملتونو مرسته نه وای څو زره روغتیائی کلینیکونه به هیواد کی بند او په زرهاو ډاکتران او روغتیائی کارکونکي به هم کور کی ناست و.
طالبانو تر اوسه نه یوازی د هیواد خلکو ته کوم خدمت ندی کړی بلکه پدی دوه و میاشتو کی هڅه شوی تر څو زموږ هویت تاریخ او فرهنګ له منځ یوسي ، نو طالبان په اوسني حالت کې نه داخلی مشروعیت لري او نه د نړی کم او زیاد 190 هیوادو او ملګرو ملتونه دی پایلی ته رسیدیلي چې د طالبانو اداره په رسمیت وپیژني.
محترم تره کی صیب چی خپله پاریس کی په عیش او نوش کی ژوند کوی ، هغه د هغو کورنیو له حاله څه خبر ده چی کابل کې له ناچاری او بیوزلۍ د کور اسباب او له بدی ورځی حتی خپل کمکي ماشومان پلوري تر څو خپلی کورنۍ ته یوه مړۍ وچه ډوډی برابر کړي.
ښاغلي ترکي په لاس د برکت شه!