یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهترکیه وايي، یو لوی افغان قاچاقبر او جنایتکار یې نیولی

ترکیه وايي، یو لوی افغان قاچاقبر او جنایتکار یې نیولی

تاند (چهارشنبه، د میزان ۲۱) ترکیه غواړي چې د مخدرو موادو په قاچاق او په منظمو جرمونو یو تورن افغان سنګر احمدي له خپلې خاورې وباسي.

د ترکیې د جمهوریت ورځپاڼې د راپور له مخې، احمدي په جرمني کې په لسګونو جرمونو تورن دی.

سنګري، چې د (لاینز کارټل) یا د زمریانو د جنایتکارې ډلې مشر دی، د جمعې په ورځ د ترکیې د پولیسو په یوه چاپه کې په استانبول ښار کې ونیول شو.

په دې چاپه کې، چې د استانبول د باچیلیولر مېنې په یوه هوټل کې وشوه، له سنګري سره ۴ تنه نور هم ونیول شول.

سنګري په ۲۰۱۷ م کال له جرمني څخه ایستل شوی و او د هغه د ځای ځایګي د موندلو په اړه په ټولنیزو رسنیو کې عکسونه خپاره شوي وو.

باور کېږي چې احمدي په جرمني کې په شاوخوا ۳۰ جنايي پېښو کې لاس لري.

د جمهوریت ورځپاڼې پر اساس، نوموړی او ورسره ۴ تنه نور نیول شوي کسان د استانبول ولایت د مهاجرت ریاست ته ولېږدول شول چې له ترکیې څخه وایستل شي.

ورځپاڼې نه دي لیکلي چې سنګري به کوم هیواد ته واستول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب