یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد الازهر جومات امام طالبان د ښځينه زده کړو نه مزاحمت ته...

د الازهر جومات امام طالبان د ښځينه زده کړو نه مزاحمت ته وهڅول

تاند:( چار شنبه، د ميزان يوويشتمه)د مصر د الازهر جومات ملا امام احمدالطیب، له طالبانو غوښتي، چې نجونو ته د زده کړو اخيستل شوی حق بیرته ورکړي.

نوموړي دا غوښتنه پر خپلې ټویټر پاڼې کړې ده.

ښاغلي طيب په مشخصه توګه د طالبانو نوم نه دی اخيستی، خو دا غوښتنه يې په پښتو ژبه کړې ده.

طالبانو له نيږدې يوې مياشتې راهيسې په افغانستان کې نجونې ان د ښوونځيو ته زده کړو را ګرځولي دي.

دغې ډلې ټينګار کړی، چې د ښځينه وو د زده کړې او دندو مخالف نه دي، خو د اسلامي شريعت په رڼا کې به ورته په دې برخه کې زمینه برابره کړي.

له دې سره، د افغانستان له ځينو شمالي ولايتونو څخه د نجونو د زده کړو د بيا پيل خبرونه ورکړل شوي دي.

طالبانو نه دي ويلي، چې هلته د دغو زده کړو بيا پيل یې له کومو بدلونونو سره کړې دی؟

طالبان په دې تورن دي، چې له داسې ولسي مزاحمتونو څخه پر افغانانو او نړیوالې ټولنې د فشار د نقطو په توګه استفاده کوي، څو نړۍ ورسره د دغو مزاحمتونو د حل لپاره خبرو ته کیني او امتيازات ورکړي.

طالبانو نه دي ويلي، چې د نجونو په مستقلو او له هلکانو څخه په جلا ښوونځيو کې د اسلامي شريعت خلاف څه شته، چې بايد حل کړل شي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب