جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد جماعت اسلامي مشران ۲۰ کاله وروسته بيا کابل ته راغلي

د جماعت اسلامي مشران ۲۰ کاله وروسته بيا کابل ته راغلي

تاند:( چارشنبه، د ميزان يوويشتمه) د پاکستان جماعت اسلامي ګوند مشران له ۲۰ کلن ځنډ څخه وروسته بيا د افغانستان پلازمېنې کابل ته راغلي.

دوی له د طالبانو سره د حکومت چلولو لپاره یې د مرستې وعده کړی او دا يې هم ويلي، چې له داخلي بې کوره شو خلکو ته به مرستي ورسوي.

  یاد شوی ګوند، چې د قاضي حسين احمد له لوري تاسیس شوی، په پاکستان کې د حزب المجاهدین په نوم ګوند هم لري.

حزب المجاهدين ډلې کشمیر او افغانستان ته خپل جنګیالي هم لیږلي دي.

جماعت اسلامي خپله په پاکستان کې د انګریزانو لخوا د جوړو شويو قوانينو تر چتر لاندې جمهوري نظام ته تابع دی او د ټاکنو له لارې د واک ګټلو لپاره مبارزه کوي.

دا ګوند په افغانستان کې له څلورو لسيزو راهيسې د نظام ړنګولو د هڅو ملاتړ کوي.

د دغه ګوند موسس قاضي حسين احمد په افغانستان کې د داود خان د جمهوري نظام له نسکورولو سره هم مرسته کړې وه او په دې کار يې اعتراف کړی و.

ويل کيږي، چې پخوانی ولسمشر او د جميعت اسلامي ګوند موسس برهان الدين رباني هم د داود خان خلاف وسله وال بغاوت ته د هماغه لخوا جذب شوی او روزل شوی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب