جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د هاکي ټیم یو لوبغاړی وژل شوی

د هاکي ټیم یو لوبغاړی وژل شوی

تاند (چهارشنبه، د میزان ۲۱) د افغانستان د هاکي فدراسیون وايي، د کابل د تېرې اوونۍ په چاودنه کې د افغانستان د هاکي د ملي لوبډلې یو لوبغاړی نجیب محمدزی وژل شوی دی.

د افغانستان د هاکي د فدراسیون ريیس مصطفي سادات وايي، اوس څرګنده شوې چې د کابل د عیدګاه جومات مخته په ۵ وژل شویو ملکیانو کې یو هم نجیب محمدزی و.

ښاغلي سادات د هاکي نړیوالې خپرونې (هاکي پیپر) ته ویلي چې په یو لوبغاړی یې په یوه غمچنه پېښه کې ژوند بایللی دی.

ده همداراز ویلي «دا ډېره دردوونکې پېښه وه، زموږ یو اتل پکې ووژل شو.»

«له بده مرغه موږ هره ورځ په افغانستان کې د خپلو ځوانانو د وژل کېدو شاهدان یوو چې له کبله یې کورنۍ د غم په ټغر کښېني.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب