جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد کاناډا صدراعظم وايي، هیواد یې ۴۰ زره افغانانو ته پناه ورکوي

د کاناډا صدراعظم وايي، هیواد یې ۴۰ زره افغانانو ته پناه ورکوي

تاند (چهارشنبه، د میزان ۲۱) د د کاناډا صدراعظم جسټین ترودو پرون / سې شنبې وویل، هیواد به یې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ۴۰ زره افغانانو ته پناه ورکړي.

ترودو پر خپله ټویټرپاڼه کښلي «کاناډا ۴۰ زره کډوالو ته هرکلی وايي، او موږ پر نورو هم ږغ کوو چې په خوندي ډول د کډوالو د ځای پر ځای کولو لپاره خپل ملاتړ چټک کړي.»

د کاناډا د مهاجرت د چارو وزیر مارکو میدیسنو په سپټمبر کې ویلي و چې هیواد به یې تر ۲۰ زره ډېر؛ په ځانګړي ډول د ښځو، د بشري حقونو د کارکوونکو او زیانګالو اقلیتونو په شمول هغه افغانان ومني چې د طالبانو له لوري یې ژوند له خطر سره مخامخ وي.

د اګست په نیمايي کې د طالبانو له لوري د کابل له نیول کېدو وروسته تر یو لک ډېرو افغانانو ته امریکا، اروپا او نورو هیوادونو پناه ورکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب