جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeټولنیزنیست / لیکوال: رحمت پټان

نیست / لیکوال: رحمت پټان

د کمال اتاتورک په یو تقریر کې وویل: یوه زمانه وه چې ما به ډېر کتابونه لوستل غرض مې دا و چې د دنیا لوی لوی مفکرین او فلسفیان د ژوند متعلق څه وایي؟
بعضې فلسفیان چې په ژوند کې په هر لور تیاره ویني وایي چې زموږ هستي نیست ده، زموږ له پاره د دنیا په عارض ژوند کې هېڅ قسمه خوشحالۍ نشته خو ځینې نورو هوښیارانو خلکو د ژوند متعلق په بل شان اظهار کړی دی.
هغوی وایي، که د ژوند انجام نشت دی، نو دا د نا امیدۍ خبره نه ده څومره پورې چې موږ ژوندي یو خپل ژوند په خوشحالۍ او په خندا تېرول پکار دي.
زه پخپله د ژوند دا وروستی مفهوم خوښوم البته د ژوند د تېرولو طریقه زما خپله ده.
نا امیدۍ او ناهیله کیدل د کوچنیو خلکو او فکرونو کار دی، کله چې نا امیده شوی نو بیا د خپل فکر د لوړې مفکورې او روڼ اندې خیال لرې کړه. روشنفکران، روڼ اندان او لوی مبارزین هېڅ وخت نه ناهیلې کېږي تر څو چې ژوندي وي، د انسانیت لپاره مبارزه او ژوند کوي.
د پاچاخان، ګاندې، منډیله او داسې نور مبارزینو ژوند وګورئ، څنګه یې خپل ملت، هیواد او نسانیت ته مبارزه کړې ده. همدا شان ټولو پیغمبرانو خپل ومت لپاره نه ستړي کېدونکې هلې ځلې کړې دي.
نا هیلي او بې همتي مرګ دی، بل هېڅ څه نشي کېدلای. ما او تاسو ټولو به هېڅ داسې انسان نه وي لېدلی چې هغه ناهیلی او نا امیده شوی وي بیا دې بریالی وي. بریالی هغه څوک کیدلای شي چې همت ونه بایلي.
وایي، په خوشحالي کې خو ټول خوشحاله وي، خو تکړه هغه انسان دی، چې خپګان کې ځان خوشحاله او نارمل وساتي.
مثلاً ژوند لوبه ده هېڅ انسان د ژوند ټولې لوبې نشي ګټی، ضرور ځینې لوبې ګټي او ځینې بایلي، دا چې کومه لوبه ګټي دغه وخت خو ضرور انسان ته خوشحالي پیدا کېږي، خو چې کومې لوبې وبایلل شي، په هغې کې باید ناهیلی او نا امیده نشئ، نورو لوبو ته باید اماده ګي ونیول شي، تر څو راتلوونکې دومره بریاوې راوړې چې تېره بایلونکي لوبه درڅخه هېره شي.
شرم، دوسي، نا امیدي او ناهیلي دا نه ده، چې لوبه وبایلې یا غریب شوې، یا همدا رنګه بل څه مشکل درته پیدا شول، شرم، دوسي نا امیدي، ناهیلي او بد بختي دا ده چې همت له لاسه ورکړې؛ نوره خواري او کوشش ونه کړې. هر وخت په لوړ همت، په خوشحالۍ او جرائت باندې لوبه، کار او ژوند وکړئ.
دا چې مونږ هیست یو او که نیست، دا چې هر څه یو، خو مهمه دا ده چې خوښ او خوشحاله ژوند وکړو. داسې نه چې د نیست او هیست فکر کوو، خو ژوند مو له خپګان څخه ډک وي.
خر چې خر دی په خپل خرتوب کې بریالی دی، ولې یو انسان چې یو انسان وي، په خپل انسانیت کې پاتې راشي او ماتې وخوري!! دا هېڅ کله نشي کېدای اخیر هم انسان بریالی کېږي او د انسانیت لوړې درجې ته رسېږي.
ځینې خلک داسې فکر کوي، ولې خلک زما په اړه فکر نه کوي؟ ولې ټوله نړۍ کې امن نشته؟ ولې نور خلک ځورېږي یا وژل کېږي؟
 له دې فکرونو څخه ووځئ، لومړی ځان مهم دی، په ترتیب سره بیا کورنۍ، خپلوان، ملګري، ګاونډیان، خپل قوم، ولایت، هیواد…. همداسې نور.
 ځینې بیا د نړۍ په اړه فکر کوي خو چې ځان ته یې فکر کېږي خپله خوشحالي او خوښه ژوند او هر څه یې له لاسه ورکړي وي. که ځان ونه پېژنې نو خدای نشې پېژندای. دا چې هر څه باید وپېژنئ نو لومړی ځان وپېژنئ او خوښه ژوند شروع کړئ، بیا مخته روان شئ.
لکه څنګه چې د ژوند پیل په ژړا کېږي، همدغه شان یې پای هم په خپګان کېږي، دا چې داسې کېږي، نو ښه دا ده چې منځ یې په خوښي او په لوړ همت وکړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب