دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهد مجاهدینو پخوانی صدراعظم احمد شاه احمدزی ومړ

د مجاهدینو پخوانی صدراعظم احمد شاه احمدزی ومړ

تاند:( يکشنبه، د ميزان پينځه ويشتمه)‏ د افغانستان یو پخوانی جهادي مشر احمد شاه احمدزی، چې د برهان الدین رباني په مشرۍ د مجاهدینو د حکومت صدراعظم پاتې شوی و، نن د ۷۷ کلونو په عمر ومړ.
یو شمېر خبري رسنیو او دغه راز د ننګرهار پخواني والي ضیا الحق امرخېل نن د هغه د مړینې خبر خپور کړی.
احمدزی د عبدالرب رسول سیاف په مشرۍ د اتحاد اسلامي تنظیم مرستیال او له مشهورو جهادي څېرو څخه و.
هغه له ۱۹۹۵ څخه تر ۱۹۹۶ پورې د مجاهدینو د اسلامي دولت صدراعظم او په ۲۰۰۴ کې د ولسمشریزو ټاکنو له نوماندانو څخه و.
احمدشاه احمدزی د ژوند په وروستیو کې له سیاف څخه لاره جلا کړې وه او د یوه بل ګوند له جوړولو سره یې خپلو سیاسي هڅو ته دوام ورکاوه.
دی په وروستیو کې له ایران سره په اړیکو تورن و.
احمدزي په افغانستان کې د بهرنیو پوځي اډو د مخالفت لپاره یوه سیاسي جبهه هم جوړه کړې وه، چې د مختلفو غونډو، سیمینارونو او کنفرانسونو له لارې یې امریکا ته په افغانستان کې د اډو ورکولو مخالفت کاوه.
دی د مخالفینو له لوري یې تورنیده، چې ایران او ځینو نورو سیمه ییزو هېوادونو ته کار کوي.

1 COMMENT

  1. احمدشاه احمدزی او رسول سیاف دواړه افغانستان کې د القاعدې ترهګرو اصلي میزبانان و دلالان وو. دغو منافقو اسلامکارو د ربانی وخت کې له عربی هیوادانو اسامه او نور مجرمین کوڅه ډبي ترهګر او خونکاران راټول او وزیر اکبرخان مېنه کې يې ورته له سلو زیات کورونه واخیستل، د افغانستان تابعیت یې ورکړ او افغانستان یې د ترهګرو په اډه بدل کړ چې بیا وروسته تالب ادامه ورکړه…

    په دومره لوی تعداد د خپلو حکومتونو تعقیب لاندې پردیو خطرناکو مجرمینو ته ځای پناه تابعیت و حقوق ورکول د افغانستان په تاریخ کې ساری نلري او دا ملي خیانت او د اسلامکارو نور سترستر خیانتونه همیشه ددین ترنوم لاندې توجیه شوي…او عرب پاله پښتون خو یې لا عبادت و فضیلت و ثواب بولي، ځکه خو یې وطن همداسې شډل برباد او دوی د ذلت وحقارت په قعر کې بند دي…

    د امریکا یرغل سره سیاف و احمدشاه بیا راپیدا شول او دهماغو عربو کورونو پرسر چې هریوه بیه یې میلیونونو ډالرو ته ختلې وه، یوبل ته داړې سپينې کړې… بیا یې خپلو منځو کې سره وویشل…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب