یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهپاکستان له افغانستان څخه د فرقه یي وژنو لړۍ غځیدو اندیښمن کړی

پاکستان له افغانستان څخه د فرقه یي وژنو لړۍ غځیدو اندیښمن کړی

تاند:( يکشنبه، د ميزان پينځه ويشتمه)‏ د پاکستان ډان ورځپاڼې نن په افغانستان کې د شیعه ګانو پرضد زیات شوي بریدونه بحث کړي او خپلې خاورې ته یې د دغو بریدونو د ورغځیدو په اړه اندیښنه ښودلې ده.

سرچینې د دوو جمعې ورځو د لمانځه پرمهال په کندوز او کندهار کې د شیعه ګانو پر جوماتونو ځانمرګو بریدونو ته په اشارې لیکلي، چې دا لړۍ به په پاکستان کې هم د داسې وژنو سلسله بیا شروع کړي.

 ډان ورځپاڼې، د خپلې اندیښنې یو دلیل دا ښودلی، چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد ناکام سیاستونه لرل او نه دی توانیدلی، چې خپله خاوره په سمه توګه له دغه ګواښ څخه خوندي کړي.

پاکستاني ورځپاڼې دا اندیښنه په داسې مهال څرګنده کړې، چې پاکستان د فرقه یي اختلافاتونو له اړخه تر افغانستان زیاته او هغه هم په طبیعي ډول د پراخو اختلافاتو سابقه لري.

له اوږدو کلونو راهیسې د پاکستان په کوټه ښار او دغه راز په پاړه چینار قبایلي سیمه او نورو ځایونو کې د سنیانو او شیعه ګانو د مرګونو مقابلو شاهد و.

هلته دا دوه مذهبي فرقې د هدفي وژنو، بم ایښودونو، پر جوماتونو، روغتونونو او نورو مرکزونو د بریدونو په وسیله یو بل وژني او مختلفې توندلارې ډلې د داسې وژنو د ترویج لپاره ښکاره فعالیتونه کوي.

 په افغانستان کې د یادو بریدونو سابقه بیا ایله تېرو څو کلونو ته ورګرځي او په عام ډول افغان سنیان او شیعه ګان خوږې او ان د خپلوۍ اړیکې سره لري.

په افغانستان کې د یادو بریدونو له ترسره کیدو سره، زرګونه افغان سنیانو په ټولنیزو رسنیو کې مختلف کمپاینونه پيل او د خپلو شیعه وروڼو وژنه په توندو ټکیو غندلې ده.

د دغو وژنو مسوولیت په افغانستان کې داعش ډلې پرغاړه اخیستې، خو دا ډله په عام ډول افغانانو کې ځای نه لري، په داسې حال کې چې پاکستان کې فرقه یي وژنو ته لمن وهونکې ډلې له پراخ ولسي ملاتړ څخه برخمنې دي.

1 COMMENT

  1. خپله پاکستان د مذهبی فرقوی تضاداتو او اختلافاتو جوړولو مرکز ؤ او دی ، څومره اسلامی مختلفی مذهبی فرقی چه په پاکستان کښی دی په هیڅ ملک ګښی نشته ، په پاکستان کښی دا یوازی د قلم او ژبی په سطحه فرقه ای اختلافات نه دی چه د ډیر پخوا نه راروان دی ، بلکه یوه ډله بله ډله کافره بولی او په مقابل کښی مسلحانه برخورد اووژنه فرض بولی . دغه منحرفی ډلی حتی د عدم ختم نبوت ( قادیانیت ) تر ډلو پوری په پاکستان کښی تولیدیژی ، اصلآ پاکستان د اسلام ضد قوتونولکه انګلیس اواسرائیلو مزرعه ده ، چه په دغه ملک کښی هررنګه مذهبی منحرف تخمونه کری .د انګلیس او اسرائیلو سره د پاکستان ښکاره او پټ ددوستی او ستراتژیکی ملگرتیا قراردادونه شته . همدغه علت دی چه د پاکستان د تولد د شروع نه د پاکستان په ملت کښی او په خاصه توګه په مساجدو کښی د فرقه واریت خشونت په شدت سره روان دی ، د شیعه مسلمانانو په مساجدو کښی چاودنی ، د شیعه مسلمان علمآؤ او ملا امامانو وژنی او ترور تر هرملک په پاکستان کښی ډیره د پخوا نه روانی دی ، متآسفانه د پاکستان د مذهبی خشونت د سببه افغانستان هم متآثره شو ، د مثال په توګه د اهل حدیث ډله د پاکستان نه په افغانستان کښی را پیدا شوه ، او داسی نور ډیر مثالونه شته . خو د افغانستان په مسلمانانو کښی بیا هم الحمد لله ډیر زغم شته ، شیعه او سنی مسلمانان یو دبله د وروڼو په شان ژوند کوی .
    اوس پاکستان باید دغه داغ اوناروا اتهام په افغانستان و نه لګوی ، په افغانستان کښی سره ددی چه د بهر نه ډیر کوشش شوی چه د سنی او شیعه مسلمانانو تر منځ د برخورد زمینه مساعده شی ، په دی کار بهرنیان نه دی کامیابه شوی . او کله چه په کوم ولایت کښی د شیعه او سنی اوسیدونکو تر منځ شخړه را منځ ته شوی ، او یا د شیعه مسلمانانو په مساجدو ، مکاتبو او شفاخانو حمله شوی ، ریښه یی همیشه په پاکستان کښی ده . د فرقه یی وژنو غځیدو اندیښنه په منطقه کښی باید د پاکستان څخه وی ، نه د افغانستان څخه ، دغه صرف د پاکستان دوه مخی تبلیغ دی چه د افغانستان په خلاف پاکستان د ډیره وخته شروع کړی ، هغه خبره چه پاکستان غواړی د خپل بام واوره د افغانستان چت ته وروغورزوی . د منطقی ولسونه او دولتونه په دی ښه پوهیژی چه پاکستان اوس هم په منطقه کښی د تروریستی ډلو د تولید فابریکه ده ، تروریستی ډلی لکه جیش محمد ، لشکر طیبه ، القاعده او داعش په پاکستان کښی تربیه کیژی ، تجهیز کیژي او بیا افغانستان او د منطقی نورو هیوادونو ته لیژل کیژی . د القاعدی مشران په آخر کښی چیرته اوسیژی ؟ چیرته پیدا کیژی ؟ د پاکستان په ایبټ آباد کښی ، ډیر نژدی د پاکستان د فوجی مراکزوسره ! دغه واقعیت خو ټولی دنیا په سترګو ولید . اصلآ د پاکستان د جنګی مجرمو نظامیانو او استخباراتو پالیسی داد ه چه د تروریستی ډلو او انتخار او انفجار د لاری ، په منطقی کښی جهرافیایی ، سیاسی ، اقتصادی ، او نظامی توسعه وکړی ، ترڅو د انګلیس ، اسرائیلو ، امریکی و غوندی یو څلورم شیطانی قوت په دغه منطقه او نئی کښی میدان ته راووزی . بنآ اوس د فرقه ای وژنو په هکله د پاکستان تبلیغ د افغانستان په هکله د افغانستان د با غیرته مجاهد ملت د طرف مردود دی ، نور دی د افغانانو او نورو ولسونو به سترګوکښی د خاوری نه اچوی ، د فرقه یی وژنو او د تروریسم د لړی د غځیدو اصلی مرکز او منشآ په خپله پاکستان دی !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی