دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهافغانستان ته د سیمې اندیښنې؛ هند هم کنفرانس ورته بللی

افغانستان ته د سیمې اندیښنې؛ هند هم کنفرانس ورته بللی

تاند:( يکشنبه، د ميزان پينځه ويشتمه)‏ په افغانستان کې د وضعیت او په خاص ډول د بشري بحران له وخیم کیدو سره، هندوستان هم لاس په کار شوی او د دغه وضعیت د حل لپاره یې د سیمه ییزو هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو په کچه یوه لوړپوې ناسته بللې ده.

هندي رسنیو ویلي، چې په دې سیمه ییز کنفرانس کې، چې د هند د ملي امنیت شورا ترتیب کړی او د دغه هیواد د ملي امنیت د سلاکار اجیت دوفل په مشرۍ جوړېږي، د پاکستان، روسیې، چین، ایران، تاجکستان او ازبکستان د ملي امنیت سلاکارانو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د هندي چارواکو په وینا، په کنفرانس کې به په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي پر لارو، امنیتي وضعیت او همداراز د طالبانو له لوري د بشري حقونو د رعایتولو پر اړتیا خبرې وشي.

دا کنفرانس راتلونکې میاشت جوړېږي.

ټاکل شوې ده چې روانه چارشنبه د روسیې په بلنه په مسکو کې هم د افغانستان په اړه یو کنفرانس جوړ شي.

معلومه نه ده، چې سیمه ییزو هېوادونو، په خاص ډول پاکستان د هند په بلنه دغه جوړیدونکي کنفرانس ته مثبت ځواب ورکړی یا وایي کنه؟

د طالبانو په اړه هم نه دي ویل شوي، چې کنفرانس ته بلل شوي یا نور افغان لوري به هم ورته وبلل شي کنه؟

هند پخوا په افغانستان کې د طالبانو د مخکینۍ واکمنۍ له سرسختو مخالفانو څخه و، خو دا ځل یې تر واک ته رسیدو مخکې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد څو ځله هندي چارواکو سره د طالبانو په اړه خبرې وکړې او د پردې ترشا یې ځینې ډاډګیرنې ورکړې.

د هند صدراعظم نریندرا مودي تېره اونۍ د هم ګټو هېوادونو د سیمه ییز سازمان انلاین کلنۍ غونډې ته په وینا کې ټینګار وکړ، چې افغان خاوره باید د هیچا خلاف ونه کارول شي او په دې اړه سیمې ته تضمین ورکړل شي.

دغه هېواد پر طالبانو د پاکستان پراخ نفوذ ته په کتو سره اندیښمن دی، چې د افغانستان خاوره به یې پرضد وکارول شي، خو طالبانو ټینګار کړی، چې د افغانستان له خاورې څخه به د هیچا پرضد کار وانخیستل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب