Homeخبرونهملا برادر د قزاقستان له ځانګړي استازي سره لیدلي

ملا برادر د قزاقستان له ځانګړي استازي سره لیدلي

تاند:( يکشنبه، د ميزان پينځه ويشتمه)‏ ‏د طالبانو د اسلامي امارت د رييس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي ټالګاټ کليوف او په امریکا کې د دغه هېواد د سفیر یرزان کازوخانوف سره لیدلي.

د طالبانو خبري سرچينو ويلي، چې دواړو لوريو پر اړوندو موضوعاتو خبرې کړي دي.

دوی د اړوندو موضوعاتو په تړاو جزییات نه دي ورکړي.

پرون د طالبانو د رئيس الوزرا بل مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د يوه پلاوي په مشرۍ د ازبکستان ترمذ ښار ته په يوه ورځیني سفر تللی و.

د روانې چارشنبې په ورځ په پام کې ده، چې د سلام حنفي په مشرۍ يو بل پلاوی د روسیې پلازمېنې مسکو ته لاړ شي او هلته د افغانستان په اړه جوړيدونکي کنفرانس کې برخه واخلي.

طالبان د سيمې له مختلفو هېوادونو سره ښې اړيکې لري، خو د دوی په ګډون تر ټولو اصلي ملاتړي يې پاکستان هم لا د طالبانو رژيم په رسميت نه دی پېژندلی.

د طالبانو له واکمنیدو سره، افغانستان له شديد بشري او اقتصادي ناورين سره مخ دی.

دا ډله تمه لري، چې سيمه یيز هېوادونه به لږ تر لږه په ارزانه بيه د لومړنيو خوراکي توکيو په صادراتو کې لاس ورکړي.

ويل کيږي، چې د منځني اسيا ځينو هېوادونو له افغانانو سره د بشري خواخوږۍ له مخې په دې برخه کې د طالبانو ځينې غوښتنې منلي او له کبله يې د خوراکي توکيو په اوج ته رسيدلو بیو کې بيرته لږ کمښت راغلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...