تاند【چهارشنبه د حمل ـ وري ۲۰مه】د طالبانو د حکومت د احصايې او معلوماتو ملې اداره وايي، په تېر يوه کال کې یې ۵۱۷ زره او ۵۸۰ تنو ته زېږون کارتونه وېشلي دي.
سرچینه زیاتوي، چې له دې ډلې يې ۲۵۰ زره او ۷۸۶ ښځينهو او ۲۶۶ زره او ۷۹۴ يې نارينهو ته کارتونه ورکړې دي.
د يادې ادارې د معلوماتو له مخې، له دې جملې یوازې په کابل ښار کې د آسان خدمت مرکزونو او په “سرای شمالي” کمپلکس کې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست له لوري ۱۶۰ زره او ۲۱۷ هېوادوالو ته د زېږون کارتونو د وېش خدمتونه وړاندې شوي دي.
د سرچینې په وينا، د دې ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست تېر کال یوازې په کابل ښار کې ۴ زره او ۷۴۹ هېوادوالو ته د مړینو د ثبت اړوند خدمتونه هم وړاندې کړي دي.
دا راپور داسې مهال خپرېږي، چې اوس هم ګڼ هېوادوال د زیږون کارتونو او پېژندپاڼو د ترلاسه کولو برخه کې له ستونزو شکایت کوي.
دوی وایي، په اړونده ادارو کې یواځې د هغو خلکو کارونه چټک پرمخ ځي، چې اړیکې یا پیسې ولري.
دوی تمه لري چې لوړ پوړې طالبان دې په ادارو کې خلکو ته په وړاندې کېدونکو خدماتو کې توپیري چلند له منځه یوسي.
دا یو نیک کار دی . مونږ افغانان په نړۍ کې یواځېني خلک یو ، چې دا اساسۍ سند یعنې د زېږون کارت او سند نه لرو. دا سند باید د قانون له مخې جبري شي او هر هېوادوال یې باید ولري. د دې سند پر اساس د یو چا د زېږېدو نېټه او سن معلومیږي او د هغه پراساس ښوونځي ته د شاملېدو ، عسکري خدمت ، رسمي دندې او ماموریت او د دریوري لایسنس او نور خدمات ترسره کېدای شي .
له بلې خوا د زېږون او مړینې سندونه د افغانستان د نفوسو له عمومي احصایې سره هم مرسته کوي، چې د هېواد نفوس څومره دی .