Homeخبرونهامریکا نړیوالې پراختیايي ادارې د ۲۰۸ افغان نجونو بورسیې لغوه کړې

امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې د ۲۰۸ افغان نجونو بورسیې لغوه کړې

تاند【چهارشنبه د حمل ـ وري ۲۰】د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې یا USAID د ۲۰۸ افغان نجونو بورسیې لغوه کړې دي.

د یادو بورسیو په مرسته یاد شمېر افغان نجونو د افغانستان امریکايي پوهنتون کې زده کړې کولې.

د سرچینې د راپور پر بنسټ، دغه افغان نجونې چې په حضوري او انلاین بڼه یې زده کړو ته دوام ورکړی و، یو شمېر ایمیلونه ترلاسه کړي دي چې له مخې به یې د امریکا په مالي ملاتړ روانې بورسیې لغوه شي.

تر اوسه د یادو افغان نجونو زده کوونکو د راتلونکي برخلیک په تړاو څه نه دي ویل شوي.

له دې وړاندې په عمان هېواد کې د ۸۲ افغان نجونو زده کوونکو بورسیې چې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې له لورې تمویلېدې، هم د سمسترونو په نیمايي کې لغوه شوې وې.

دا بورسیې داسې مهال لغوه کېږي، چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د نجونو پر هر ډول زده کړو بندیزونه لګول شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...